د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

عبدالرحیمزی: د بودجې د کسر مخنیوي لپاره یولړ پروګرامونه جوړ شوي


د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د بودجې د کسر د مخنیوي او نړېوالې ټولنې ته يې د ژمنو د پوره کولو په خاطر؛ یو لړ نوي پروګرامونه جوړ کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د کورني عوایدو د زیاتوالي او د بودجې د کسر د مخنیوي لپاره به دا ځل د لنډ مهال لپاره یو لړ نوي پروګرامونه پلي کړي.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وايي؛ د حکومت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره؛ د ملي بودجې له لارې د نړېوالو د مرستو لګښتونه، د نړېوالې ټولنې په شرطونو کې شامل دي.

ده د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ هڅې پیل شوي چې عواید په سمه توګه راټول شي؛ څو د بودجې د کسر مخه ونیول شي:

((موږ غواړو په ټولو برخو کې عواید په ښه او شفافه توګه راټول کړو؛ دا کار به عواید هم زیات کړي او د بودجې د کسر مخه به هم ونیسي؛ همدارنګه یولړ نور پروګرامونه هم لرو چې له ترسره کېدو سره به یې ښې نتیجې ترلاسه او په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې به د افغانستان په اړه جوړیدونکي کنفرانس ته له لاسته راوړنو سره ورشو.))

عبدالرحیمزي د بودجې په لګولو کې ځینو ستونزو ته اشاره وکړه او ويي ویل چې حکومت تصمیم نیولی چې د فساد پروړاندې مبارزه پراخه او جدي کړي.

ده داهم وویل، د روان کال د بودجې کسر د اندیښنې وړ نه دی او حکومت کولی شي چې د یولړ پلانونو په عملي کولو دغه ستونزه اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان بانک د سوداګرۍ د توازن توپیر؛ د څلورنوي او شپږنوي ترمینځ ښودلی دی.

د سام یا د لوړپوړ چارواکو په ناسته کې چې تېره اوونۍ په کابل کې جوړه شوې وه؛ د مرستو د جلبولو لپاره د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمینځ یو لړ ژمنې هم وشوې.

د دولت د ټولو لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو ثبتول؛ د تدارکاتو د قانون جوړول، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کار پیل؛ ولایتي بودجه ترتیبول، د کال ترپاې پورې د فساد پرضد اقدامات؛ په عدلي او قضايي ارګانونو کې بدلون راوستل او داسې نور، هغه ژمنې دي چې افغان حکومت نړېوالې ټولنې ته ورکړي دي.

بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي باوري نه دي چې کواګې افغان حکومت به دغه ژمنې پوره کړي.

د دې جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون غړي بازمحمد جوزجاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((د مالیاتو لوړول عواید نه شي لوړوالی؛ حکومت په خپل منځي اختلافونو اخته دی او نه شي کولی اقتصادي برخوته سمه توجه وکړي؛ دلته اوس هم مالیات د نورو هېوادونو په نسبت زیات دی حال دا چې خدمات نشته.))

افغان چارواکي ډاډ څرګندوي چې د نویو پلانونو له پلی کېدو سره به مالي ستونزې کمې شي.

خو کارپوهان وايي، تر هرڅه ضروري ده چې د حکومت مشران یو تر بله سیاسي اختلافات له مینځه یوسي او د عایداتو زیاتولو ته سنجول شوې پالیسۍ جوړې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG