د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د پاکستان له لوري پر تازه مېوو د تعرفې لوړېدل؛ افغان سوداګر: لا هم ستونزې شته


تورخم دروازه
تورخم دروازه

په‌داسې حال کې چې په ګاونډي پاکستان کې د افغانستان پر مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو د معافېدو خبرونه ورکړل شوي، خو افغان سوداګر دا خبرونه نه تاییدوي.

داسې ښکاري، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لا هم د سوداګرۍ او ګمرکي تعرفو په برخه کې پرتې ستونزې حل شوي نه‌دي.

په وروستیو کې په پاکستان کې د افغانستان پر مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو د لغوه کېدو خبرونه ورکړل شوي، خو افغان لوری یې نه مني.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون په هرات کې د پاکستان سرقونسل او د پاکستان د تجارتي اتشې کوثر علي زاهد په وینا راپور ورکړی، چې زاهد د هرات لپاره د طالبانو له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره په کتنه کې ویلي: "په پاکستان کې د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو په ځانګړې توګه انارو، انګورو، شفتالو او رومي بانجانو پر وارداتو ګمرکي تعرفه صفر شوې ده."

"پاکستان کې زموږ پر مېوو ګمرکي تعرفه نه‌ده راټیټه شوې، د پخوا په شان جګه ده، ټکسونه جګ دي، ایالتي ټکسونه هم ترې اخلي او تعرفه یې ډېره جګه ده
خان جان الکوزی

په خبر کې ویل شوي د هرات لپاره د طالبانو والي پاکستان کې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفې د صفر کېدو هرکلی کړی او دغه کړنه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مشر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان پر مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو معافېدل ناسم خبر دی.

نوموړی وايي: "پاکستان کې زموږ پر مېوو ګمرکي تعرفه نه‌ده راټیټه شوې، د پخوا په شان جګه ده، ټکسونه جګ دي، ایالتي ټکسونه هم ترې اخلي او تعرفه یې ډېره جګه ده، یوازې دومره ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ درې میاشتې مخکې په‌دې توافق شوی، چې د افغانستان پر لس قلمه او د پاکستان پر شپږ قلمه تعرفه صفر شي، خو تر اوسه عملي شوې نه‌ده. دا اوس چې ستاسو سره خبرې کوم، هغه پخوانی سیسټم روان دی."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

په تېره چنګاښ/سرطان میاشت کې راپورونه ورکړل شول، چې پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفې څو برابره لوړې کړې دي.

خان جان الکوزي هغه وخت ازادي راډیو ته ویلي وو، دغه ګمرکي تعرفې ۱۵ برابره زیاتې شوې دي.

د تازه مېوو یوه سوداګر رفیع‌الله ازادي راډیو ته ویلي، پخوا پر یو ټن زردالو ۱۴زره پاکستانۍ کالدارې تعرفه وضع کېدله، خو اوس دا اندازه نږدې ۵۳زرو کالدارو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د تازه مېوو بل سوداګر، محمد یمین حمیدي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی پرون هم لوړې ګمرکي تعرفې ورکړي.

نوموړی وايي: "دا اوازه دلته ځینو ګروپونو کې خپره شوې وه، خو سمه نه‌ده، تر هغه ځایه چې اطلاع لرم او تورخم یا پاکستان کې مې خبرې وکړې، تعرفه صفر شوې نه‌ده، د دې کار امکانات نه‌شته."

افغانستان له پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیت کې نورې ستونزې هم لري، چې هغه وخت ناوخت د افغانستان د مالونو پرمخ د تورخم او نورو دروازو تړل دي.

نږدې هر کال د مېوو په موسم کې د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو پرمخ دغه دروازې تړل کېږي، چې له کبله یې افغان سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اوړي.

په وروستیو کې پر دغو دروازو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پر ځای د ټاډ سند لازمي ګڼل شوی دی.

د ټاډ (TAD- Temporary Admission Document) په نوم د دغه لنډمهاله سند په مرسته افغان او پاکستاني موټرچلوونکي کولی شي د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته پر دغو دروازو تګ راتګ وکړي، خو په هرو شپږو میاشتو کې باید دغه لنډمهاله سند د ټاکلې اندازې پیسو په بدل کې تمدید کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG