د اسراييلو پوځ نن د سهشنبې په ورځ (د اکتوبر لومړۍ) وويل چې، د ايران له لوري د اسراييلو پر لور توغندي توغول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې د اسراییلو دفاعي چارواکو د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته ويلي چې ځانونه خوندي کړي.
تر دې وړاندې نن اسراييلي پوليسو ويلي وو، وسلهوالو په تلابيب کې ډزې کړي چې مرګژوبله يې هم اړلې ده.
د اسراییلي رسنیو په وینا پهدې ډزو کې لږ تر لږه څلور کسان سخت ټپیان شوي دي.