د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

د حسن نصرالله د وژنې په اړه تبصرې لا دوام لري؛ خو اسراييلو د حزب‌الله د يو بل مشر د وژنې خبر ورکړ


لبنان کې د حزب‌الله وژل شوی مشر حسن نصرالله
لبنان کې د حزب‌الله وژل شوی مشر حسن نصرالله

په‌داسي حال کې چې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندیږي، د اسراییل صدراعظم د نصرالله وژنه په سیمه کې د "ځواک انډول" یا د قواوو د توازن لپاره یو ضروري ګام بولي.

اسراییل نن (یک‌شنبې) د لبنان په جنوب او ختیځ کې بمباریو ته دوام ورکړ، خو دا په‌داسې حال کې ده چې د ځمکې د احتمالي یرغل او سیمه‌ییزو پایلو په اړه نړیوال خبرداري زیات شوي دي.

د اسراییل صدارعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله وژل "د راتلونکو کلونو لپاره په سیمه کې د ځواک انډول د بدلولو په خاطر یو ضروري ګام و."

متحده‌ایالتونه د ایران تر ملاتړ لاندې د لبنان حزب‌الله یوه تروریستی ډله بولي او اروپایي اتحاديه بیا د حزب‌الله پوځي څانګه تروریستي ګڼي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ نن (یک‌شنبې) اعلان وکړ چې د حزب‌الله یو بل مشر نبیل قاووق یې وژلی دی.

د اسراییل پوځ شیخ قاووق د حزب‌الله په مشرتابه شورا کې د استخباراتو او استخباراتو ضد امنیتي څانګې قوماندان بللی دی.

د اسراییل د پوځ په وینا، نبیل قاووق پرون ماښام (شنبه، د سپټمبر ۲۸) د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې ووژل شو.

د اسراییل په وینا، قاووق "په مستقیم ډول د اسراییل د دولت او د هغه د اتباعو پر وړاندې د تروریستي عملیاتو په پلانولو کې ښکېل و."

حزب‌الله تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نه‌ده.

شيخ نبيل قاووق
شيخ نبيل قاووق

۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزب‌الله سره یوځای شو او تل د حزب‌الله له مهمو شخصیتونو څخه و.

د قاووق د وژل کېدو خبر یوه ورځ وروسته له‌‌‌دې چې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو خبر تایید شو، ورکړل شو.

حسن نصرالله له اوږدې مودې راهیسې د لبنان د حزب‌‌الله مشر و.

له بلې خوا تهران د ملګروملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

"ټول باید خبر وي چې وضعیت خورا چاودېدونکی دی او هر څه ممکن دي، حتی جګړه."
عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې فارس خبری اژانس ته ویلي: "ټول باید خبر وي چې وضعیت خورا چاودېدونکی دی او هر څه ممکن دي، حتی جګړه."

د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړو متحده‌ایالتونو او چین د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه، په‌داسې حال کې چې روسیې د سیمې لپاره د ناوړه او ډراماتیکو پایلو خبرداری ورکړ.

په بیروت کې د اسراییل په یوه لوی هوایي برید کې د حسن نصرالله د وژل کېدو له تایید وروسته د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو په خپله لومړۍ وینا کې د راتلونکو سختو ورځو خبرداری ورکړ.

نتانیاهو، حسن نصرالله په‌دې تورن کړ چې ګڼ‌شمېر اسراییلیان او د نورو هېوادونو سلګونه اتباع یې وژلي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په غزه کې د اسراییل جګړه یو کال ته نژدې شوې ده.

XS
SM
MD
LG