د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

رضا: هېواد كې د ماين پاكولو لړۍ به پنځه يا شپږ كاله وخت ونيسي


د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر مشر ډاكټر محمد حيدر رضا
د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر مشر ډاكټر محمد حيدر رضا

د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د دفتر مشر ډاكټر محمد حيدر رضا د دوشنبې پر ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې تر اوسه يې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې لسګونه ډول ډول ماينونه پاك كړي او سلګونه كسان يې د ماينونو له ګواښونو څخه خبر كړي دي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د ادارې مسوولين وايي، چې په افغانستان كې روانو ناامنيو د دوی چارې له خنډ او ځنډ سره مخ كړي دي.

د نوموړي دفتر مشر ډاكټر محمد حيدر رضا، چې د دوشنبې پر ورځ يې په كابل کې په يوه خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې دوى د روانو نا امنيو تر څنګ د بوديجې د كمښت له ستونزې سره هم مخامخ دي.

"كه زموږ د اټكل له مخې هر كال يو سله شل كيلو متر مربع ځمكه له ماينونو پاكه كړو دا ويلای شم، چې موږ به په پنځو يا شپږو كلونو كې له ماينونو ډكې سيمې پاكې كړو خو دا به په هغه شرط شونې وي، چې موږ بودجه پيدا كړو كه بودجه نه وي له بده مرغه بيا دا كار نه ترسره كيږي موږ د دې كلونو لپاره نږدې پنځه سوه ميليون ډالرو ته اړتيا لرو، چي دا سيمې پاكي شي."

ښاغلي رضا وويل، دوى په تېر كال كې د افغانستان په ۳۳ ولايتونو كې يو زره اته سوه لس د استوګنې سيمې، چې د ماينونو ګواښونه په كي موجود وو، كتلي چې دوه سوه دولس سيمې په بشپړه توګه له ماينونو پاكې او په څه باندې اوه سوه نورو كې د دوى كار روان دی.

نوموړی وايي، چې همدا شان يې په تير كال كې څه باندې يو زره اوه سوه د پرسونل ضد او يوسلو پنځه دېرش د ټانك ضد ماينونه او څه باندې يو لك نا چاودی توكي یې شنډ كړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماين پاكۍ د ادارې مشر وويل، دوى په پام كې لري په روان كال كې خپلې چارې ليرې پرتو سيمو ته د سيمه ايزو خلكو په مټ وغځوي.

ښاغلي حيدر رضا وويل، اټكل كيږي چې په روان كال كې يو سله شل كيلو متر مربع ځمكه له ماينونو پاكه كړي.

"د هغو نويو پروګرامونو له ډلې چې موږ یې په مخ كې لرو، د ماين پاكۍ چارې به د سيمه ايزو خلكو په مرسته خپلو سيمو ته يې وغځول شي دا څو دليلونه لري، خو دوه ګټې يې زه تاسي ته وايم، لومړي خو دا چې هغه ځوان چې خپله د سيمې د خلكو له خوا ټاكل كيږي او څه ناڅه دوه مياشتې ورته زده كړه وركول كيږي او وروسته بيا په خپله سيمه كي كار وكړي د سيمي خلك هغه پيژني او هغوی يې امنيت ساتي، دوهم دا چې ځوانانو ته به كار پيدا شي."

ښاغلي رضا وويل، د دوى د هڅو سره سره لا هم په افغانستان كې هره مياشت خلك د ماين ښكار ګرځي، چې د روان ميلادي كال په دوو لومړنيو مياشتو كې ماينونو څلور اويا كسان ټپيان او يا يې هم وژلي دي، چې د تېرو درېيو كلونو په پرتله د ماينونو د قربانيانو په كچه كې د پام وړ كموالی ښيي.

نوموړي وويل، چې ټاكل شوې د وري مياشتې په پنځه لسمه نېټه په افغانستان كې د ماين پاكۍ نړيواله ورځ ولمانځي.

په افغانستان كې داسې مهال د ماين پاكولو نړيواله ورځ لمانځل كيږي، چې په هېواد كې لا هم په پراخو سيمو كې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له كلونو راهيسې ماينونه پاتې او لا هم له بهره او په تېره بيا له ايرانه افغانستان ته د ماينونو د راوړلو راپورونه وركول كيږي.
XS
SM
MD
LG