د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د تورخم او پېښور ترمنځ د لارې تړل کېدو ادعا؛ افغان سوداګر: پر تازه مېوو بار موټرې مو بندې پاتې دي


ارشيف
ارشيف

یو شمېرافغان سوداګر ادعا کوي چې د خیبرپښتونخوا په بیګياړي سیمه کې د لارې د تړل کېدو له امله یې سلګونه په تازه مېوو او سبزیو بار موټر بند پاتې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد د شنبې په ورځ د «اګسټ۲۴مه» له غرمې وروسته ازادي راډیو ته وویل، د خیبرپختونخوا په بیګاړۍ سیمه کې ځايي خلکو له دوه ورځو راهیسې لار تړلې ده.

د ښاغلي مخلص په خبره خلکو په‌دې پلمه چې ګواګې د پاکستان حکومت یې غوښتنې چې ده یې په اړه معلومات نه لرل، د نه منلو له امله تړلې ده.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بیګیاړي چک پوسټ سره لاره بنده ده، په لاره کې یې غټې تیږي اچولي، د لاریو د تګ راتګ مخه بنده ده، د افغان سوداګرو په تازه مېوو، سبزیو بار لارۍ ولاړې دي چې ټول د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي."

"زما خپله دوه کانټینره انګور د لواړګي په سیمه کې د لارې د بندېدو له کبله ولاړ دي تقریباً لس میلیونه تاوان ماته اوړي."
رفيع‌الله افغان سوداګر

د تازه مېوو سوداګر رفیع‌الله وايي، په انګورو بار دوه موټر یې د لارې د تړلو له کبله خراب شوي او نږدې لس میلیونه افغانۍ تاوان ور اوښتی دی.

هغه وايي: "زما خپله دوه کانټینره انګور د لواړګي په سیمه کې د لارې د بندېدو له کبله ولاړ دي تقریباً لس میلیونه تاوان ماته اوړي."

اخوا په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولین هم مني چې، د لارې د تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته ډېر تاوان رسېدلی، خو وايي هڅې روانې دي چې اوسنۍ رامنځته ستونزه ژر حل شي.

د يادې خونې همغږې کوونکي ضیاالحق سرحدی د شنبې په ورځ له غرمې وروسته په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ټولو سره په اړیکه کې یو چې ستونزه حل شي، په‌دې اقدام سره دلته ډېر موټر راټول شوي چې تازه میوې او سبزۍ په‌کې بار دي، هغه ټول خراب شول، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته کروړونه روپۍ تاوان رسېدلی دی، له‌دې وړاندې زموږ د سوداګرۍ کچه ۲،۵ میلیارده ډالره وه خو د ستونزو له کبله دغه کچه ورځ تربلې راکمېده او اوس دغه کچه ۶۰- ۷۰ کروړه ته رارسېدلې ده."

افغان سوداګر ادعا کوي چې له پخوا راهیسې د پاکستان حکومت د تازه مېوو او سبزو په موسم کې په بېلابېلو پلمو پر افغان سوداګرو ټرانزیټي لاري تړي.
افغان سوداګر ادعا کوي چې له پخوا راهیسې د پاکستان حکومت د تازه مېوو او سبزو په موسم کې په بېلابېلو پلمو پر افغان سوداګرو ټرانزیټي لاري تړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د تورخم ټرانزیټي لار د مېوو او سبزیو د لېږدېدونکو لاريو پر مخ تړل شوې او سوداګرو ته زیانونه اوړي.

افغان سوداګر ادعا کوي چې له پخوا راهیسې د پاکستان حکومت د تازه مېوو او سبزو په موسم کې په بېلابېلو پلمو پر افغان سوداګرو ټرانزیټي لاري تړي.

همدا تېره میاشت سوداګرو ته له‌دې امله هم درانه تاوانونه واوښتل، چې په تورخم کې د بار وړونکو موټرو چلونکو د ( تاډ) سند د نه‌شتون له امله اجازه نه ورکول کېده.

تاډ د تګ راتګ یو موقت سند دی چې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د هوکړې پر بنسټ د لویو موټرو چلوونکو ته ورکول کېږي او د پاسپورټونو او ویزو پر ځای د اعتبار وړ دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG