د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

په کابل کې د ټکسي چلوونکو شکایت: ان د ټکسي رنګولو پیسې مو هم نه دي ګټلي


په کابل کې نویو رنګ شویو ټکسيانو انځور​​​​​​​                                
په کابل کې نویو رنګ شویو ټکسيانو انځور​​​​​​​                                

د کابل ښار يو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، په زرګونو افغانيو یې خپلې موټرې رنګ کړې چې په ښار کې د کار د نشتوالي له امله یې بېرته نه دي ګټلي.

دغه ټکسي چلوونکی وايي چې له ۱۳ کلونو راهیسې کابل ښار کې ټکسي چلوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره روزي ګټي.

د کابل ښار ټکسي چلوونکی وايي: مخکې ښه و خلک به په ټکسیانو کې ګرځېدل، خو اوس کار روزګار نه‌شته، د خلکو اقتصاد ډېر خراب شوی دی، په یو کال کې د موټر د رنګ کولو پیسې نه پیدا کېږي.

خو هغه د کار له نشتوالي شکايت کوي، وايي، له څو مياشتو تېرېدو وروسته هم هغه ٦۵زره افغانۍ چې د ټکسي د رنګ او د موټر د نور ترميم لپاره يې لګولې، بېرته نه دي ګټلي.

هغه چې نه غوښتل د موضوع د حسایت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "کار نه‌شته خلک ډېر اړ دي، مخکې ښه و خلک به په ټکسیانو کې ګرځېدل، خو اوس کار روزګار نه‌شته، د خلکو اقتصاد ډېر خراب شوی دی، په یو کال کې د موټر د رنګ کولو پیسې نه پیدا کېږي."

په کابل کې یو بل ټکسي چلوونکی صدیق‌الله هم ورته شکایت لري.

هغه وویل: "موټر مې ټکسي کړ، ډېر لګښت هم پرې وشو، ولې له بده مرغه هغسې چې باید کار وشي نه کېږي، نه شم کولای ان خپلې کورنۍ ته پرې نفقه پیدا کم، له بده مرغه کار روزګار نه‌شته، ټکسي کې ګټه نه‌شته د همدې لپاره غواړم بېرته یې وپلورم."

د طالبانو د حکومت د ترافيکو رياست د تېر لمریز کال په ثور میاشت کې ټولو ټکسي چلوونکو ته امر کړی و چې د خپلو موټرو رنګونه له زیړ او سپین نه فېروزي او سپین ته واړوي.
د طالبانو د حکومت د ترافيکو رياست د تېر لمریز کال په ثور میاشت کې ټولو ټکسي چلوونکو ته امر کړی و چې د خپلو موټرو رنګونه له زیړ او سپین نه فېروزي او سپین ته واړوي.

په کابل کې یو شمېر موټر پلورونکي تاییدوي چې د کار او روزګار د کمښت له امله یو شمېر موټر چلونکو خپلې ټکسی موټرې د خرڅلاوو لپاره وروړي دي.

یو موټر پلورونکي عبدالقهار ازادي راډيو ته وویل: "په دوی کې ډېرو دولتي دندې درلودې، کله یې چې دندې له لاسه ورکړې، مجبور شول خپلې موټرې یې ټکسې کړي او اوس کار کوي، اوس دوی د بې‌کارۍ له امله اړ دي چې دا وپلوري او یو بل کار ته مخه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترافيکو رياست د تېر لمریز کال په ثور میاشت کې ټولو ټکسي چلوونکو ته امر کړی و چې د خپلو موټرو رنګونه له زیړ او سپین نه فېروزي او سپین ته واړوي.

له دې وروسته یو شمېر ټکسي چلوونکو شکایت وکړ چې د طالبانو حکومت په کابل کې یوازې له یوه شرکت سره د ټکسیانو د رنګ د بدلولو تړون کړی چې بیه یې لوړه ده چې دوی یې نه شي ورکولای.

په همدې حال کې د کابل یو شمېر ښاریان وايي، ښايي همدا لامل وي چې په وروستیو کې د ټکسیانو کرایې لوړې شوي دي.

دوی وايي، حکومت د دې پر ځای چې د ټکسیانو رنګ ته پام وکړي، باید د کرایې د کمولو هڅې وکړي.

د کابل ښار دوه اوسېدونکي میراحمد او فتح محمد په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

میراحمد وویل: "د موټرو رنګونه به څه کړو، دا زموږ په درد نه دوا کېږي، که زیړ وي او که تور یا سپین، باید کرایه کمه شي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی."

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

فتح محمد وايي: " کله چې یو موټر چلوونکی پیسې د موټر په رنګ مصرف کړي، نو طبعاً کرایه لوړوي چې له دې کار سره د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم خرابېږي."

د کابل ښاریان وايي، ټکسي د کابل ښار په بېلابېلو لارو او لینونو کې له هر کس ۲۰، ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ کرایه اخلي چې دا د خلکو له وسه وتلې خبره ده.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست ویاند نجات نواز د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د ترافیکو د ریاست مسوولانو د ټکسیانو لپاره د پخواني رنګ لرل د یو ځانګړي کوډ نشتوالی بللی و.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ټکسي موټرو رنګ تور او سپین و، وروسته په ژیړ او سپین بدل شول، خو واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو وروسته ورته سپین او روښانه فېروزي رنګونه وټاکل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG