د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

طالبان کابل کې د ښاري ټکسيانو رنګ بدلوي؛ خلک دا پرېکړه حيرانوونکې بولي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست په کابل ښار کې د ښاري ټکسیانو رنګونه له ژیړ په روښانه فېروزي رنګ بدلوي.

د ښاري ټکسیانو ځانګړی رنګ ښايي کومه نوې خبره نه وي، خو دا چې اوس د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست پرېکړه کړې چې له ژیړ رنګ یې په روښانه فېروزي بدل کړي د ټکسي چلونکو ترڅنګ یې عام ښاریان هم حیران کړي دي.

له یوې خوا ورته دا پرېکړه عجیبه ښکاري او له بل پلوه یو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، له اقتصادي پلوه د دې توانايي نه‌لري چې د خپلو ټکسیانو رنګونه بدل کړي.

رحمت چې د کابل په شهرنو کې له نږدې څلورو کالو راهیسې ټکسي چلوي وايي، روزګار یې خراب شوی او د دی توانايي نه‌لري چې د ټرافیکو د ریاست نوې پرېکړه عملي کړي.

رحمت وايي : "نو موږ دې ته رنګ له کومه کړو، مالیات یو ځای ورکوه، ټکسي رنګ یې بل، کاروبار نه‌شته، زموږ وس او توان نه رسېږي او که زه فشار په عامه خلکو راوړم، هغوی له ما سره نه‌ځي ځکه هغوی یې وس او توان نه‌لري."

خو ښايي دا یوازې رحمت الله ونه اوسي چې په دې برخه کې د ټرافیکو ریاست پر نوې پرېکړه نیوکه کوي، بلکې د دې ښار بل ټکسي چلوونکی حمیدالله هم ورته نظر لري.

دی وايي: "د خلکو اقتصاد ضعیف دی، زه دا اوس خپلې کورنۍ په غم کې پاتې یم چې دا زه څنګه وچلوم،۲۰،۳۰ یا ۱۵ زره له کومه شي چې زه دا رنګ کړم. د اوس مې اسنادو پاتې دي، نه‌شم کولای هغه حل کړم، څه پاتې جوړ تیار موټر رنګ کړم چې کتابچه لري، ټیکس ورکوه. نو موږ اضافي پیسې له کومه کړو، خو که امارت اسلامي غواړي چې موږ موټر رنګ کړو بیا دې امارت اسلامي موږ ته پیسې راکړي."

د کابل عام ښاریان بیا دا پرېکړه خندونکي بولي او وايي، په اوس وخت کې ښايي دا لومړیتوب ونه اوسي.

د دې ښار اوسېدونکي ارش نورزاد ازادي راډيو ته وویل: "دا ډېر خندونکی دی ماته، ځکه ژېړ رنګ د ټیکسي لپاره په ټوله نړۍ کې یو معياري رنګ دی، قبول شوی رنګ دی. دا چې رنګ ته تغیر ورکوي اول دا چې خلک یې توانایي نه‌لري او زه فکر کوم اړتیا یې هم نه‌شته، باید ډېره پاملرنه نورو سهولتونو ته وشي څو خلک ارام ژوند ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست پرېکړه کړې چې د ټکسيانو رنګ له ژیړ په روښانه فېروزي بدل کړي.

د کابل د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان پالیسي مدیرعبدالودود خیرخوا ازادي راډیو ته وویل، له ژیړ رنګه روښانه فېروزي ته د ټکسي د رنګونو د اړولو طرحه د کورنیو چارو وزارت له لوري وروستۍ شوې ده.

نوموړی وايي: "موږ دا موضوع د کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې، موږ ته یې دستور راکړ چې د ټکسي فعالیت ډول، صدور د امر، د ټیکسې رنګ، علایم او فورم په اړه، معنا دا چې هر ډول مشخصات چې ترافیک د ټیکسي د تعین او تثبیت، رنګ او علامو په اړه لري ترتیب کړئ او الحمدالله زموږ طرزالعمل تثبیت شو."

خو دا چې ولې یې د ټکسیانو رنګ ته بدلون ورکوي او هدف څه دی د ټرافیکو د عمومي ریاست مسوولان یې په اړه څه نه وايي.

د یادولو ده چې اوسمهال په افغانستان کې ښاري ټکسي عموماً ژېړ رنګ لري چې لسګونه کلونه مخينه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسي د مدیر عبدالودو خیرخوا په خبره په افغانستان کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال له ۱۳۰۹ نه تر ۱۳۵۶ کلونو پورې د ښاري ټکسیانو رنګ تور او سپین و، خو په ۱۳۶۷ لمریز کال کې یې رنګ ژېړ او سپین ته بدل شو چې تر اوسه یې دوام کړی دی.

خلک وایي د روښانه فېروزي پر ځای ښايي ژېړ رنګ ځکه ښه وي چې د نورو رنګونو پرتله له لرې واټن ژر تشخیص کېږي او واضح برېښي.

XS
SM
MD
LG