د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

نړېوال بانک له افغان حکومت سره د فساد په وړاندې مبارزه کې مرسته کوي


په افغانستان کې د نړیوال بانک استازی وايي دوی افغان حکومت هڅوي تر څو له فساد سره مبارزه وکړي.

ښاغلي باب سام د شنبې په ورځ له مالیې وزارت سره د هندوکش په غرونو کې د سړکونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د ۲۵۰ ملیونو نورو ډالرو د تړون په لاسلیکولو سره وویل چې دوی فکر کوي تر اوسه افغان حکومت په دې برخه کې خپلو ژمنو ته ولاړ پاتې دی.

هغه له افغانستان سره د هندوکش په غرونو کې د سړکونو وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د شنبې په ورځ د ۲۵۰ ملیونو نورو ډالرو تړون لاسلیک کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي چې د کابل بانک د موضوع په اړه به د محکمې پرېکړې په ټوله معنا عملي کېږي او حکومت یې د فساد سره مبارزې ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم د کابل بانک دوسیه یو ځل بیا پرانیستل شوه او په اړه یې څه پرمختګونه وشول خو د یوه کال څخه د ډېرې مودې له تېرېدو سره وروستۍ پایلې لا هم خلکو ته ګونکې دي.

په دې لړ کې تېره اوونۍ د کابل بانک د پخواني مرستیال او په ۱۰ کلونو بند محکوم خلیل الله فروزي یو ناڅاپه څرګندېدو یو ځل بیا د فساد سره د افغان حکومت پيل شوې مبارزه تر پوښتنې لاندې ونیوله.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازی وايي چې دوی فکر نه کوي افغان حکومت دې فساد ته زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د دغه بانک استازي باب سام ازادي راډيو ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې دې ټولو بدلونونو ته په کتو نړیوال بانک د افغان حکومت فساد سره مبارزه څنګه بولي وویل:

"زه نه پوهېږم چې ووایم افغان حکومت به د فساد ملاتړ وکړي، نړیوال بانک په دې برخه کې افغان حکومت ډیر زیات هڅوي او ملاتړ یې کوي چې د فساد سره په ټولو برخو کې مبارزه وکړي، موږ هم د حکومت په ټولو برخو کې د فساد سره د مبارزې ملاتړ کوو تر څو فساد ختم کړي او د خلکو ژوند په ښه ډول سره پر مخ ولاړ شي.

ښاغلی سام وايي چې افغان حکومت د فساد سره د مبارزې په لړ کې ځینې اقدامات کړي، دوی دا ستایې او حکومت لاکار ته هڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کابل بانک دوسیې څېړل د فساد سره د مبارزې ښه بېلګه یادوي خو د دغه بانک له پوروړو سره د حکومت یوې نوې معاملې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې.

ټاکل شوې وه چې د دغه بانک د لوټلو په تور تورن خلیل الله فروزي په کابل کې یو ښارګوټی جوړ کړي خو له پراخو انتقادونو وروسته جمهوري ریاست د ښار جوړونې وزارت سره دا تړون لغوه اعلان کړ.

په همدې حال کې د مالیې وزارت وايي چې افغان حکومت د فساد سره د مبارزې ټولو ژمنو ته متعهد دی او هغه عملي کوي.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمې وایې چې د کابل بانک ټولې لوټلې پیسې به د محکمې د پرېکړې پر اساس بېرته راټولې کړي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"د هغو له لاسه وتلو پیسو بېرته اعادې ته چې د افغانانو او بیت المال حق دی موږ ژمن یو، په دې اړه هغه فیصلې چې محکمو کړي یو په یو د تطبیق وړ دي او حکومت هم خپلو ژمنو ته د باید په توګه ژمن دی."

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره نورې مرستې د فساد سره په مبارزې تړلي او ټينګار یې کړی چې په افغانستان کې د لګېدونکو پیسو شفافیت ورته اړین دی.

کارپوهان وايي چې که چېرې جمهور رییس د خلیل الله فروزي او ښار جوړونې وزارت د تړون د لغوه کېدو حکم نه وی کړی نړیوالې مرستندویه ادارې به د فساد په وړاندې په مبارزه شکي شوي وی.

خو دوی وایي چې د نړیوال بانک نوي مرستې هیله مندي پیدا کولای شي چې افغان حکومت د مرستو په شفافیت د نړیوال فشار سربېره بیا هم د مرستو په جلب توانېږي.

راپور - یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG