د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د اسراییل له‌خوا د ایران د تېلو تاسیسات نښه کول به پر نړیوال بازار څه اغېزه ولري؟


د ایران په خارک کې د تېلو ستر ترمینل
د ایران په خارک کې د تېلو ستر ترمینل

په داسي حال کې چې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د حملې احتمال ورکول کېږل، د ایران د تېلو وزیر د خپل هېواد د تېلو تر ټولو ستر ترمینل ته لاړ او د هغه له کارکوونکو سره یې ولیدل.

د ایران د تېلو وزیر محسن پاک نژاد په خارک ټاپو کې د ایران د تېلو تر ټولو پر ستر ترمینل د اسراییل د احتمالي برید په اړه د اندېښنو په منځ کې نن یکشنبې دې ټاپو ته لاړ.

د ایران د تېلو وزارت د رسمي خبري اژانس شانا د راپور له مخې، پاک نژاد د تېلو صنعت د تاسیساتو د لیدلو ترڅنګ په خارک ټاپو کې له مېشتو عملیاتي کارمندانو سره خبرې وکړې.

دا سفر د شنبې په ورځ د اسراییل د پوځ د ویاند له څرګندونو وروسته وشو چې ویې ویل، اسراییل به په مناسب وخت کې د ایران د تېرې اوونۍ د توغندويي بریدونو ځواب ووایي.

د ایران له برید وروسته، اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله وویل چې ممکن د ایران د تېلو پر تاسیساتو ځوابي برید وشي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل چې فکر نه کوي چې اسراییل دې لاهم د ځوابي برید د څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه کړې وي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د خارک د تېلو ټرمینل په یو وخت کې د ۹ ټانکر بېړیو د لنګر، او د ۲۳ میلیون بیرل اومو تیلو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

پر دې سربېره، دا ترمینل د ورځې تر ۱۰ میلیون بیرله ډېر اومه تېل مشتریانو ته وړاندې کوي.

چین، چې د متحدو ایالتونو بندیزونه نه مني، د ایران د تېلو اصلي پېرودونکی دی.

د شنونکو په وینا، چین د روان ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نیمایي کې له ایران څخه د ورځې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ بیرله تېل واردوي.

خو سره له دې چې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید په اړه اندېښنې څرګندېږي او ویل کېږي چې په بازار کې به تېلو ته تقاضا ډېره شي؛ کتونکي وايي چې د اوپیک غړي او همداراز روسیه د ایران د تېلو د تولید دوه برابره ظرفیت لري او کولی شي د ایران د تېلو کمېدا جبران کړي.

له بلې خوا، د اوپیک احصایې ښیي، سره له دې چې ایران د نړۍ د تېلو څلورم ستر هېواد دی، خو په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ د تېلو په تولید کې د ایران د تېلو د تولید ونډه په متوسط ډول له دوه نیم سلنې کم و او هېڅ کال د ایران د تیلو په تولید او صادراتو کې بدلون په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د نرخونو د پام وړ لوړوالي سبب شوی نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG