د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د ميدان وردګ اوسېدونکي: حکومت او مؤسسې دې زموږ سيمې له ماينونو پاکې کړي


ارشیف: په افغانستان کې یو ماین پاک د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکوالي پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو ماین پاک د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکوالي پر مهال

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې وايي، په دغه ولایت کې لاهم په ازاده توګه ژوند نه‌شي کولای ځکه د دوی په خبر چې ګڼې سیمې لاهم په ماینونو پوښلي دي.

حاجي ګل محمد چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې ژوند کوي وايي، د ماینونو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

که څه هم د هیلوټرېس مؤسسې له لوري ځینې سیمې پاکې شوې دي، خو زیاتې سیمې لا هم ککړې دي.
نعيم‌الله

د نوموړي په وینا، خلک د دې سیمې په پاکولو کې د حکومت او نړیوالو مؤسسو له ژمنو د عملي ګامونو تمه لري، ترڅو د ماینونو له خطره خلاص شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "موږ په ویره کې ژوند کوو. زموږ ماشومان ښوونځیو ته په ډار سره ځي، او موږ په ډاډه زړه نه‌شو کولی خپل کارونه ترسره کړو."

د دغه ولایت بل اوسېدونکی میرزاخان وايي، خپله کورنۍ له خطر سره مخامخ ویني.

هغه وايي: "هر ځل چې کور ته نه راستنېږو، خپل خدای ته دعا کوو چې زموږ ماشومان او کورنۍ مو خوندي پاتې شي. حکومت او مؤسسې باید زموږ سیمې له ماینونو پاکې کړي."

د سيمې يو بل اوسېدونکی نعیم‌‌الله وايي، د ماینونو شته‌والی د خلکو د ژوند ترڅنګ د سیمې پر اقتصاد او پرمختګ هم ناوړه اغېز کوي.

نعيم‌الله وايي: "که څه هم د هیلوټرېس مؤسسې له لوري ځینې سیمې پاکې شوې دي، خو زیاتې سیمې لا هم ککړې دي. موږ هیله لرو چې دا کار دوام وکړي او زموږ ټولې سیمې له خطره پاکې شي."

دا چاودېدونکي توکي نه یوازې د خلکو ژوند ته خطر دی، بلکې د اقتصاد او ټولنیزو چارو په پرمختګ کې هم لوی خنډ جوړوي.
دا چاودېدونکي توکي نه یوازې د خلکو ژوند ته خطر دی، بلکې د اقتصاد او ټولنیزو چارو په پرمختګ کې هم لوی خنډ جوړوي.

په افغانستان کې هر کال د ماینونو له امله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور ټپیان کېږي.

د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ کسان د ماین چاودنو له امله ټپیان شوي او نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا چاودېدونکي توکي نه یوازې د خلکو ژوند ته خطر دی، بلکې د اقتصاد او ټولنیزو چارو په پرمختګ کې هم لوی خنډ جوړوي.

په ځانګړې توګه، کرنیزې سیمې، ښوونځي او عامه لارې له‌دې خطر سره مخامخ دي.

د طالبانو یو ځایي چارواکی او د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ریاست مشر ملا فیض‌الله جلالي وايي، د خلکو د ژوند او کرنیزو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره د ماینونو پاکول اړین دي.

هغه وايي: "موږ د هیلوټرېس مؤسسې له لوري د ماینونو په پاکولو کې همکاري کړې ده. هغه سیمې چې لا هم په‌کې ماینونه موجود دي، باید هرومرو پاکې شي او موږ د دې کار ملاتړ کوو."

د میدان وردګ اوسېدونکي له حکومت او نړیوالو مؤسساتو غوښتنه کوي چې، د دوی سیمې له ماینونو پاکې کړي.

د خلکو ژوند او پرمختګ لپاره د ماین‌پاکۍ دوامداره هڅې ډېر ارزښت لري او په‌دې سره به د خلکو په ژوند کې بدلون راشي او دوی به په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG