د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ترمذ کې د افغانستان-ازبکستان سوداګريز مرکز پرانيستل؛ يوشمېر افغانان يې مثبت ګام بولي


د ياد مرکز د پرانيستل کېدو يو انځور
د ياد مرکز د پرانيستل کېدو يو انځور

یوشمېر افغانان د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره یو مثبت ګام بولي.

د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز له پرانستو وروسته، یوشمېر افغانان وايي، د ازبکستان ترمذ ښار ته له ویزې پرته سفر کول او له دغه مارکېټ څخه پېر د دوی لپاره بې‌مخينه تجربه وه.

"کله چې پولې ته ورسېدم او غوښتل مې ولاړ شم، زموږ ګڼ‌شمېر هېوادوال له هر ځایه له خپلو پاسپورتونو سره راغلي و
له ياد مرکز يو تن ليدونکی افغان

دوی د دغه بازار پرانیستل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره یو مثبت ګام بولي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی سید وحید سادات د ازبکستان ترمذ ښار ته د خپل وروستي سفر او د ترمذ نړیوال سوداګریز بازار ته د تګ په اړه ازادي راډيو ته وويل: "کله چې پولې ته ورسېدم او غوښتل مې ولاړ شم، زموږ ګڼ‌شمېر هېوادوال له هر ځایه له خپلو پاسپورتونو سره راغلي و او ډېر خوښ و چې لږ تر لږه موږ کولای شو، له يوې پولې تېر شو او د یوه هېواد بازار ته پرته له ویزې ولاړ شو."

خو د ذبیح‌الله په نوم يو بل افغان چې د ترمذ سوداګريز مرکز څخه يې ليدنه کړې د ورته خبرو تر څنګ ازادي راډيو ته وویل: "له بده‌مرغه دا بازار په‌داسې وخت کې جوړ شوی، چې د افغانستان خلک په ډېر خراب اقتصادي حالت کې دي، شاید ورته لېواله وي او لکه تفریح له بازار څخه لیدنه وکړي، خو محدود شمېر به یو څه واخلي."

شاوخوا شپږ اوونۍ وړاندې د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د طالبانو حکومت او د ازبکستاني چارواکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد مرکز د پرانيستو پر مهال وويل، د دغه مرکز پرانيستل د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې او کاري فرصتونه پراخوي.

د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغان پلورونکو شاوخوا ۳۰ پلورنځي شته، چې یوشمېر کرنیز محصولات، تولیدات او د افغانستان لاسي صنایع په‌کې پلورل کېږي.
د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغان پلورونکو شاوخوا ۳۰ پلورنځي شته، چې یوشمېر کرنیز محصولات، تولیدات او د افغانستان لاسي صنایع په‌کې پلورل کېږي.

د افغانستان او ازبکستان په پولو کې د ازادې سوداګرۍ حوزې د جوړولو په برخه کې د تېر جمهوري نظام پر مهال یو هوکړه لیک لاسلیک شوی و، خو دغه مرکز اووه کاله وروسته پرانیستل شو.

"موږ پخوا د مشتریانو سره یو لړ ستونزې درلودې چې غوښتل یې له موږ سره وویني او موږ نه‌شوای کولای، ځکه د ویزې او د تګ راتګ ستونزې وې
يو افغان سوداګر

د ځينو کورنیو رسنيو د راپورونو له‌مخې، په دغه نړيوال سوداګريز مرکز کې د ٧٥ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، په څلورو بلاکونو کې درې زره او پنځه سوه دوکانونه جوړ شوي، چې پلورنځي، رستورانتونه، مېلمستون او يو روغتيايي مرکز او د سوداګرۍ ښې اسانتياوې په‌کې دي.

په خپرو شویو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې، ترمذ ښاره پورې د سفر لپاره افغانان د ازبکستان ویزې ته اړتیا نه‌لري.

د یوسف قادري په نوم یو افغان سوداګر چې د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې یې د افغانستان تولید دیګ بخارونو پلورنځی لري، ازادي راډیو ته يې وویل: "موږ پخوا د مشتریانو سره یو لړ ستونزې درلودې چې غوښتل یې له موږ سره وویني او موږ نه‌شوای کولای، ځکه د ویزې او د تګ راتګ ستونزې وې، دې بازار زموږ لپاره اسانتیا رامنځته کړه چې موږ کولی شو له ازبکستاني، قزاقي، اوکرایني ، بلاروس مشتريانو سره وګورو او تړون لاسلیک کړو."

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس اسدالله اسدي وايي، دا مهال د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغان پلورونکو شاوخوا ۳۰ پلورنځي شته، چې یوشمېر کرنیز محصولات، تولیدات او د افغانستان لاسي صنایع په‌کې پلوري.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه مرکز پرانیستل د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړين وبلل.

هغه وايي: "د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه د ازاد زون سوداګریز مرکز پرانیستل د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې خورا اړين رول لوبوي، دا مرکز زموږ د کرنیزو محصولاتو، تولیدي محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارې لپاره غوره ځای دی. همدا رنګه دا مرکز د منځنۍ اسیا او لیرې پرتو هېوادونو سره د تړونونو د لاسلیک لپاره مخامخو لیدنو کې غوره رول لوبولی شي."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره د پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.

وخت په وخت دواړو هېوادونو د نندارتونونو په جوړولو سره خپل محصولات معرفي کړل، چې تر ټولو وروستی یې په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو درې ورځنی نندارتون و، چې د روان کال په زمري میاشت کې جوړ شوی و.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۸مه د دغه هېواد د لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف په مشرۍ د ازبکستان یو لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و او دواړو لورو هوکړه وکړه چې، د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ اندازه به روان زېږدیز کال کې یو میلیارد ډالرو او په راتلونکو درې کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG