د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي: اختر کې ښاري بسونو په منظم ډول فعالیت نه درلود


ارشیف: د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي بازار
ارشیف: د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي بازار

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې د اختر په ورځو کې ښاري بسونو په منظم ډول فعالیت نه درلود او دوی خپلو خپلوانو او دوستانو کره د تګ راتګ په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

که څه هم د ملي بس په ګډون د ښاري وسایطو فعالیت د ښارونو له اړینو او بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په عادي ورځو او ان د اختر په ورځو کې هم کابل ښار د ښاري بسونو یا ملي بسونو له کمښت سره مخ وو.

د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي احمد ازادي راډیو ته وویل، غوښتل یې چې په ښاري بسونو کې د اختر د مبارکیو لپاره د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته ولاړ شي، خو په خبره یې کافي بسونه نه وو.

هغه زیاتوي: "د اختر په ورځو کې ملي بسونو فعالیت درلود، خو ډېر کم وو، خلک هم د ملي بسونو په تمه وو، خو د کموالي له امله یې ځينې بسونه به چې راتلل ډک ډک به و او د خلکو ستونزه نه حلېده."

د کابل ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکى مشتاق هم ورته شکایت لری وايي، د خپل خراب اقتصادي وضعيت له امله یې د ټکسي دربست کولو توان نه درلود.

هغه وویل: "مونږ خپله موټر نه لرو، ملي بسونه هم نه وو، دومره پيسې نه وې چې د لارې کرايې ته مو ورکړي وې او خپلوانو کره اختر مبارکي تللي وو، دا مونږ او نورو خلکو ته یوه ډيره لویه ستونزه وه."

ارشیف: په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو انځور
ارشیف: په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ یو انځور

ازادي راډیو د کابل ښاریانو دغه ستونزه د طالبانو حکومت د ملي بس شرکت له مشر عبدالولي سعد سره شریکه کړه، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو نوموړي وړاندې ویلي وو چې د کابل ښار د نفوسو په پرتله د ښاري بسونو شمېر کم دی او دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه هواره کړي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ملي بس شرکت مسوولانو د مخکینیو معلوماتو پر بنسټ، د لنډو لارو لپاره د ملي بس کرایه پنځه افغانۍ او د اوږدو لارو لپاره لس افغانۍ ټاکل شوې ده.

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي، د لیني او ټکسي موټرو له لوړې کرایې شکايت کوي او ادعا کوي چې په عادي ورځو کې د لیني ټکسي په ګډون د شخصي ښاري موټرو کرايه له ٢٠ تر ٣٠ افغانۍ ده، خو د اختر په ورځو کې موټر چلوونکي د زياتو پيسو غوښتنه کوي.

د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو ستونزه په پلازمېنه کابل کې نوې نه ده او د ښاریانو له پرله‌پسې شکایتونو سره سره ظاهراً پخوانیو حکومتونو او د طالبانو حکومت د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG