د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

افغان حکومت: بې‌اسناده وسایط ثبت او مالکان‌یې بایومټریک کېږي


د افغانستان امنیت شورا پرېکړه کړې چې ټول بې‌اسناده وسایط ثبت او راجسټر شي.

دغه‌راز پرېکړه شوې چې د وسایطو د مالکانو هویت هم باید د بایومټریک له لارې تثبیت شي.

د بې‌اسناده وسایطو او مالکانو یې د ثبت او راجسټر پلان په دوه اوونیو کې برابرېږي.

د افغانستان امنیت شورا، کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو او په تخنیکي چارو کې د جمهور رئیس مشاور ته وظیفه ورکړې چې په دې هکله یو اجرائیوي پلان جوړ کړي.

د جمهوري ریاست اعلامیه وايي چې د امنیت شورا د سې شنبې ورځې په غونډه کې د بې‌اسناده وسایطو په شمول د ټولو وسایطو ثبت او راجسټر او د بایومټریک له لارې یې د مالکانو د هویت تثبیت تائید شول.

​د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې دغه کړنلاره چې د امنیت شورا له‌خوا له نورو ادارو سره په هماهنګي جوړه شوې ده په ټولو وسایطو تطبیقېږي او امنیتي ادارو ته صلاحیت ورکوي چې د وسایطو مالکان پرته له کوم قید او شرطه راجسټر او د مالکانو هویت‌یې د بایومټریک له لارې تثبیت کړي.

بل‌خوا د کابل د ترافیکو د مدیریت مرستیال وايي چې د بې‌اسناده وسایطو د تګ راتګ د مخنیوي زیارونه‌یې پلازمېنه کې ګڼ کړي دي.

سمونوال عبدالقادر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د بایومټریک وسایل هم اماده شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو شمېر ستونزې موږ هم لرو او هغه دا چې په کابل کې یو شمېر بې‌اسناده وسایط شته خو په ښار کې ډېر کم لیدل کېږي، په دوامداره توګه لوی او واړه عملیات لرو، په کابل کې بې‌اسناده نقلیه وسایطو ته اجازه نه‌ورکوو، کېدای شي په ځینو ولایتونو کې دغه ډول وسایط وي چې دقیقه شمېره‌یې نه‌ده معلومه، که چېرې تصمیم دا وي چې د لایسنس د غوښتونکو په څېر د وسایطو مالکان هم بایومټریک شي نو د ترافیکو اداره په دې هکله کومه ستونزه نه‌لري، دغه امکانات هم په کابل او هم په ولایتونو کې شته دي."

د کابل د ترافیکو دغه چارواکی زیاتوي چې هره واسطه چې له بهره هېواد ته داخلېږي باید په شلو ورځو کې ثبت او راجسټر شي.

د افغانستان امنیت شورا د وسایطو ثبت او راجسټر د ترورېستي اعمالو او خصوصاً د انتحاري بریدونو د مخنیوي لپاره مهم ګڼي او وايي چې دغه کار له امنیت سره مرسته کوي.

بل‌خوا د بلخ د ترافیکو مدیریت وايي چې سلګونه بې‌اسناده وسایط‌یې درولي دي.

جنرال اسدالله د بلخ د ترافیکو مدیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه ډول وسایط نسبت پلازمېنه او لویو ښارونو ته په لیرې پرتو ولسوالیو کې ډېر دي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو شمېر دغه وسایط د مزارشریف په ښار کې هم وو، موږ شااوخوا اووه سوه بې‌اسناده موټر او موټر سایکلونه ګمرک ته لېږلي دي او دغه پروسه روانه ده."

حکومت په وروستیو کلونو کې د بې‌اسناده او د تورو شیشو وسایطو په ګرځېدو راګرځېدو څو ځلې بندیز لګولی دی.

خو ځیني لوړ رتبه چارواکي او زورواکي هم له دغه ډول وسایطو کار اخلي.

په افغانستان کې د پام وړ بې‌اسناده او د تقلبي نمبر پلېټ وسایط شته خو دقیق شمېر يې نه‌دی معلوم.

XS
SM
MD
LG