د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ګالانت: اسراییل په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد د ځمکنیو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي


په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانت په ضمني ډول وویل، اسراییل په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد د ځمکنیو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه پرون دوشنبې د اسراییل په شمال کې د ۱۸۸مې زغره والې لوا او د ګولاني د پلي لوا ځواکونو ته په خطاب کې وویل، د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله وژنه یو ډېر مهم ګام دی، خو دا هر څه نه دي.

د هغه په خبره، دوی به له خپلو ټولو وړتیاوو څخه چې لري یې کار واخلي.

د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانت
د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانت

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان د حزب‌الله د عمومي منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د دوشنبې په ورځ وویل چې دا ډله د لبنان په جنوب کې د اسراییل ځمکني برید ته چمتو ده.

دا ډله د امریکا له لوري ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي اتحادیې د حزب‌الله پوځي څانګه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

له بلې خوا د سوریې د بشري حقونو لندن مېشته څارونکې ډله وایي، د لبنان پولې ته نژدې د سوریې په یوه سیمه کې د اسراییل په برید کې د ایران او د هغه د متحدانو اووه ملېشه ټپیان شوي دي.

د دې خپلواکې څارونکې ادارې په وینا، د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۳۰مه، د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په سرحد کې د جدیدة یابوس سرحدي کلی ته نژدې یوه ودانۍ بمباري کړه چې په پایله کې یې د دوو سوري ملکي وګړو په ګډون اووه ایران پلوه ملېشه ټپیان شول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وایي، په وروستیو ورځو کې د اسراییل د بریدونو له ویرې له لبنان څخه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان سوریې ته تښتېدلي دي.

په داسې حال کې چې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د دې ډلې او اسراییل ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو د عواقبو په اړه په سیمه او لوېدیځ کې اندېښنې په زیاتېدو دي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران ته اړتیا نه‌شته چې لبنان ته خپل ځواکونه او رضاکاران واستوي.

د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله چې روانه اوونۍ د اسراییلو په برید کې ووژل شو.
د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله چې روانه اوونۍ د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

ناصر کنعاني وویل، ایران په دې باور دی چې د لبنان په ګډون د سیمې هېوادونه او ملتونه له تېریو سره د مقابلې لپاره لازمه وړتیا او قدرت لري او ایران ته اړتیا نه‌شته چې کومکي ځواک یا رضاکاران هلته واستوي.

هغه د وال‌سټریټ ژورنال خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، هیچا ورڅخه د دا ډول مرستې غوښتنه نه ده کړې، خو باوري دی چې حزب‌الله دا ډول مرستې ته اړتیا نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG