د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

نړۍ

میقاتي‌: لبنان د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌
د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌ وایي، هېواد یې د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، میقاتي دغه څرګندونې نن سه شنبه د ملګرو ملتونو له استازو سره په یوه غونډه کې کړي دي.

د لبنان صدر اعظم ویلي، ملګري ملتونه باید سملاسي د اسراییلي پوځیانو د هوایي بریدونو له وېرې، د یو میلیون بې‌ځایه شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.

خبر کې که څه هم لبنان ته د ورپېښ خطر نور جزییات نه‌شته، خو دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځیان نن سهار وختي د لبنان جنوب ته ننوتل او هلته یې د حزب‌الله پر اهدافو ځمکني بریدونه پيل کړل.

اسراییل دغه ځمکني عملیات محدود بللي دي.

بل لورته حزب‌الله هم ویلي چې د اسراییلو په خاوره کې یې ځینې پوځي اهداف په توغندیو او توپونو ویشتلي دي.

اسراییلي پوځ د دوی پر خاوره د حزب‌الله تازه بریدونه تایید کړي، خو ویلې يې دي چې مرګ‌ژوبله نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییل د غچ اخیستونکي برید هدفونه د ایران تر پوځي مرکزونو او د انرژۍ تر تاسیساتو محدود شوي

د ایران د اټومي انرژۍ د تولید یو مرکز
د ایران د اټومي انرژۍ د تولید یو مرکز

د این‌بي‌سي تلوېزیون د راپور له مخې، امریکایي چارواکي په دې باور دي چې اسراییل پر ایران د غچ اخیستونکي برید هدفونه د ایران تر پوځي مرکزونو او د انرژۍ تر تاسیساتو پورې محدود کړي دي.

این‌بي‌سي پرون شنبې د امریکایي چارواکو په قول وویل، داسی کومه علامه نه لیدل کېږي چې اسراییل به د ایران اتومي تاسیسات په نښه کړي.

هغوی په عین حال کې وویل چې اسراییل وروستۍ پریکړه نه ده کړې چې څنګه او کله برید وکړي.

اسراییلو بیا بیا ویلي چې د ایران د اکټوبر د لومړۍ نېټې د توغندويي برید غچ اخلي.

پښتونخوا کې د لویې جرګې دوهمه ورځ؛ ځینو ګډونوالو د افغان کډوالو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې یوه څنډه
د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې یوه څنډه

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې په دوهمه ورځ د دې جرګې ځینو برخوالو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

د جرګې برخوال او د نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال کاکړ په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو یادونه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې افغان کډوال نور ونه ځوروي.

په دې لویه جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د راټولو شویو اسنادو او شواهدو پر اساس وویل شول چې په په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې تر ۷۶زره ۵۰۰ ډېر پښتانه په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۵ میلیونه او ۷۰۰زره بې کوره شوي، همداراز ۶ زره او ۷۰۰ تنه بې درکه دي چې مړی او ژوندی یې معلوم نه دی.

دا جرګه چې په پام کې وه د اکټوبر په ۱۱مه یعني د جمعې په ورځ پیل شي، د بېلابېلو ستونزو له کبله پرون رسماً پیل شوه او ټاکل شوې ده چې نن هم دوام وکړي.

د حوثیانو له‌خوا د ملګرو ملتونو او ناحکومتي موسسو د کارکوونکو پر نیولو اندېښنه وښودل شوه

حوثي جنګیالي
حوثي جنګیالي

ملګرو ملتونو او ناحکومتي موسسو پرون شنبې په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې د یمن حوثیان د دوی ګڼ شمېر کارکوونکي له نیول ووروسته د جنايي پروسو لپاره محکمو ته وړاندې کوي.

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو لسګونه کارکوونکي له څو میاشتو راهیسې په دې نوم چې د "امریکا او اسراییل د جاسوسۍ شبکې" برخه دي، نیولي دي، خو ملګري ملتونه دا تورونه ردوي.

د دغو کسانو شمېر، چې ډېری یې د جون په میاشت کې په یمن کې نیول شوي، لږ تر لږه ۶۴ تنه اټکل شوی دی.

په هغو کې د ملګرو ملتونو ۱۳ کارکوونکي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمېشنرۍ شپږ کارکوونکي او د ناحکومتي موسسو ۵۰ کارکوونکي شامل دي.

په نیول شویو کسانو کې د یوه بهرني سفارت یو کارکوونکی هم شامل دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې مخکې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ټول فعالیتونه ودرول شول

په اسلام‌اباد کې د تګ راتګ پرمخ د یوه بند شوي سړک انځور
په اسلام‌اباد کې د تګ راتګ پرمخ د یوه بند شوي سړک انځور

پاکستاني چارواکو نن یکشنبې په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر سرمشریزې مخکې په پلازمېنه کې ټول فعالیتونه په داسې حال کې ودرول چې پر دې سرمشریزې د وسله‌والو تاوتریخوالي او سیاسي ناکراریو سیوری غوړولی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین او د چین صدراعظم لی کیانګ به د اکټوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په دې دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان چارواکو د خپلو سیاسي مخالفانو اعتراضونه سخت وځپل، د پښتنو پر ملتپال غورځنګ یې بندیز ولګاوه او نوي قوانین یې معرفی کړل چې په پلازمېنه کې لاریونونه محدودوي.

دوی د اپوزیسیون د زنداني شوي مشر عمران خان سلګونه پلویان هم، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې په اسلام اباد کې د لاریون هڅه کړې وه، نیولي دي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ سویلي افریقا او نیوزیلنډ خپلې سیالۍ وګټلې

د نیوزیلنډ لوبغاړې د لوبې پر مهال
د نیوزیلنډ لوبغاړې د لوبې پر مهال

د ښځو په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۲مه نېټه د ورځې لومړۍ لوبه د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپير نیوزیلنډ وګټله.

په دې سیالۍ کې سریلانکا لومړۍ توپوهنه کړې وه چې په شلو اورونو کې یې د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی و، نیوزیلنډ یاد هدف په اتلسم اور کې د دوه لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

دغه راز د یادې ورځې په دوهمې سیالۍ کې بیا سویلي افریقا د ۷ وېکټو په توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

بنګله‌دېشۍ لوبډلې د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و او سویلی افریقا په اتلسم اور کې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې چې نن به د ښځو په نړیوال جام کې دوه نورې سیالۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د انګلستان او سکاټلنډ ترمنځ او دوهمه لوبه به د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ وي.

زیلینسکي: له کورسک څخه د اوکرایني ځواکونو د ایستلو لپاره د روسیې هڅې شنډې شوي

په کورسک کې د روانې جګړې یو انځور
په کورسک کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونو د روسي پوځیانو هغه هڅې شنډې کړي چې له کورسک سیمې یې د دوی د ایستلو لپاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ۲۴ ساعتونو پر مهال د روسیې په راکټي حملو کې د لږ تر لږه ۵ ملکي اوکراینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

زلینسکي تېره شپه د روسیې د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ویلي یې دي، په سیمه کې یې پرمختګونه کړي، ویلي: "د کورسک سیمې د عملیاتو په باب به ووایم چې د روسیې له‌خوا ځینې هڅې وشوې چې زموږ د سنګرونو خوا ته مخکې راشي خو موږ خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي."

د اوکراین پوځیان په اګست میاشت کې د روسیې پر کورسک سیمې د ناڅاپي حملې له پیل سره ځینې چټکې او ټکان ورکوونکې لاسته راوړنې لري، خو روسیې تېره جمعه د دوو کلیو په ګډون د ځینو سیمو د بېرته نیولو اعلان وکړ.

د جګړې د ډګر راپورونه په بې پرې ډول نه شي تاییدېدلای.

په لبنان کې له اسراییلو سره د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر انتخاب وبلل شو

د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع
د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع

په لبنان کې د مسیحیانو د یوه لوی ګوند مشر وایي، د نوي ولسمشر انتخاب، له سیاسي په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو او د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند اصلي ټکی دی.

حزب‌الله د واشنګټن له لوري د یوه ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې د دې ډلې یوازې وسله‌واله څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د لبنان اکثر جنوبي سیمې د حزب‌الله په لاس کې دي او دا ګوند د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع پرون وویل چې د نړیوالو جدي هڅو په نشتوالي کې د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر انتخاب دی.

د جعجع ګوند د امریکا د متحده‌ایالتونو او سعودي عربستان نژدې متحد دی.

شاوخوا دوه کاله وشول چې په لبنان کې اقتصادي بحران دی او ولسمشر نه لري.

په دغه هېواد کې د حزب‌الله متحدان او د هغوی مخالفان د مسیحي ګوند په شمول نه دي توانېدلي چې په دې موده کې د ولسمشر د ټاکلو په برخه کې یوې اجماع ته سره ورسېږي.

پر غزه د اسراييل د بريد پر مهال ۱۹ فسلطينيان وژل شوي

پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د اسرايیل پوځ تېره شپه بیا پر غزه حمله کړې او لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان یې وژلي دي.

روغتیايي سرچینو نن شنبه دا خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي، د اسرايیل ځواکونو د جبالیا سیمې پر لوري مخکې تګ ته دوام ورکړی، چې د نړیوالو خیریه بنسټونو په وینا په زرګونو کسان په‌کې راګیر پاتې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، اسرايیلي ځواکونو پر جبالیا سیمې چې د غزې په شمال کې پرته ده او د بې‌ځایه شویو کمپونه په‌کې دي، هوايي او ځمکني عملیات سخت کړي دي.

د اسرايیل پوځ د تازه حملې په باب څه نه‌دي ویلي، خو په مخکېنیو ورځو کې یې په جبالیا او شاوخوا سیمو کې د عملیاتو په نتیجه کې د لسګونو افراطي وسله‌والو د وژلو خبره کړې وه.

د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، د یوې اوونۍ په موده کې په جبالیا کې د وژل شویو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن هم دوه سيالۍ ترسره کېږي

د ښځو شل اوريز نړيوال جام د سياليو يو انځور
د ښځو شل اوريز نړيوال جام د سياليو يو انځور

د ښځو په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې نن د اکټوبر په ۱۲مه نېټه سریلانکا، نیوزیلنډ، بنګله‌‌دېش او سویلي افریقا سیالۍ کوي.

دغه سیالۍ چې د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب پیل شوي دي، لومړۍ لوبه د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ د شارجې په لوبغالي کې پیل شوې ده.

په‌دې لوبه کې سریلانکا پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

ټاکل شوې چې د ورځې دویمه لوبه د بنګله‌دېش او سویلي افریقا ترمنځ د دوبۍ په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام پیل شي.

تر دې دمه د روان نړیوال جام په الف ګروپ کې اسټرالیا او په ب ګروپ کې ویسټ اینډیز د نومرو په جدول کې تر نورو مخکې دي.

د اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکو د بريد له امله د روسيې په يوشمېر سيمو کې درې تنه ټپيان شوي

په دغو بريدونو کې د ځاني زيان راپور نه‌دی ورکړل شوی.
په دغو بريدونو کې د ځاني زيان راپور نه‌دی ورکړل شوی.

روسي چارواکي وايي، د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو نن سهار وختي د روسیې پر بلګورود او کراسنودار سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د بلګورود والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټلېګرام کې ویلي، چې په اوستینکا کې د برید له امله یوه ښځه او دوه نارینه ټپیان شوي، چې په روغتون کې بستر دي.

په کراسنودار کې، یوه محلي چارواکي وینیامین کوندراتییف په ټلېګرام کې لیکلي، په‌دې ځای کې درې کورونه او یو موټر د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو له کبله ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ځاني زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د اوکراین د ختیځ لوهانسک په رووینکي نومې سیمه کې چې روسیې اشغال کړې د تېلو په یوه ډیپو کې اور لګېدلی.

د ټلېګرام په محلي چینلونو کې دا راپور ورکړل شوی او د اورلګېدنې یوه ویډیو خپره شوې ده.

د اوکراین پوځ هم ویلي چې، د اوکراین ختیځ په لوهانسک سیمه کې د روسیې تر اشغال لاندې د تېلو یو ډيپو يې ویشتلی دی.

دا له مې میاشتې وروسته چې هغه وخت هم د تېلو پر ډیپو حمله شوې وه، دویم برید دی.

په جلا خبر کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو ۱۷ بې‌پيلوټه الوتکې د کراسنودار پر فضا، ۱۲ د کورسک، ۲ د بلګورود او ۱۶ نورې د ازوف پر فضا ویشتلي او نسکورې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG