د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د کابل ځينې اوسېدونکي د ټرانسپورټي خدمتونو له کمښت او لوړې کرايې شکايت کوي


کابل کې ملي بسونه، انځور - ارشيف
کابل کې ملي بسونه، انځور - ارشيف

د کابل ځینې اوسېدونکي د ټرانسپورتي خدمتونو له کمښته شکایت کوي او وايي، د ټکسي موټرو د لوړو کرایو له امله نه‌شي کولای په اختر کې د خپلوانو کورونو ته ورشي.

يوه مېرمن چې رئیسه نومېږي، په کابل ښار کې له ناروغه خاوند او دریو اولادونو سره ژوند کوي.

اغلې رئيسې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله اختر ته هيڅ تیاری نه و کړی او ترڅنګ یې د ټيکسي او نورو لیني موټرو د لوړو کرایو له امله دوه ورځې کېږي چې په کور کې ناسته ده.

د کرایې وس نه‌لرو، ټيکسیانې لوړې کرایې اخلي

نوموړې وايي: "د نږدې خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورغلو، خو هغوی چې رانه لرې دي، نه یو ورغلي، ځکه چې د کرایې وس نه‌لرو، ټيکسیانې لوړې کرایې اخلي خو ما په اختر کې خپلو اولادونو ته حتا څپلکې نه‌دي اخیستي."

فیصل د کابل بل اوسېدونکی وايي، اقتصادي وضعيت یې ښه نه‌دی او د اختر په ورځو کې غواړي، په هغو موټرو کې د خپلوانو کورونو ته لاړ شي چې کرایې یې ټیټې وي.

فيصل وايي: "که موږ د اختر په ورځو کې وغواړو چې یو ځای ته لاړ شو، ټيکسي له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ غواړي، خو که ملي بس وي، په لسو افغانیو هم تللی شو. زه یو محصل یم او د لوړې کرایې ورکولو وس نه‌لرم."

کابل ملي بس، انځور - ارشيف
کابل ملي بس، انځور - ارشيف

فریده چې په کابل کې اوسېږي او ښوونکې ده وايي، د طالبانو حکومت باید د اختر په ورځو کې د ټرانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ملي بسونو فعاليت ډېر کړی وای.

نوموړې وايي: "زه یوه ښوونکې یم او ۷ زره افغانۍ معاش لرم، که د خپلوانو کورونو ته لاړه نه‌شم، هم ستونزمنه ده، په ځانګړې توګه د پلار او ورور، وروڼو او خویندو کورونه ته، خو کرایې اوس ډېرې لوړې دي."

وسایط کم نه‌دي، موږ خدمتونه په همدې ډول وړاندې کوو."

خو د طالبانو حکومت د ملي بس تصدۍ رئیس عبدالولي سد ازادي راډيو ته وويل، دوی کافي بسونه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې فعال کړي چې خلک ګټه ترې واخلي.

نوموړی وايي: "موږ په دې خاطر چې د بسونو چلوونکي وکولای شي د خلکو د خدمت ترڅنګ له خپلو کورنیو سره هم اختر ونمانځي، د شېفټونو په ډول تنظیم کړي دي. وسایط کم نه‌دي، موږ خدمتونه په همدې ډول وړاندې کوو."

کابل ښار، انځور - ارشيف
کابل ښار، انځور - ارشيف

نوموړی زیاتوي، دا مهال ۱۶۰ بسونه په کابل ښار کې فعال دي چې، د اختر په ورځو کې هم خلک ګټه ترې اخیستلای شي.

خو خلک بیا وايي، د کابل ښار نفوس ته په کتو چې تر ۵ میلیونه ډېر خلک په‌کې ژوند کوي، په دې اندازه بسونه کافي نه‌دي او د طالبانو حکومت باید په ښار کې د بسونو شمېر ډېر کړي.

د بسونو او ټکسي ترڅنګ نور لیني موټرې هم په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې فعاليت کوي، خو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ له ډېرېدو سره ښکاري، ډېرې کورنۍ حتا د لیني موټرو د کرایې ورکولو وس هم نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG