د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

کابل کې خلکو د بې نظمۍ له امله ښاروالۍ او دوو نورو ادارو ته "تنبل نامه" ورکړه


ددغو ښاریانو په خبره، دغه درې ارګانونه خپل مسئولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي .
ددغو ښاریانو په خبره، دغه درې ارګانونه خپل مسئولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي .

د کابل ښار د لویدیځې څنډې اوسېدونکو، په ښار کې د بې نظمۍ، خپلسریو او د موټرو ګڼې ګوڼې ډېرېدو له امله په یوه بې ساري اقدام سره، کابل ښاروالۍ، ترانسپورت وزارت او د ترافیکو مدیریت ته «تنبل نامه» ورکړه.

ددغو ښاریانو په خبره، دغه درې ارګانونه خپل مسئولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي .

په ورته وخت کې د ترانسپورت وزارت او کابل ښاروالۍ دغو ارګانونو ته د تنبل نامې ورکول غیرعادلانه ګڼي او وايي، په کابل کې د خدمتونو یو لړ مهم کارونه ترسره شوي دي.

شریف وطندوست د کابل ښار د دیارلسمې ناحېې د اوسېدونکو په استازیتوب د تنبل نامې ورکولو پرمهال وویل، د کابل ښاروالۍ ، د ترافیکومدیریت او د ترانسپورت وزارت بې کفایتیو بې حوصلې کړي دي.

"موږ دغه تنبل نامه د ترانسپورت وزارت، د ترافیکو مدیریت او کابل ښاروالۍ ته د دوی د بې کفایتۍ له امله ورکوو. د دغو ارګانونو مسئولین په خوب ویده دي. بهرني سفرونه لري او تنخواه هم له موټرچلوونکو او د لاس ګاډو له ګرځوونکو اخلي."

دغه کابل ښاریان وايي، هره ورځ یې کارځایونو ته د تګ پرمهال ساعتونه وخت ضایع او کرایه ترې هم له نرخنامې پورته اخیستل کیږي.

دوې ددغو خپلسریو په اړه یې څو ځلې شکایتونه کړي خو هیڅ ارګان یې غږ نه دی اوریدلی.

د کابل ښار د ۱۳ ناحیې یوه بل اوسېدونکي شیرزاد وویل: "کوم خلک چې د دشت برچې په وروستۍ برخه کې اوسیږي، کور ته د رسېدو په لار کې باید څلور ځایه کرایه ورکړي. که مسئولیت پیژندنه وي نو بیا ولې دغه شان وضعیت حاکم دی؟ کومې ستونزې چې موټرچلوونکو او ترافیکو رامنځته کړي باید وارزول شي."

خو کابل ښاروالۍ دوې ته د تنبل نامې ورکول بې انصافي ګڼي وایي، په روان کال کې په کابل ښارکې د واټونو د جوړولو او ترافیکې خدمتونو په برخو کې مهم کارونه ترسره شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مهمند ازادي رادیو ته وویل، د کابل ښار د ناحیو په کچه ترټولو ډېر کارونه په دیارلسمه ناحیه کې چې دشت برچې هم پکې ده، ترسره شوی دي.

په ورته وخت کې د ترانسپورت وزارت چارواکي دوی ته د تنبل نامې په نوم د سند ورکول عادلانه اقدام نه ګڼي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس وايي، د ترانسپورتي ښو خدمتونو او په ښار کې د نظم راوستلو په هدف د دوی او کابل ښاروالۍ ګډې هڅې روانې دي.

ښاغلي حق شناس وویل، اوس۸۰ ملي بسونه له ترمیم نه وروسته په کابل ښارکې ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکې کې به ۶۴۶ نوي ملي بسونه له ازبکستان نه وپېرودل شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د کابل ښار د اوسېدونکو د ستونزو هوارولو لپاره د ښاري بسونو د پېرلو په خاطر له ازبکستان سره په خبرو یو. د عامه خدمتونو چوکاټ په طرحه کې، پر څلوېښتو مسیرونو چې پر اوو زونونو وېشل کیږي هم کار روان دی. د نویو بسونو په پېرلو او ددغې طرحې په پلي کېدو سره به د ښاریانو ستونزې حل شي."

د کابل ښارد لویدیځې برخې پر اوسېدونکو سربېره د دغه ښار په نورو ناحیو کې هم خلک د موټرو له ګوڼه ګوڼې او ترانسپورتي بې نظمیو شکایتونه لري.

XS
SM
MD
LG