د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د ټرافیکو ریاست: په تېرو ۷ میاشتو کې ټرافیکي پېښو کابو ۱۰۰۰ کسان وژلي


د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست وايي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې په ټرافیکي پېښو کې، کابو ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د دغه ریاست د حادثاتو مدیر عبدالحکیم وايي، دغه حادثې د لویو لارو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پېښې شوي او د ځاني زیانونو تر څنګ‌يې مالي زیانونه هم رسولي دي.

په افغانستان کې پر ځان وژونکو بریدونو او جنګونو سربېره، سږ کال ټرافیکي پېښو هم د سلګونه خلکو ژوند اخیستی او مالي زیانونه‌یې اړولي دي.

د موټرو تېز چلول، د سړکونو خرابوالی، په ځینو ځایونو کې د ټرافیکي نښو نشتوالی، له ټرافیکي قوانینو بې‌خبري او د موټر چلوونکو غیر مسلکي‌توب، هغه لاملونه دي چې ټرافیکي پېښې یې ډېرې کړې دي.

د افغانستان د ټرافیکو د عمومي ریاست د حادثاتو د مدیریت مسؤلین وايي، سږ کال هم د تېرو کلونو غوندې، د لویو لارو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې شوي او خلکو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه ریاست د حادثاتو مدیر عبدالحکیم، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو او د دغو پېښو له امله، خلکو ته د رسېدلو زیانونو په اړه وویل:

"ټرافیکي حادثات د هېواد د ولایتونو په کچه، ټولې ۱۳۳۳ دي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې رامنځته شوي دي، په دوی کې ۴۲۹ نارینه، ۱۰۷ ښځې او ۲۰۸ ماشومان مړه شوي چې د ټولو شمېر ۸۴۸ کسانو ته رسېږي."

ښاغلی حکیم وايي، د تېرو شپږو میاشتو په ټرافیکي پېښو کې ۵۱۷ د مړینې، ۷۳۱ د ټپي کېدو او ۸۵ د مالي زیانونو پېښې، شاملې دي.

ده وویل، د روان کال د میزان په میاشت کې هم په ټول هېواد کې ۱۷۹ ټرافیکي پېښې شوي چې ۶۵ نارینه، ۱۲ ښځې او ۲۳ ماشومان په‌کې مړه او ۲۷۸ په‌کې ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د حادثاتو مدیر، د هېواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لامل، د ټرانسپورتي شرکتونو د موټر چلوونکو، له‌خوا د موټرو تېز چلول ګڼي وايي چې په ځینو حالاتو کې د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

سربېره پر دې د کابل د ټرافیکو د حادثاتو مدیر عبدالشکور وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال ټرافیکي پېښې، د تېر لمریز کال د شپږو میاشتو په پرتله ۴۰ په سلو کې کمې شوې دي.

دی وايي:

"هره ورځ په کابل ښار کې په تخمیني توګه د موټرو د ټکر درې میلیونه نقطې ایجادېږي، که ټکر وشي نو موږ باید هره ورځ په کابل ښار کې د ۳۰ ټرافیکي پېښو شاهدان واوسو. خو د ټرافیکو د هڅو په نتیجه کې د ټکرونو دغه شمېره په ورځ دوه یا درېیو پېښو ته راټیټه شوې ده. په کابل ښار کې ټرافیکي پېښې د تېر کال په پرتله ۴۰ فیصده کمې شوې دي."

که څه هم د کابل د ټرافیکو ریاست، د ټرافیکي پېښو لاملونه، د موټر چلوونکو له‌خوا د ټرافیکي قوانینو، نه‌مراعتول او د موټرو ګړندي چلول ګڼي، خو د ټرانسپورتي شرکتونو مسؤلین د سړکونو خرابولی او تنګوالی هم د دغو پېښو لامل بولي.

د نواباد د مسافر وړونکي شرکت رئیس عبدالشکور او د بار وړونکو نقلیه وسایطو د ټولنې مشر طلا محمد اتمانزي ازادي راډیو ته وویل:

"سړکونه خراب، سور یې کم او موټر ډېر دي. موټر چلوونکي ګرم نه‌دي، ستونزه په لارو کې ده."

"د کندهار، ننګرهار او ماهیپر د لویو لارو په سړکونو کې ویالې جوړې شوي، کله چې مسافر وړونکي بسونه او ګړندی موټر په دغو ویالو کې ورننوځي، بیا نو نه‌شي کولای چې خپل مسیر کنټرول کړي."

دغه شرکتونه له حکومته غواړي چې د لویو لارو په جوړولو کې زیات پام وکړي.

بل‌خوا یو شمېر مسافر او کابل ښاریان وايي، ځیني موټر چلوونکي مخدره مواد کاروي، موټر په تېزۍ چلوي او حکومت هم د خصوصي ټرانسپورتي شرکتونو د موټر چلوونکو د استخدام برخې ته پام نه‌کوي.

هر کله که موټر چلوونکو ټرافیکي قوانین مراعت او په لارو کې له تېز چلولو ډډه وکړي، د حوادثو کچه به ټیټه شي.

حاجې بلال او جهانګیر ازادي رادیو ته وویل:

"یو شمېر کسان څلور ورځې کلینري کوي او په پنځمه ورځ موټر ته پورته کېږي، دوی تجربه نه‌لري، موټر تېز چلوي او حادثې هم د دوی له‌خوا پېښېږي."

"دوی ته عامه پوهاوی په کار دی. کله چې دوی ته لېسنس ورکول کېږي، لومړی باید د موټر چلولو کورسونه پای ته ورسوي."

دوی په کابل کې د زورواکو او ځینو دولتي چارواکو له‌خوا د لارو بندول د ټرافیکي پېښو بل لامل په ګوته کوي او له حکومته هیله کوي چې دغې ستونزې ته هم پام وکړي.

هڅه مو وکړه، د سړکونو او لویو لارو د معیاري جوړولو په اړه، د فواید عامې وزارت د چارواکو نظر واخلو، خو ځواب رانه‌کړل شو.

په ورته وخت کې د ټرانسپورت وزارت وايي، د ټرافیکي پېښو د کمولو لپاره‌یې، یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي دي.

د دغه وزارت د خپرونو سلاکار فیضي ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل:

"د دغه وزارت د مشرتابه د تصمیم پر اساس، په پام کې ده چې په ۱۳۹۷ کال کې د ټرافیکي پېښو او د لېږدوونکو وسایطو د اوړېدو د مخنیوي په مقصد، موټر چلوونکو او د ټرانسپورتونو لپاره، یو روزنیز انسټټیوټ جوړ کړي. دې کار ته جدي هڅې روانې دي."

د ټرافیکو د عمومي ریاست مسؤلین په دې باور دي، هر کله که موټر چلوونکو ټرافیکي قوانین مراعت او په لارو کې له تېز چلولو ډډه وکړي، د حوادثو کچه به ټیټه شي.

خلک له حکومته غواړي چې د ټرافیکي پېښو د کمولو لپاره، لویې لارې او سړکونه په معیاري توګه جوړ او ټرافیکي قوانین په ښارونو او لویو لارو کې پر ټولو موټر چلوونکو په جدي توګه پلي کړي چې سرغړونې ونه‌شي او ټرافیکي پېښې د خلکو د تلفاتو لامل ونه‌ګرځي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG