د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

حکیمي وايي د وارسا او بروکسل غونډو لپاره یې غوښتنې منل شوي


د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې د وارسا او بروکسل غونډو لپاره یې غوښتنې په لومړنیو ناستو کې منل شوي دي.

د ماليې وزیر د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان حکومت تر۲۰۲۴ میلادي کاله پورې د نړیوالو مرستې خپلولو ته خوشبین دی او ورته یې ښه پلان جوړ کړی دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې که افغان حکومت هم نړیوالې ټولنې ته د فساد ضد ورکونکي ژمنې عملي کړي دا مرستې به له پخوانیو هغو ګټورې تمامې شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي که ژمنې عملي شي کېدونکې مرستې به ګټورې تمامې شي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي که ژمنې عملي شي کېدونکې مرستې به ګټورې تمامې شي.

افغان حکومت غواړي چې د تحول په لسیزه کې په دوامدار ډول تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې د دې مرستو تر لاسه کېدو لپاره یې د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل نړیوالو غونډو ته چمتوالی بشپړ کړی او دا پلان د نړیوالو له خوا هم منل شوی دی.

ښاغلي حکیمي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان حکومت به د وارسا او بروکسل په غونډو کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د داسې مرستو غوښتنه وکړي چې د پخوانیو مرستو په اندازه وي او د افغانستان د بودجې له خوا مصرف شي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"هغه ژمنې چې زموږ د نړیوالو دوستانو له خوا لږترلږه تر ۲۰۲۴ کاله پورې کیږي د هغې ټول اسناد وروستي شوي او زموږ انتظار دا دی چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې خپل تولیدات لوړ کړو او د ځواکونو لګښتونه د خپلو امکاناتو او بودجې څخه تامین کړو."

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی حکیمي د دغو غونډو د ښه تنظیم په خاطر واشنګټن، فرانکفورټ، بروکسل او جاکارتا ته سفرونه کړي دي.

د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې د دغو غوښتنو په بدل کې نړیواله ټولنه د افغان حکومت څخه څلور کلنې انکشافي او د فساد ضد عملې طرحې غواړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د وارسا غونده په راتلونکې جولای میاشت کې او د بروکسل غونډه په راتلونکې اکتوبر میاشت کې جوړه شي.

له دې وړاندې د سام په نوم د مرستندویه هېوادونو غونډه د حمل په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه او افغان حکومت د ملي بودجې له لارې د پنځوس فیصده مرستو د لګښت ژمنه تر لاسه کړه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي چې که افغان حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي له افغانستان سره کیدونکي مرستې به ګټورې تمامې شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"بدبختانه موږ تر اوسه پورې یو مثبت داسې بدلون چې زموږ قناعت حاصل کړي د حکومت له لوري نه دی لیدلای، بودجوي واحدونو او نړیوالو مرستو ته وار دمخه شرطونه او د فساد ضد طرحه ګټوره ده هغې چې زموږ هېواد یې بدنام کړی دی."

افغان حکومت وايي، په یادو غونډو کې د مرستندویه هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ، بیارغونې او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې نوې ژمنې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وايي چې دا ممکن د افغانستان لپاره وروستی چانس وي چې د بهرنیو مرستو د لګښت شفافیت او اهمیت ثابت کړي.

ښاغلي واحدیار ازادي راډيو ته وویل چې له دې وړاندې افغانستان سره مرسته شوي ډيرې پیسې شخصي جیبونو ته تللي او له همدې امله اوس د نړیوالو باور تر لاسه کول تر پخوا سخت شوي دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG