د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

ترافیکو ریاست: کابل کې د ترافیکي اشارو نصبول پيل شوي


له فضا څخه د کابل ښار د ترافیکي بې نظمۍ یو اخیستل شوی انځور - ارشیف
له فضا څخه د کابل ښار د ترافیکي بې نظمۍ یو اخیستل شوی انځور - ارشیف

د طالبانو حکومت د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د دې موضوع په تایید سره وايي، چې د ترافيکي اشارو د نصبولو پروژه یې له پلازمینې کابل شروع کړې او ولایتونو کې به هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار ترافیک پولیس له خپل ستونزمن کار شکایت کوي.

دوی وايي، د ترافیکي اشارو نه شتون د دوی کار سخت کړی دی.

د کابل ښار یو ترافیک پولیس، فرید ازادي راډیو ته وویل: "مونږ ډيرې زياتې ستونزې لرو، که چیرې ترافیکي اشارې واوسي، مونږ ته ډیر اسانه کېږي، ځکه چې ډریور پوهېږي چې دلته چهار راهي ده، دلته پیاده رو دی، دلته ډیر بیروبار دی باید زه احتیاط وکړم او کرار تېر شم، خو چې اشارې نه وي نو ډيرې ستونزې جوړيږي، مونږ تر خپل توانه هڅه کوو، چې کومه پيښه رامنځته نشي، اشارې چې نه وي، موټر ډیر تیز راځي او ترافیکي پېښه کیږي، بير و بار ډیر دی."

د کابل ښار یو بل ترافیک پولیس، مهرالله هم ورته شکایت لري.

هغه وایي: "خلک قانون نه مراعتوي او ګنه ګوڼه زیاته ده په کابل ښار کې. ګرمي هم زیاته وي، د هوا حالات هم ښه نه وي. له خلکو څخه دا هیله لرو چې ترافیکي قوانینو ته احترام وکړي. "

د طالبانو د حکومت د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د ترافیکي اشارو د نشتوالي له امله راپورته شوې اندیښنې تاییدوي وايي، دوی څو ورځې مخکې له پلازمینې کابل د ترافیکي اشارو د نصبولو پروژه پيل کړه، په یو شمېر څلور لارو کې نصب شوي خو لا ګتې اخیستنې ته نه دي سپارل شوي، چې ډېر ژر با دا کار هم وشي.

د افغانستان د ترافیکو د ریاست مخه
د افغانستان د ترافیکو د ریاست مخه

د دغه ریاست سکرتر، نجات نواز ازادي راډیو ته وویل:"کومې ترافیکي اشارې چې نصبوو هوشمند سیګنالونه دي، چې په خپل مصنوعي هوش سره له تقاطعو څخه، څلور لارو کې مخنیوی کوي. انشالله په نږدې راتلونکې کې به په ولایتونو کې هم دا کار پیل شي. او د څلورو یا پنځو میاشتو په ترڅ کې به د ټول هیواد په کچه موږ دا سیګنالونه په څلور لارو کې نصبوو."

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې یو شمېر کابل ښاریانو او موټر چلوونکو هم له دې امله شکایتونه کړي دي.

دوی وايي په تیر جمهوري نظام کې هم ډیری څلور لارو ترافیکي اشارې نه درلودې او که وې هم غیر فعاله وې یا به ترې سرغړونه کیده، چې ګڼه ګوڼه او ترافیکی پېښې به یې زیاتولې .

دوی د ترافیکو ریاست له مسوولینو غواړي، چې د ترافیکي اشارو د نصب تر څنګ سرغړونکو سره قانوني هم وکړي.

XS
SM
MD
LG