د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

حزب‌الله له اسراییلي ځواکونو سره د نښتو د پیلېدو خبر ورکړی


په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د لبنان حزب‌الله ډله چې د امریکا د متحده‌ایالاتو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي، ویلي، له اسراییلو ځواکونو سره يې نښتې پیل کړي دي.

حزب‌الله وايي، د دوی ځواکونو له اسراییلي پوځیانو سره چې په یوه سرحدي کلي کې یې نفوذ کړی و، نښته کړې ده.

امریکا د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله ډلې سیاسي ګوند د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

دغې ډلې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د مارون الراس په ختیځو سیمو کې د دوی د ځواکونو او اسراییلي پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده.

نن سهار اسراييلي پوځ د لبنان په جنوب کې د دوو کليو له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل کورونه پرېږدي.

په عین حال کې دغه پوځ نن خبر ورکړی چې د لبنان په مختلفو سیمو کې به د حزب‌الله ډلې د له منځه وړلو لپاره خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

پر اسراییل د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو یو انځور
پر اسراییل د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو یو انځور

د اسراییلو دولتي خبري اژانس این‌این‌ای د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي، د لبنان په جنوبي، مرکزي او شمال ختیځو سیمو کې د اسراییلو بریدونه د تایر ساحلي ښار نږدې د نباتیه سیمې په ګډون دوام لري.

د اسراییلو په تازه بریدونو کې یوازې په نباتیه ښار کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، په ېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغه هېواد د اسراییلو په بریدونو کې په ټولیزه توګه ۵۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله تېره اوونۍ په لبنان کې د اسراییلو په بریدونو کې ووژل شو.

ایران چې د حزب‌الله نږدې متحد دی، تېره شپه يې پر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل او ویې ویل چې پر اسراییلو یې ۲۰۰ توغندي توغولي دي.

خو اسراييلي چارواکي وايي، د ايران له لوري ١٨٠ توغندي توغول شوي چې ټول يې شنډ شوي او په پايله کې يې يوازې دوه کسان ټپيان شوي دي.

دغو توغندیزو بریدونو ګڼ غبرګونونه راوپارول.

فرانسې ویلي، د ایراني د توغندیو پر وړاندې د اسراییلو په دفاع کې ښکېله وه.

دغه هېواد نن وویل، په منځني ختیځ کې يې خپل ځواکونه ځای پرځای چې د اړتیا په صورت کې به د ایران پر وړاندې مبارزه وکړي.

بل پلو، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن پر اسرايیلو د ایران توغندیز بریدونه غندلي، او خبرداری یې ورکړ چې دا بریدونه په منځني ختیځ کې د جګړې لمن لا پسې پراخه کړي.

بل پلو، روسیې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې وضعیت د اندېښنې وړ لوري ته روان دی او له ټولو ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

اسراییل به نن پرېکړه وکړي چې څنګه د ایران توغندیزو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر کارتز نن په یو بیان کې وویل، پر اسراییلو د ایران د توغندیزو بریدونو د نه محکمولو له کبله دې هېواد ته د د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتېرېش پر ورتګ يې بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG