د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

افغانستان کې پر پرله‌پسې رخصتیو د کارګرانو ټولنې او ځینو وکیلانو انتقاد


د حکومت له‌خوا د پرله‌پسې رخصتیو اعلانونو د کارګرانو د ټولنې او د ولسي جرګې د ځینو غړو اندېښنې راپارولي او وايي چې پرله‌پسې رخصتۍ د هېواد پر اقتصاد او تحصلاتو یو ګوزار دی.

دوی وايي، حکومت په دغه کار نه‌یوازې دا چې اقتصادي زېربناوې زیانمنوي او سلګونه کارګر له کاره بې‌برخې کوي بلکې تعلیمي برخو ته هم زیان رسوي چې دا ټول د دولت او خلکو په ګټه نه‌دي.

د افغانستان د کارګرانو د ټولنې رئیس معروف قادري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملي رخصتيو تر څنګ حکومت ځینې نورې رخصتۍ هم اعلانوي چې د خصوصي سکټور په ګټه نه‌دي.

قادري: دا د افغانستان پر اقتصاد یو دروند ګوزار دی.
قادري: دا د افغانستان پر اقتصاد یو دروند ګوزار دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشينۍ سره موږ شاهدان یو چې په یوه میاشت کې څو ورځې ملي رخصتي او داسې نورې ورکړل کېږي، سربېره پر دې چې دولتي ادارې رخصتېږي او کار نه‌وي، خصوصي سکټور هم ډېر زیان ویني، دا د افغانستان پر اقتصاد یو دروند ګوزار دی او جبرانول‌یې هم ممکن نه‌دي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو د ناستې لپاره، د چهارشنبې ورځ یوازې په کابل ښار کې رخصت اعلان کړه.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، سبا پنجشنبه ده او د چهارشنبې او جمعې په منځ کې راځي چې له امله‌یې د دولت مأمورین درې ورځې رخصتېږي او دا کار د دولت په زیان دی.

دوی وايي، دا ډول رخصتۍ زیاتې پېښې شوي او حکومت کله کله درې څلور ورځې رخصتي هم اعلان کړې حال دا چې د دوی په خبره، نور هېوادونه اقتصاد ته ارزښت ورکوي او د وخت له هرې شېبې ګټه اخلي.

د ولسي حرګې غړی رمضان بشردوست وايي، هغوی چې د څو ورځو رخصتیو په خاطر له کاره وځي، د یوې کورنۍ نفقه ور په غاړه وي.

رمضان بشردوست
رمضان بشردوست

نوموړي زیاته کړه:

"که یو کنفرانس دایروي مجبور دي خلک ورته رخصت کړو چې مړه نه‌شي، زه هیله‌مند یم چې د دولت مشران پر خپلو مالیه ورکوونکو زړه ودردوي او فکر وکړي، هغه هېوادونه چې رسېدلي، د مشرانو د کار محور یې اقتصاد او کار او زحمت و، خو زموږ د حکومت یو رهبر هم اقتصاد نه‌دی لوستی او نه ترې خبر دي، د دې له امله باید له دوې نه توقع هم ونه‌کړو چې اقتصادي مسایل درک کړي."

ښاغلی بشردوست د حکومت له‌خوا د پرله‌پسې رخصتیو اعلانول، د زده‌کړو او تحصیل لپاره هم زیان رسوونکي ګڼي وايي، هغه ځوانان چې په خصوصي او دولتي ادارو کې تحصیل کوي هم له دغو رخصتیو زیان ویني.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، هغه رخصتۍ چې د یو مناسبت له مخې په جنتري کې راغلي، د دغه وزارت له‌خوا تنظیمېږي، خو کومې رخصتۍ چې د کنفرانسونو په خاطر اعلانېږي، د دغه وزارت له‌خوا نه‌وي تنظیم شوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

بل‌خوا د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وايي:

"دا یو مهم پروګرام دی او د خلکو پر ژوند مستقیم اثر لري، په ټولو ولایتونو کې کارونه روان دي، په کابل کې هم خدماتي ادارې، پولیس، روغتونونه او داسې نور په خپلو کارونو بوخت دي، دښمن غواړي د دغو ناستو مانع شي، ملي او نړیوالې غونډې موږ ته مهمې دي او حکومت ورته امنیتي تدابیر نیسي."

له دغو انتقادونو او اندېښنو سره سره د جمهوري ریاست چارواکي وايي، د دې لپاره چې د مهمو کنفرانسونو په ورځ د ترافیکو د ګڼې ګوڼې او ځینو نورو پېښو مخنیوی شوی وي، یوازې په کابل ښار کې رخصتي اعلانېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG