د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

حکومتي کارمندانو ته د طالبانو ګواښ: د امربالمعروف قانون په نه عملي کولو ګوښه یا بندي کېږئ


په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو حکومتي کارمندانو ته د امربالمعروف قانون پر بشپړ عملي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی باید د ږیرو پرېښودلو او په جماعت د لمونځونو ادا کولو ته پام وکړي.

د افغانستان په يو شمېر ولایتونو کې ځینې حکومتي کارکوونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت له لوري ورته ګواښ شوی چې که د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په بشپړه توګه پلی نه کړي نو له دندو به ګوښه او یا ونیول شي.

هغوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د امربالمعروف ریاستونو د محتسبینو له لوري پرې د ږیرې د نه پرېښودلو، په جماعت د لمانځه د نه ادعا کولو او په جوماتونو کې د شرعي مسایلو د زده‌کړې لپاره په سهارنیو غونډو کې د نه ګډون له کبله فشار راوړل کېږي.

په هرات ولایت کې یو حکومتي کارمند، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم او اصلي غږ په راپور کې خپور شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ولایت کې د پي ډي سي جسله وه، د هرات د امربالمعروف رییس په ګډون چارواکو په‌کې برخه اخېستې وه، دوی ټولو دولتي کاروکونکو ته خبرداری ورکړ چې ټول شرعي او اسلامي قوانین باید پلي کړي او که داسې ونه‌کړي نو له جدي چلند سره به مخامخ شي او کار به یې ترې واخیستل شي."

د هرات په ګاونډ نیمروز ولایت کې هم طالبانو د امربالمعروف قانون په جدي توګه پلی کړی دی.

په نیمروز کې یو حکومتي کارکوونکی وايي، طالبانو په وروستیو کې د امربالمعروف قانونی د پلي کولو خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

هغه هم د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د امربالمعروف کارکوونکي هره ورځ دولتي ادارو ته د دې لپاره راتلل چې څومره دغه قانون پلی کېږي، څوک ږیرې پرېږدي او څوک یې نه پرېږدي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د روان میلادي کال په اګست میاشت کې په رسمي جریده کې خپور او نافذ شو.

په دغه قانون کې د امربالمعروف محتسبینو ته دا واک ورکړل شوی چې که څوک د اسلامي شریعت خلاف خپل ویښتان جوړوي او ږیرې نه پرېږدي نو دوی یې باید مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په دغه قانون کې همدا راز راغلي چې محتسب کولای شي د هغه سیمې اوسېدونکي چې په ټولیزه توګه په جماعت لمونځونه نه کوي محکمې ته یې وروپېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG