د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

چارواکي: تېرو دوو میاشتو کې ۱۵۰۰ ترافیکي پېښو ۴۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ترافیکو مسئولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې نږدې ۱۵۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.

د کابل د ترافیکو رییس خان محمد شینواری ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه ترافیکي پېښې د روان کال په حمل او ثور میاشتو کې شوي چې په ترڅ کې یې له ۱۷۰ زیات کسان مړه شوي او نېږدې ۲۵۰ ژوبل شوي دي.

په افغانستان له جګړو او کرونا ویروس تر څنګ ترافیکي پېښو هم د خلکو ژوند تریخ کړی او په دېر شمېر تلفات ترې اخلي.

د دغه هیواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د ټولو په ځانګړي ډول د لویو لارو د موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ شکایت کوي وايي، چې ترافیکي پېښې ډېرې شوي او وجه یې هم د موټر چلونکو له خوا د ترافیکي قوانینو په پام کې نه نیول دي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې مرسل وايي: "دا موټر چلوونکي چې په لویو لارو او په ښار کې په واتونو موټرې چلوي ترافیکي مقررات په پام کې نه نیسي، خپل محافظتي کمربندونه نه تړلي، سرعت یې زیات وي او سپرلۍ هم ډېرې پورته کوي چې په دې توګه پېښې رامنځته کېږي او د خلکو ژوند اخلي، هیله مو له دوی دا ده چې ترافیکي اصول په پام کې ونیسي."

د کونړ ولایت اوسېدونکی اسماعیل خان هم له موټر چلوونکو ورته غوښتنه لري.

هغه وايي: "د جلال اباد - کابل په لویه لاره، د کونړ - جلال اباد په لویه لاره هره ورځ بې شمېره ټکرونه کېږي، لامل یې دا دی چې موټر چلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي، او تیز رفتار کوي، چې بې شمېره افغان کورنۍ د ویر په تغر کېنوي."

خو د لویو لارو موټر چلوونکي بیا خپله بې غوري نه مني او د لارو خرابولی د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل ګني.

موټر چلوونکی محمد اکرام وايي: "د کابل غزني د لارې یو موټر چلوونکی یم، په لاره کې د ماینونو له وجې کندې رامنځته شوي چې د بارانونو او واورو له وجې لویې شوي، له همدې امله موټرونه ډېر ټکرېږي او خلک وژل کېږي، زمونږ له دولت دا هیله ده چې دا لارې جوړې کړي، هم به مونږ منرل ته په وخت رسېږو او هم ټکرونه کم شي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د فواید عامې وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

د افغانستان د ترافیکو مسئولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې نېږدې ۱۴۳۶ ترافیکي پېښې شوې دي.

د کابل د ترافیکو رییس خان محمد شینواری ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه ترافیکي پېښې د روان کال په حمل او ثور میاشتو کې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په ټولیز ډول ۱۴۳۶ ترافیکي حادثې شوې دي چې ۱۷۶ کسان په کې مړه شوي او ۲۴۴ کسان هم ټپیان شوي دي."

ښاغلی شینواری وايي، چې مړه شویو او ژوبل شویو دواړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی په دې شمېر ترافیکي پېښې د اندېښنې وړ ګڼي او د موټر چلوونکو له خوا په جدي ډول د ترافیکي مقرراتو په پام کې نیولو ټینګار کوي.

د یادونې ده چې د ازادي راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې یواځې د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې په فراه او فاریاب ولایتونو کې د تراقیکي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د تقنیني چارو د کمېسیون رییس غلام فاروق نظري ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې تر څنګ چې د موټر چلونکو په بې غورۍ د دوی له خوا د ترافیکي اصولو د پام کې نه نیولو په موضوع انتقاد کوي، د ترافیکو مسئولین هم په دې برخه کې پړ ګڼي.

نوموړی وايي، چې ډېریو داسې کسانو د موټر چلونې جوازونه تر لاسه کړي چې قانوني پروسه یې نه ده بشپړه کړې او نه هم د موټر چلولو په اصولو او قوانینو پوهېږي.

XS
SM
MD
LG