د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د ماليي وزیرد یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ


د افغانستان د ماليي وزیرد یوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ ترکمنستان ته لاړ.

د ماليي وزارت چارواکو د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې چې په دغه سفرکې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا او د ټاپي په پروژې خبرې وشي.

له ترکمنستانه افغانستان ته د بریښنایي انرژۍ لیږد، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلیو د تړلو، د لاجورد لارې بیارغونه، د هوايي چلند په برخه کې همکاري او د ټاپي پروژې پلي کېدل هغه مسایل دي چې د هېواد ماليي وزیربه یې عشق اباد ته په دغه سفرکې د ترکمنستان له چارواکو سره مطرح کړي.

د ماليي وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي دا یو مهم سفر ګڼي او وايي چې دواړه هېوادونه د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته لیواله دي.

ترکمنستان ته د ماليي وزیراکلیل حکیمي له روانیدو وروسته ښاغلي عبدالرحیمزي ازادي راډيوته وویل چې د دغه سفرپه جریان کې به د ټاپي پروژې په وړاندې د شته ستونزو په لرې کولو هم خبرې وشي:

((دواړه لوري په دغه سفرکې په سوداګرۍ، ګمرکونو، کانونو، اوبو او انرژۍ، ټرانسپورت، مخابراتو، کرنې پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې هر اړخیز خبرې کوي، په دغه سفرکې د دواړو هېوادونو ګډه اعلامیه هم لاسلیکیږي، د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه پروژه ده چې اغیزې یې یوازې په افغانستان نه بلکې په ټوله سیمه لویږي نو دواړه لوري به په دې برخه کې د شته ستونزو په حل هم خبرې وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ترکمنستان د جمهورریس قربان قلي بردي محمدوف په وروستي سفر کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په شمول پنځه تړونونه لاسلیک شول.

په ورته وخت کې د سام یا د لوړ رتبه چارواکو او ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په غونډوکې چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په کابل کې جوړې شوې هم د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو د افغانستان په اقتصادي بسیاینې او د سوداګرۍ چارو په پراختیا خبرې وکړې.

په دې غونډو کې د نړېوالې ټولنې او افغان لوري له خوا دوه اړخیزه ژمنې هم وشوې.

په همدې حال کې یو شمېرکارپوهان یو د بل هېواد ته د افغان او ترکمنستان چارواکو وروستی سفرونه هیله بخښونکي ګڼي وايي چې دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ لیوالتیا ډيره شوې ده.له دې ډلې سهراب بهمن ازادي راډيو ته وویل:

((په دې ځای کې ډيرسوداګریز فرصتونه دي، دوی باید لومړی په دوه اړخیزو او وروسته د نورو هېوادونو سره په څو اړخیزو اړیکو ټینګار وکړي، له دې سره دوی دې د لنډمهاله پروژو د تطبیق هڅې وکړي چې هغه د عملي کیدو ښې زمینې لري.))

افغان څیړونکي ټینګارکوي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د بهرنی پانګونې جذب د ملي وحدت حکومت د مشرانو پاملرنې ته اړتیا لري هغه چې دوی هم ورته په خبرو کې اشاره کوي.

دوی وايي، هرکله چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان د افغانستان طبیعي سرچینو او اقتصادي فرصتونوته پا م وکړي نه یواځې دا چې په دې کارسره به ګټه وکړي، بلکه له دې سره به دواړه هېوادونوته پر ځان د بسیاینې زمینه هم برابره شي.
یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG