نړۍ
پاکستان کې د حزبالله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي
د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزبالله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي.
له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني پولیس او ۱۰ تنه مظاهرهچیان ژوبل شوي.
اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزبالله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.
حزبالله د امریکا لهخوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېسټ کې شامله کړې.
حزبالله چې سیاسي ګوند هم دی د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
د پاکستان په کراچۍ کې د یکشنبې په ورځ د مجلس وحدت مسلمین او د شیعهګانو د یو شمېر ډلو لهخوا د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون خلکو مظاهرې وکړې.
مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې خلکو هڅه کوله د امریکا د قونسلګرۍ مخ ته ورشي، خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شيخ نعيم قاسم: د حزبالله ډلې نوی مشر به د داخلي مېکانېزم لهمخې وټاکل شي
د لبنان د حزبالله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم وايي، ژر به د دغه ګوند د داخلي مېکانېزم لهمخې عمومي منشي/مشر وټاکل شي.
قاسم دا خبرې نن دوشنبه په یوه بیان کې کړي او ویلي یې دي چې، د مشر د ټاکلو لپاره هر څه روښانه دي.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنه یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله مرستیال شیخ نعیم قاسم په خپل ننني بیان کې وویل، د دوی مشر حسن نصرالله او څلور نور کسان تېره جمعه د بیروت په ضاحیه سیمه کې ووژل شول.
حسن نصرالله له څه باندې درې لسیزو راهیسې د حزبالله مشري په غاړه درلوده.
حزبالله د لبنان له نیابتي ډلو ده چې څو واره یې له اسراییلو سره جګړې کړې دي.
نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۲ ته لوړ شوی
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۲ته لوړ شوی دی.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، د پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او د راپورونو لهمخې شاوخوا دېرش کسان لا هم تري تم دي.
نیپال چې تر ډېره غرنی هېواد دی، د تېرې شنبې په ورځ د سختو سېلابونو او ورسره هممهاله د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و.
په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی، چې سېلابځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.
د اسراييل پوځ نن سهار وختي پر لبنان د تازه بريدونو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ وایي، جنګي جیټ الوتکو یې نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې د حزبالله لسګونه اهداف ویشتلي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چې، دوی په دغو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمهتونونه په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزبالله پوځي وړتیاوې لهمنځه یوسي.
د نننیو بریدونو د مرګژوبلې راپور لا نهدی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.
حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
امريکايي سناتور: د حزبالله د مشر د هدف ګرځولو لپاره امريکايي بم کارول شوی
د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر وايي، هغه بم چې اسرايیلو د لبنان د حزبالله د مشر حسن نصرالله د هدف ګرځولو او وژلو لپاره کارولی، د امریکا لهخوا جوړ شوی وو.
سناتور مارک کیلي یکشنبه له NBC سره په مرکه کې وویل، اسراییلو د جمعې په برید کې دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.
په هغه برید کې د لبنان د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله او د حزبالله ډلې اکثر مشرتابه لهمنځه تللي دي.
امریکا، حزبالله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزبالله پوځي څانګه تور لېسټ کې اچولې.
د حزبالله سیاسي برخه د لبنان پارلمان کې استازي لري.
دا اول وار دی چې پر حزبالله د امریکايي بم د کارولو په اړه یو جګپوړی امریکايي سناتور څرګندونې کوي.
اسرايیلو تر اوسه نهدي ویلي چې، د حسن نصرالله په وژلو کې یې کوم ډول مهمات کارولي دي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون هم د سناتور مارک کیلي د څرګندونو په اړه لا څه نهدي ویلي.
اسراييل د حزبالله د يو بل مشر نبيل قاووق د وژل کېدو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې د حزبالله یو بل مشر نبیل قاووق یې وژلی دی.
د اسراییل پوځ شیخ قاووق د حزبالله په مشرتابه شورا کې د استخباراتو او استخباراتو ضد امنیتي څانګې قوماندان بللی دی.
د اسراییل د پوځ په وینا، نبیل قاووق پرون ماښام (شنبه، د سپټمبر ۲۸) د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې ووژل شو.
د اسراییل په وینا، قاووق "په مستقیم ډول د اسراییل د دولت او د هغه د اتباعو پر وړاندې د تروریستي عملیاتو په پلانولو کې ښکېل و."
حزبالله تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نهده.
۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزبالله سره یوځای شو او تل د حزبالله له مهمو شخصیتونو څخه و.
هغه د اوږدې مودې لپاره د لبنان په جنوب کې د حزبالله عملیاتي مرستیال و.
له یوې لسیزې راهیسې، هغه د حزبالله د اجرائیه شورا د مشر هاشمي صفيالدین مرستیال دی، چې ویل کېږي د حسن نصرالله ځای ناستی و.
نبیل قاووق د متحدهایالتونو لهخوا د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی و.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت او انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران له مشرانو سره نژدې اړیکې درلودې او د بېلابېلو غونډو په مناسبت یې ګڼ سفرونه تهران ته کړي دي.
فرانسې او بريتانيا د حزبالله او اسراييل ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې
د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (شنبې) د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره له جلا – جلا خبرو وروسته د اسراییل او حزبالله ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په لبنان باندې د اسراییل د هوایي بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، هېواد یې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو مخالف دی.
ده په خپل بیان کې پر ایران او حزبالله هم غږ وکړ، چې له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب کېږي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمې یو ځل بیا "د وینې توییدو د پای ته رسېدو لپاره د فوري اوربند اړتیا" تکرار کړه او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: "ډیپلوماتیک حل یوازینۍ لار ده چې د لبنان او اسراییل خلکو ته امنیت او ثبات بېرته راګرځوي."
د متحدهایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ په لبنان باندې د اسراییل د ځمکنی برید د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "اوس د اوربند وخت دی."
په متحدهایالتونو کې د هلین په نوم توپان له امله د مړو شمېر ۵۲ ته ورسېد
د راپورونو لهمخې، د توپان له امله تاوانونه تر دې دمه ۱۱۰ میلیارد ډالره اټکل شوي او تر ۳ میلیونه ډېر خلک له برېښنا بېبرخې شوي دي.
هلین یو له هغو خطرناکو او ډېر تاوان پېښوونکو توپانونو څخه دی چې په امریکا کې شوی دی.
چارواکي وایي، ویره لري چې د مړو شمېر به نور هم زیات شي.
توپان د پنجشنبې په ماښام ناوخته پیل شو.
د دغه توپان د باد سرعت په ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره و او لومړی فلوریدا او بیا جورجیا، شمالي کارولینا او جنوبي کارولینا ایالتونو ته ورسېد.
ساینسپوهان وايي، اقلیمي بدلون، چې د ځمکې د تودېدو سبب کېږي، په توپانونو او سېلونو کې رول لري.
امریکا په لبنان کې د حزبالله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ
د امریکا متحدهایالاتو پرون په لبنان کې د حزبالله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ.
په دې کې هغه هوايي حمله هم شامله ده چې په نتیجه کې یې په بیروت کې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله ووژل شو.
امریکا په عین حال کې ویلي، اوس په لبنان او غزه کې د اوربند وخت راغلی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.
بایډن په یوه اعلامیه کې د حزبالله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف د اسراییل د ځان د دفاع د حق پر ملاتړ بیا ټینګار کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندیده ده، حسن نصرالله یو تروریست یاد کړی چې لاسونه یې د هغې په وینا د امریکایانو په وینو سره وو.
د اسراییل پوځ پرون ویلي چې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې ووژل شو.
زیلینسکي د روسیې پر وړاندې جګړه کې له ټرمپ څخه د ملاتړ معلومات ترلاسه کړي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، د امریکا د متحدهایالاتو له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مستقیم معلومات ترلاسه کړي چې ټرمپ که په نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، نو د روسیې پر وړاندې په روانه جګړه کې به د اوکراین ملاتړ وکړي.
زیلینسکي دا څرګندونې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون له فاکس نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه.
زیلینسکي امریکا ته د سفر پر مهال د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا له ټرمپ سره وکتل او په خپله مرکه کې یې ویلي: "نه پوهېږم چې تر ټاکنو وروسته به څه پېښ شي او څوک به ولسمشر شي، خو له ډونالډ ټرمپ مې مستقیم معلومات ترلاسه کړل چې دی به زموږ پر خوا وي او د اوکراین ملاتړ به وکړي."