د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې د منځنۍ اسيا د لارې تړل کېدو خبرداری ورکړ


د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې
د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر وړاندې د منځنۍ اسیا د لارو د تړل کېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د کرنیزو توکو پر وړاندې د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم‌مهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دې ستونزې ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې، د پاکستان پر وړاندې به د منځنۍ اسیا هېوادونو لارې وتړي.

د دغه وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲مه په لوګر کې یوې ناستې ته ویلي، د افغانستان د کرنیزو توکو د فصل له رسېدو سره هم‌مهاله د پاکستان له لوري له ستونزو سره مخامخ کېږي.

تېر کال چې ښې مڼې نورو هېوادونو ته تلې یو من یې ۳۰۰ افغانۍ وې، خو اوس ۸۰ افغانۍ دي،
د پروان يو تن بڼوال

ستانکزي په دغه ناسته کې له پاکستانه وغوښتل چې د مېوو او سبزیو د فصل له رسېدو سره خپلې سوداګریزې لارې د افغانستان د زراعتي توکو پر وړاندې ونه‌تړي، څو افغان سوداګر د پاکستان خلکو او له هغه ځایه هند او نورو هېوادونو ته خپل توکي ولېږدوي.

هغه زیاته کړه چې د لاړو تړل د دواړو خواو په زیان دي، خو که بیا هم دوام کوي نو دوی به د پاکستان پر وړاندې د منځنۍ اسیا لارې وتړي.

دا څرګندونې په‌داسې حال کېږي چې یوشمېر بزګران او بڼوال او سوداګر ازادي راډیو سره په خبرو کې په کور دننه د کرنیرو توکو د بازارونو د نه موجودیت او صادراتو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي.

د پروان ولایت یو بڼوال عتیق‌الله ازادي راډیو ته وویل: "تېر کال سوداګرو خپل استازي استول، بسته‌بندي یې کوله او کارتن کول یې، خو سږ کال هيڅ بازار نه‌شته، تېر کال چې ښې مڼې نورو هېوادونو ته تلې یو من یې ۳۰۰ افغانۍ وې، خو اوس ۸۰ افغانۍ دي، خلک د هغې د اخيستلو توان هم نه‌لري، اوس د باندې هم نه صادریږي د خلکو اقتصاد صفر دی پېرلی یې نه‌شي، ما تېر کال د ۳ لکو انګور پلورلي و خو سږ کال یو لک روپۍ مې هم نغدې نه‌کړې."

په کندهار کې یو کارګر د الوچو د بسته بندۍ پر مهال
په کندهار کې یو کارګر د الوچو د بسته بندۍ پر مهال

په کندهار ولایت کې یو بڼوال او د تازه مېوې صادرونکی حاجي عبدالاحد هم د ورته اندېښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "په کور دننه مو توکي خرڅ کړل خو قېمت یې نه درلود، بهر ته مو صادارات نه لرل او تر ډېره په کور دننه متکي و چې په هېواد کې دننه مصرف شي، خو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی، دوی په کوم قېمت زموږ انګور او یا انار واخلي، زما په ګډون ټولو بڼوالو هغه لګښتوته چې په خپلو باغونو کې یې کړي وو، نه‌دي پوره کړي."

"موږ د انګورو صادرات لرو، ستونزې ډېرې دي د غلام خان لاره بنده ده، د تورخم لاره هم بنده ده
يو تن سوداګر

یو بل افغان سوداګر محمد رفیع وايي، سږکال یې چې کوم انګور غوښتل پاکستان ته صادر کړي په کانټینرونو کې له‌منځه ولاړل.

هغه وايي: "موږ د انګورو صادرات لرو، ستونزې ډېرې دي د غلام خان لاره بنده ده، د تورخم لاره هم بنده ده، سوداګرو ته میلیونه افغانۍ تاوان رسېدلی، زه پخپله یوه نیمه میاشت کېږي چې له‌دې ستونزې سره مخ یم، ټول مالونه مو خراب شول په کانټینرونو کې مو چې مالونه خراب شوي ايسته مو وغورځول."

د افغانستان د مالدارۍ او زراعتي تولیداتو د خونې مسوولین هم د بزګرانو او بڼوالو ستونزې مني.

د دغه خونې اجرایوي مشر محمد وسیم صافي ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه‌مرغه سږکال ښه حاصلات لرو، خو څو ځله د بندرونو تړل کېدو او د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ګمرکي تعرفو لوړوالي د کرنې سکتور ته لوی تاوان ورساوه او زموږ بزګران او بڼوال يې زیانمن کړل."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي هم د میزان د میاشتې په ۳مه ازادي راډیو ته ویلي و چې، د تورخم او او انګور اډې د لارو د خلاصون لپاره هڅو نتیجه ورنه‌کړه او سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان اوښتی دی.

د تورخم-پېښور لار د بېګياړۍ په سیمه کې شاوخوا اووه اوونۍ وړاندې د خلکو د احتجاج له کبله تړل شوې، چې د سوداګرو په خبره لاهم نه‌ده خلاصه شوې.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپلې اېکس پاڼه کې ویلي، د کرنې او مالدارۍ سرپرست عطاءالله عمري د چهارشنبې په ورځ د تازه مېوو له سوداګرو، بڼوالو او بزګرانو سره په کتنه کې ویلي چې، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره په خبرو بوخت دي، ترڅو د تازه مېوو په فصل کې ځانګړې بازارونه ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG