د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د واټونو د خوندیتوب اوونۍ؛ تېر کال د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر ډېر شوی


ارشیف، د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو مسافرو وړونکو موټر ټکر چې له امله‌یې مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
ارشیف، د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو مسافرو وړونکو موټر ټکر چې له امله‌یې مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مې له ۱۷مې نېټې د واټونو د خوندیتوب اوونۍ پیلېږي، خو په افغانستان کې سره له دې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د واټونو او سړکونو د جوړونې په برخه کې ډېرې پیسې مصرف شوي، لا هم په دغه هېواد کې د سړکونو خراب وضعیت او په ترافیکي پېښو کې د تلقاتو د لوړې کچې له امله نیوکې موجودې دي.

کم بري او غیر معیاري سړکونه او د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی په دې برخه کې مهم انتقادونه دي.

په افغانستان کې د ترافیکو عمومي ریاست وايي چې د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر تېر کال د وړم کال په پرتله ډېر شوی دی.

د افغانستان د ترافیکو عمومي رئیس نورالله مراد ازادي راډیو ته وویل چې د تلفاتو د زیاتوالي یو لامل په هېواد کې کم بري او غیر معیاري سړکونه دي.

ښاغلی مراد زیاتوي: "په ۱۳۹۸ لمریز کال کې موږ ۲،۰۹۰ ترافیکي پېښې درلودې چې ۱،۰۸۱ کسان په‌کې وژل شوي و او ۱،۷۹۵ په‌کې ټپیان وو، خو دا رقم په ۱۳۹۹ لمریز کال کې زیات شو. موږ په دې کال کې ۲،۲۳۶ ترافیکي پېښې درلودې چې په ترڅ کې یې ۱،۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱،۹۳۴ کسان ټپیان شوي دي."

ارشیف، د کابل-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه
ارشیف، د کابل-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه

د نوموړي په وینا د سړکونو د تنګوالي سربېره د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د موټر چلولو پر مهال د موټر چلوونکو له‌خوا د نشه‌يي توکو کارول هم د ترافیکي پېښو د کچې د لوړېدو لامل شوي دي.

د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست د تخنیکي کارکوونکو استخدام او د سړکونو په جوړولو کې تخنیکي مشورې هم مهمې ګڼي.

خو د افغانستان روغتیا وزارت بیا په تېر یو کال کې د هغو ترافیکي پیښو له امله چې له دوی سره ثبت دي د تلفاتو شمېر کم ښيي.

د دغه وزارت ویاند محمد عثمان طاهري وايي: "په تېر کال کې په ټول افغانستان کې ۲۵،۹۱۱ ترافیکي پېښې له روغتیا وزارت سره ثبت شوي چې په ۵۴۸ کسان وژل شوي دي."

خو ښاغلي طاهري ونه‌ویل چې دغه ترافیکي پېښې په کومو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

کابل د څو ملیون نفوس په درلودلو سره د افغانستان تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی، خو داسې انتقادونه شته چې د ښار سړکونه د موجوده موټرو لپاره ځواب نه‌شي ویلی او ډېر کله د ترافیکي ګڼې ګوڼې او په ساعتونو ساعتونو د لار بندۍ لامل کېږي.

ارشیف، کابل ښار کې یو ترافیک د موټر چلوونکو د مسیر د معلومولو او هغوی ته د لارښوونې پر مهال
ارشیف، کابل ښار کې یو ترافیک د موټر چلوونکو د مسیر د معلومولو او هغوی ته د لارښوونې پر مهال

هڅه مو وکړه چې د پلازمېنې سړکونو په اړه د کابل ښاروالۍ د چارواکو نظر هم واخلو، خو مسؤلینو سره په خبرو بریالي نه‌شوو.

خو د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۲۴ زره کیلومتره سړکونه قیر او جوړ شوي دي.

د دې وزارت ویاند خلیل امېد ازادي راډیو ته وویل: "د دې سړکونو ۱۰ زره کیلومتره په اساسي ډول قیر شوي او پاتې نور باندې یې ریګ اچول شوی دی، په دې کې حلقوي ملي او سیمه‌ییزو سړکونه هم شامل دي چې د کابل او ولایتونو او د سیمې له هېوادونو سره‌یې ترانزیت اسانه کړی."

د نوموړي په خبره د افغانستان د حلقوي سړک په جوړولو کې چې ۱۸ کاله مخکې یې د جوړولو چارې پیل شوې وې پرمختګ شوی، خو په اړه‌یې ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

د افغانستان حلقوي سړک کابل له میدان وردګو، غزني، زابل، هلمند، کندهار، فراه، نیمروز او هرات ولایتونه سره نښلوي.

دا حلقوي سړک بیا بېرته له هرات نیولې، بادغیس، نیمروز، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او پروان ولایتونه له کابل سره نښلوي.

ارشیف، د چین او افغانستان ترمنځ د سړک جوړولو چارې
ارشیف، د چین او افغانستان ترمنځ د سړک جوړولو چارې

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په وروستیو کلونو کې د سړکونو جوړول د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او د اړیکو د پراختیا لامل شوي او ډېری اسانتیاوې یې هم برابرې کړې دي.

خو په ورته وخت کې دا انتقادونه هم شته چې په ډېریو سړکونو ترافیکي نښې او اشارې نه‌شته، هغه څه چې د ترافیکي پېښو په مخنیوي او کمولو کې مهمې ګڼل کېږي.

که څه هم حکومتي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د جوړو شویو سړکونو کیفیت ښه دی، خو ځیني کارپوهان د دې سړکونو په څارنه ټینګار کوي.

دوی د سړکونو د ویجاړېدلو لوی لاملونه د کانالېزاسیون سیستم نشتوالی او دغه‌شان د سړکونو په غاړه د موټر مینځلو لپاره جوړ شوي ځایونه بولي او انتقاد کوي چې سړکونه د یو هر اړخیز پلان له مخې نه‌دي جوړ شوي.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالېسۍ پخواني رئیس محمد یاسین نیازي ازادي راډیو ته وویل: "په سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې لامل دا دی چې سړکونه ماستر پلان سره سم نه‌دي جوړ شوي. د مثال په ډول موږ لا همدا اوس د کابل په ماستر پلان کې داسې سړکونه لرو چې لاس هم نه‌دی وروړل شوی. که چېرې دا سړکونه د موجوده ماستر پلان سره سم جوړ شي، ترافیکي ستونزې هوارېږي."

ارشیف، د خوست-ځاځي میدان سړک
ارشیف، د خوست-ځاځي میدان سړک

په افغانستان کې د سړک جوړونې کارپوهان وايي چې حکومت باید د سړکونو رغولو لپاره ټول معیارونه په پام کې ونیسي ترڅو له یوې خوا سړکونه ژر ویجاړ نه‌شي او له بلې خوا د انساني تلفاتو او ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.

دوی د افغانستان د سوداګرۍ په وده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره‌یې په وصلولو کې د سړکونو په رول ټینګار کوي او دا خورا مهم ګڼي.

XS
SM
MD
LG