نړۍ
د حزبالله له مشر سره یوځای د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال هم وژل شوی
په بيروت کې د اسراییلو د برید له کبله د حسن نصرالله سره یوځای د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نيلفروشان هم وژل شوی دی.
په دې برید کې د حزبالله یو شمېر غړي هم وژل شوي او ټپیان دي.
رويټرز خبري اژانس د ايران په حکومت کې د سرچينو له قوله خبر ورکړی چې په بيروت کې د اسراييلو په هوايي بريد کې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته، د ايران مذهبي مشر علي خامنهيي د خونديتوب لپاره يو نامعلوم ځای ته بيول شوی دی.
د رویټرز په وینا، د ایران مشر د حزبالله د مشر نصرالله د وژنې په خاطر په دې هېواد پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.
حزبالله د امریکا لهخوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراييل د حزبالله د يو بل مشر نبيل قاووق د وژل کېدو خبر ورکړی
د اسراییل پوځ نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې د حزبالله یو بل مشر نبیل قاووق یې وژلی دی.
د اسراییل پوځ شیخ قاووق د حزبالله په مشرتابه شورا کې د استخباراتو او استخباراتو ضد امنیتي څانګې قوماندان بللی دی.
د اسراییل د پوځ په وینا، نبیل قاووق پرون ماښام (شنبه، د سپټمبر ۲۸) د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې ووژل شو.
د اسراییل په وینا، قاووق "په مستقیم ډول د اسراییل د دولت او د هغه د اتباعو پر وړاندې د تروریستي عملیاتو په پلانولو کې ښکېل و."
حزبالله تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نهده.
۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزبالله سره یوځای شو او تل د حزبالله له مهمو شخصیتونو څخه و.
هغه د اوږدې مودې لپاره د لبنان په جنوب کې د حزبالله عملیاتي مرستیال و.
له یوې لسیزې راهیسې، هغه د حزبالله د اجرائیه شورا د مشر هاشمي صفيالدین مرستیال دی، چې ویل کېږي د حسن نصرالله ځای ناستی و.
نبیل قاووق د متحدهایالتونو لهخوا د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی و.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت او انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران له مشرانو سره نژدې اړیکې درلودې او د بېلابېلو غونډو په مناسبت یې ګڼ سفرونه تهران ته کړي دي.
فرانسې او بريتانيا د حزبالله او اسراييل ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې
د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (شنبې) د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره له جلا – جلا خبرو وروسته د اسراییل او حزبالله ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په لبنان باندې د اسراییل د هوایي بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، هېواد یې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو مخالف دی.
ده په خپل بیان کې پر ایران او حزبالله هم غږ وکړ، چې له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب کېږي.
په ورته وخت کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمې یو ځل بیا "د وینې توییدو د پای ته رسېدو لپاره د فوري اوربند اړتیا" تکرار کړه او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: "ډیپلوماتیک حل یوازینۍ لار ده چې د لبنان او اسراییل خلکو ته امنیت او ثبات بېرته راګرځوي."
د متحدهایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ په لبنان باندې د اسراییل د ځمکنی برید د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "اوس د اوربند وخت دی."
په متحدهایالتونو کې د هلین په نوم توپان له امله د مړو شمېر ۵۲ ته ورسېد
د راپورونو لهمخې، د توپان له امله تاوانونه تر دې دمه ۱۱۰ میلیارد ډالره اټکل شوي او تر ۳ میلیونه ډېر خلک له برېښنا بېبرخې شوي دي.
هلین یو له هغو خطرناکو او ډېر تاوان پېښوونکو توپانونو څخه دی چې په امریکا کې شوی دی.
چارواکي وایي، ویره لري چې د مړو شمېر به نور هم زیات شي.
توپان د پنجشنبې په ماښام ناوخته پیل شو.
د دغه توپان د باد سرعت په ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره و او لومړی فلوریدا او بیا جورجیا، شمالي کارولینا او جنوبي کارولینا ایالتونو ته ورسېد.
ساینسپوهان وايي، اقلیمي بدلون، چې د ځمکې د تودېدو سبب کېږي، په توپانونو او سېلونو کې رول لري.
امریکا په لبنان کې د حزبالله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ
د امریکا متحدهایالاتو پرون په لبنان کې د حزبالله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ.
په دې کې هغه هوايي حمله هم شامله ده چې په نتیجه کې یې په بیروت کې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله ووژل شو.
امریکا په عین حال کې ویلي، اوس په لبنان او غزه کې د اوربند وخت راغلی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.
بایډن په یوه اعلامیه کې د حزبالله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف د اسراییل د ځان د دفاع د حق پر ملاتړ بیا ټینګار کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندیده ده، حسن نصرالله یو تروریست یاد کړی چې لاسونه یې د هغې په وینا د امریکایانو په وینو سره وو.
د اسراییل پوځ پرون ویلي چې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې ووژل شو.
زیلینسکي د روسیې پر وړاندې جګړه کې له ټرمپ څخه د ملاتړ معلومات ترلاسه کړي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، د امریکا د متحدهایالاتو له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مستقیم معلومات ترلاسه کړي چې ټرمپ که په نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، نو د روسیې پر وړاندې په روانه جګړه کې به د اوکراین ملاتړ وکړي.
زیلینسکي دا څرګندونې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون له فاکس نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه.
زیلینسکي امریکا ته د سفر پر مهال د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا له ټرمپ سره وکتل او په خپله مرکه کې یې ویلي: "نه پوهېږم چې تر ټاکنو وروسته به څه پېښ شي او څوک به ولسمشر شي، خو له ډونالډ ټرمپ مې مستقیم معلومات ترلاسه کړل چې دی به زموږ پر خوا وي او د اوکراین ملاتړ به وکړي."
د هند امنیتي چارواکو د دوو وسلهوالو د وژلو خبر ورکړ
د هند امنیتي چارواکي وايي، پرون له افراطي وسلهوالو سره په شخړه کې دوه مشکوک وسلهوال وژل شوي دي.
دا پېښه داسې وخت کېږي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د محلي ټاکنو لپاره رایه اچونه روانه ده.
د محلي ټاکنو دغه درېیم او وروستی پړاو تېره سې شنبه پیل شو او نتیجې به یې د اکټوبر پر ۸مه اعلان شي.
د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو لهخوا دوه تروریستان ختم کړای شوي دي.
د هند رسنیو د پنځو امنیتي ځواکونو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی دی.
دغه وسلهواله نښته د کشمیر د جنوب په کلګام ولسوالۍ کې شوې ده.
په نیپال کې تر سختو اورښتونو وروسته د بهېدلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۲ ته ورسېد
د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې تر سختو اورښتونو وروسته د بهېدلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۲ ته ورسېد.
د نیپال پولیسو پرون شنبه ویلي چې تر اوسه ۱۲ تنه لا هم تري تم دي.
د تېرې جمعې له ناوخته په دغه هېواد کې سخت بارانونه روان دي چې د اټکل له مخې نن به هم دوام کوي.
د نیپال د پولیسو ویاند بیشو ادهیکاري ویلي، تراوسه یو زر او ۵۳ کسان ټپیان شوي دي.
د ادهیکاري په وینا، په ټول هېواد کې د پولیسو پرسونل اته امر شوی چې د ژغورنې په چارو کې برخه واخلي.
پر لبنان د اسراییل د هوايي حملو زیاتوالی؛ څه باندې ۵۰زره کسان سوریې ته کډه شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مشر وايي، پر لبنان د اسراییل د هوايي حملو له زیاتېدو سره څه باندې ۵۰زره کسان سوریې ته کډه شوي دي.
فلیپو ګراندي پرون شنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ۵۰زره لبنانیان یا هغه سوریایان چې په لبنان کې یې ژوند کاوه، د اسراییل د هوايي حملو له کبله مجبور شوي چې سوریې ته کډه وکړي.
د ګراندي په وینا، تر ۲۰۰زرو ډېر نور کسان په لبنان کې دننه بېځایه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یوه ویاند ویلي چې په لبنان کې دننه د بېځایه شویو شمېر دوه لکه ۱۱زره ۳۱۹ ته رسېږي.
له کله چې د اکټوبر میاشتې پر اوومه په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د لبنان حزب اله ډلې هم د پولې په اوږدو کې د ټیټې کچې سرحدي شخړې پیل کړي چې په ځواب کې یې اسراییل مورچلونه ورته بمباروي.
حزبالله چې یوه وسلهواله ډله او سیاسي ګوند دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د متحده ایالاتو لهخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
حزبالله د اسراییلو په برید کې د خپل مشر وژنه تایید کړه
د لبنان حزبالله تایید کړه چې د دوی مشر حسن نصرالله د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
دا خبر رویټرز او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانسونو ورکړی دی.
د اسراییلو پوځ نن وویل چې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله یوه ورځ مخکې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
امریکا، حزب الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
اروپايي ټولنه د حزبالله پوځي برخه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
حزبالله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.
د اسراییلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي په یوه بیان کې چې په ایکسپاڼه خپور شوی، ویلي چې د حزبالله د جنوبي محاذ قومندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان هم وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه:"پیغام روښانه دی، موږ به هر هغه چا ته ورسېږو چې په شمال، سویل او یا نورو لرو جبهو کې اسراییلي اتباع ګواښي."
د اسراییلو دفاعي ځواکونو هم په ایکسپاڼه کې ویلي چې حسن نصرالله به نور د نړۍ د وېرولو توان ونه لري.
رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران رهبر ایتالله علي خامنهيي خوندي ځای ته وړل شوی او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
اسراییلي رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې د حزبالله د مشر لور زینب نصرالله هم د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده.
حزبالله دغه راپورونه نه دي تایید کړي.
د حسن نصرالله زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د اسراییلي ځواکونو پر ضد په جګړه کې وژل شوی و.