د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

کابل په «سام» ناسته کې نړیوالې ټولنې ته د خپلو لاسته راوړنو په اړه راپور ورکوي


ارشیف: په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سام ناستې انځور.
ارشیف: په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سام ناستې انځور.

افغان حکومت نن د «سام» په ناسته کې د نږدې ۴۰ مرسته کوونکو هېوادونو استازو ته له نړیوالې ټولنې سره د خپلو کړو ژمنو په اړه معلومات ورکوي.

د «سام» په نوم ناسته په دې هدف جوړه شوې څو مرسته کوونکي هېوادونه په دې وپوهېږي چې افغان حکومت د اصلاحاتو او د فساد ضد مبارزې په برخو کې څومره لاسته راوړنې لري.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، هغه ژمنې چې تېر کال افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل په ناسته کې وکړې یو شمېر یې عملي شوې دي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت به د «سام» په ناسته کې د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړي.

جمل حمید عبدالرحیمزی
جمل حمید عبدالرحیمزی

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ناسته د افغانستان لپاره یو ښه فرصت کېدای شي ځکه د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي یوځای د مېز تر شا کېني، افغان حکومت د دغې ناستې لپاره بشپړ چمتووالی لري او دا زموږ لپاره یو ښه چانس دی چې خپلې کړنې او راتلونکي پلانونه له دوی سره مطرح کړو."

دا درېیم وار دی چې په کابل کې د «سام» په نوم مرسته کوونکي هېوادونه ناسته کوي.

لومړۍ ناسته‌یې د ۱۳۹۴ کال د سنبلې په میاشت او بله هغه‌یې د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې ترسره شوې دي.

مرسته کوونکو هېوادونو د بروکسل د ناستې په څېر په نړیوالو مهمو ناستو کې د خپلو مرستو په بدل کې له افغان حکومت نه غوښتي چې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اغېزمن اقدامات وکړي.

افغان حکومت په دغو نړیوالو ناستو کې ژمنه کړې وه چې د اصلاحاتو او د فساد ضد د مبارزې په برخه کې به جدي هڅي کوي.

  • خو پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان به وکړای شي چې د «سام» په ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو د عملي کېدو په برخه کې هغوی ته قناعت ورکړي؟

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناکام و.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

خو نوموړی بیا هم په کابل کې د «سام» ناستې ته خوشبینه دی.

دی وايي:

"د سام په څېر ناستې په تېر کې هم شوي او طبیعي ده چې دا ډول ناستې نړیوالو ته د هغوی د مرستو د دوام او دوی ته د قناعت ورکولو په برخه کې خپل اغېز لري، خو افغانستان له نړیوالې ټولنې سره ګڼې داسې ژمنې کړي چې اوس‌یې حکومت په عملي کولو کې پاتې راغلی او اوس د افغانستان باور د نړیوالې ټولنې تر پوښتنې لاندې راتلی شي."

د اصلاحاتو راوستل، د فساد پر وړاندې مبارزه او په شفافه توګه د نړیوالې ټولنې د پیسو مصرف د مرسته کوونکو هېوادونو له لویو شرطونو څخه دي.

افغانستان د هغو مرستو په بدل کې چې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا څخه‌یې ترلاسه کوي وايي، د فساد پر وړاندې مبارزې او د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG