د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

سره صليب نړيواله کمېټه: چاودېدونکي توکي او ماينونه د افغانانو لپاره جدي ګواښ دی


ارشيف
ارشيف

دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د روان میلادي کال له پیله په دې برخه کې قربانیان زیات شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وکړي دي.

د قدوس چې کیڼ لاس او پښه فلج دي ازادي راډيو ته وویل، پنځه کاله وړاندې انګليسي کورس ته پر لاره د یو پخواني ماین د چاودنې له امله سخت ټپي شو.

د خوست ولایت د نادر شاه ګوټ ولسوالۍ اوسیدونکی قدوس چې ۳۰ کاله یې عمر دی وايي، ماین د تېرو وختونو نه دلته پاتې شوی و.

د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یې د بدن کیڼ برخه سر، لاس او پښه سخت ټپي شوه چې په لومړیو کې ډاکټرانو ورته د ښه کېدو ویلي و خو وروسته یې پایله دا شوه چې د بدن یو خوا یې فلج شوه.

"انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه"

نوموړی وايي: "انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه، هیله مې دا ده چې پوهنتون د ویلو لپاره پیسې پيدا کړم، کمپیوټر واخلم، واده وکړم ددې لپاره چې لیاقت لرم الحمدالله، په انګليسي، اوردو، فارسي او پښتو خبرې کولای شم خو د ناچارۍ او دا چې فلج یم داسې پاتې یم."

ماينونه افغانستان کې له جدي ګواښونو ګڼل کېږي. انځور - ارشيف
ماينونه افغانستان کې له جدي ګواښونو ګڼل کېږي. انځور - ارشيف

قدوس په معیوب ځان اوس مهال د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د انجینرۍ پوهنځې دریم کال محصل دی.

خو دا یوازې قدوس نه‌دی ښايي د ده په څېر په زرګونه نور کسان هم وي چې له ورته او یا هم له دې سخت حالت سره مخ وي.

له بلې خوا بیا د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې ماینونو او ناچاودلې وسلو شتون ته جدي اندېښنه ښودلې.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله تر ۹۰۰ ډېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې په دې کې ۴۰ سلنه ماشومان دي.

یادې کمېټې وړاندې لیکلي چې په وړاندې شویو شمېرو کې د سلنې په اساس په ټولیز ډول ۸۵ سلنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغې کمېټې په افغانستان کې ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ یاد کړی او ویلي دي چې، د جنورۍ راهیسې د دې وسلو له امله د ټپیانو او مړینو په برخه کې زیاتوالی راغلی.

د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او په ټینګار سره ویلي چې، د خلکو خوندیتوب په دې برخه کې اړین دی.

له دې وړاندې بیا په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د کافي بودیجې نشتوالي په اړه هم اندېښنې مطرح شوې وې.

ازادي راډیو درې میاشتو وړاندې په یو راپور کې له رويټرز خبري اژانس له قوله لیکلي و، د طالبانو د حکومت د ماین پاکۍ اړوندې ادارې چارواکو دغه اژانس ته ویلي و چې، خپله درې میلیونه ډالرهبودیجه یې له لاسه ورکړې او مجبوره شوي چې ۱۲۰ تنه کارکوونکي ځواب کړي.

يو ماين پاک - ارشيف
يو ماين پاک - ارشيف

رویټرز هغه مهال لیکلي و د بودیجې نشتوالی د یوه هېواد لپاره چې څلوېښت کاله یې جګړه تېره کړې او په ماینونو پوښلی خورا ګران پرېوځي.

د همدغه اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د کډوالو شورا یوه له هغو بشرپالو ادارو ده چې په افغانستان د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی مخته وړي او د ماین پاکۍ اړوندو ادارو سره همکاري کوي.

د دې شورا سکرتر جنرالې (شارلوت سلینټې) ویلي و، ماینونو او ناچاوده توکو افغانانو ته لوی ګواښ پېښ کړی.

له دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف سږ کال مارچ کې اعلان کړی و چې، په اوه میاشتو کې درې سوه ماشومان د ماین په چاودنو کې یا وژل شوي یا یې لاس او پښې پرې شوي.

XS
SM
MD
LG