د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

نړۍ

پزشکیان: که اسراییل له خپلو اقداماتو لاس وانه‌خلي، د ایران له جدي ګواښ سره به مخامخ شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن چهارشنبه د تلې ۱۱مه ویلي، که اسراییل له خپلو اقداماتو لاس وانه‌خلي، د ایران له جدي ګواښ سره به مخامخ شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پزشکیان دا خبرې خبریالانو ته، قطر ته د هغه د پلان شوي سفر وړاندې کړي دي.

ایران تېره شپه پر اسراییلو ۲۰۰ توغندي وتوغول، خو د اسراییلو پوځ ویلي، د ایران له لوري توغول شوي ۱۸۰ توغندي يې شنډ کړي دي.

د اسراییلو د پوځ په خبره، د دې توغندیو د توغولو په پایله کې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د ایران توغندیزو بریدونو د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

فرانسې نن وویل، د ایراني توغندیو پر وړاندې د اسراییلو په دفاع کې ښکېله ده.

جرمني پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه به په منځني ختیځ کې د شخړو لمن لا پسې پراخه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د ښځو شل اوریز نړیوال جام پيل شو

د بنګله‌دېش د ښځو کرکټ لوبډله
د بنګله‌دېش د ښځو کرکټ لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ شل اوریز نړیوال جام نن پنجشنبه د اکټوبر په درېیمه نېټه پيل شو.

دغه سیالۍ چې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلې په کې ګډون لري چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.

د پیل سیالي د بنګله‌دېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ ده چې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شوې ده.

د لوبې پچه بنګله‌دېش ګټلې ده او توپوهنه یې غوره کړې ده.

دغه راز په دې ورځ دوهمه سیالي د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ده چې ماښام پيلېږي.

د یاد نړیوال جام په اېA ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په بيB ګروپ کې بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز لوبډلې یوځای شوي دي.

د ویلو ده چې په دې نړیوال جام کې ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره کېږي او پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وي.

پوپکو: په پلازمېنه کییف کې د روسیې شاوخوا ۱۵ بې پیلوټه الوتکې راغورځول شوي

د اوکراین په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
د اوکراین په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین د پلازمېنې کییف د پوځي چارو د ادارې مشر سرهې پوپکو وایي، د دې هېواد د هوایي مدافعې ځواکونو نن پنجشنبې سهار وختي د روسیې شاوخوا ۱۵ بې پیلوټه الوتکې د دې ښار پر سر راغورځولي دي.

پوپکو پر ټیلیګرام چینل لیکلي چې د دغه برید په ترڅ کې چې پنځه ساعته یې دوام وکړ، د ایستل شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېنې دسنیانسکي پر سیمې راپریوتي، خو ځاني او مالي زیانونه یې نه‌دي اړولي.

د اوکراین هوایي ځواکونو همدارنګه ویلي چې د روسیې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې، په چرنیهیف، پولتاوا، چرکاسي، سومي او وینیټسیا کې هم راغورځول شوي دي.

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اوکراین ۱۱۳ بې پیلوټه الوتکې د بلګورود، ورونژ، کورسک او بریانسک سیمو کې راغورځولي دي.

د دې وزارت په خبره، د دغو الوتکو ډېری یعنې ۷۳ یې د بلګورود پرسر راغورځول شوي دي.

په بیروت کې د اسراییل هوایي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي

په بیروت کې د اسراییلو هوايي برید له کبله ویجاړه شوې ودانۍ
په بیروت کې د اسراییلو هوايي برید له کبله ویجاړه شوې ودانۍ

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییل یوې هوایي حملې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي دي.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، دغه برید تېره شپه پر یوه هستوګنیزه ودانۍ شوی دی.

دغه برید داسې مهال شوی چې بېلابېلو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

په بیروت کې دغه هوایي برید وروسته تر هغه شوی چې اسراییل وویل، اته سرتیري یې د لبنان په جنوب کې، چيرته چې دوی د حزب‌الله په ضد ځمکنۍ جګړه پيل کړې، وژل شوي دي.

امریکا د حزب‌الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو په توګه پیژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د حزب‌الله سیاسي ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د منځني ختیځ پر شخړو د بحث لپاره بېړنۍ غونډه جوړه کړې وه.

حماس په تل‌ابیب کې د اتو اسراییلیانو د وژلو مسوولیت ومانه

په تل ابیب کې د وژل شویو اسراییلیانو په سیمه کې امنیتي ځواکونه د پلټنو پر مهال
په تل ابیب کې د وژل شویو اسراییلیانو په سیمه کې امنیتي ځواکونه د پلټنو پر مهال

د حماس ډلې پوځي څانګې په تل‌ابیب کې د ډزو او چاقو برید پرمهال د اتو اسراییلیانو د وژلو مسوولیت ومانه.

دا حملې پرون د یافا په سیمه کې د برښنایي رېل له تمځي سره وشوې.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، پرون یې په یوه بیان کې وویل چې د عزالدین القسام وسله‌والو د لوېدیځې غاړې له الخلیل اشغال شوي ښاره دا برید تنظیم کړی و.

دا برید څو ساعته وروسته تر دې وشو چې ایران د اسراییل په لور په لسګونو توغندي وویشتل.

د اسراییل پولیس وایي چې د تل‌ابیب په یافا سیمه کې دوه بریدګر د یوه وسله‌وال ملکي او امنیتي ساتونکو له لوري وژل شوې دي.

اسراییلو په سوریه کې د حزب‌الله د مخکېني مشر زوم وژلی

د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله چې په لبنان کې د اسراییلو له لوري ووژل شو.
د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله چې په لبنان کې د اسراییلو له لوري ووژل شو.

د حزب‌الله د مخکېنی مشر حسن نصرالله زوم حسن جعفر قصیر په سوریه کې د اسراییل په یوه برید کې وژل شوی دی.

امریکا د حزب‌الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار یوې لندن مېشتې ډلې پر بنسټ راپور ورکړی چې قصیر د هغو درېیو کسانو په ډله کې و چې دمشق کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شول.

سرچینو دغه بنسټ ته ویلي چې دا برید پرون ناوخته د دمشق ښار په المزه سیمه کې شوی دی.

ویل شوي چې تر برید لاندې راغلې دغه ودانۍ د حزب‌الله ډلې اړوند وه.

اسراییلو په دې وروستیو کې د حزب‌الله پر وړاندې خپل بریدونه ډېر کړي او د لبنان په جنوبي برخه کې یې د هغوی پر اهدافو ځمکني عملیات هم پيل کړي دي.

برازیل د فوټسال نړیوال جام پایلوبې ته ورسېد

ارشیف
ارشیف

د فوټسال نړیوال جام په لومړۍ نېمه پایلوبه کې د برازیل لوبډلې ۳ـ۲ اکراین ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پيدا کړه.

دغه سیالي چې نن چهارشنبه د اکټوبر په ۲یمه نېټه د ازبکستان هېواد په کوربه‌توب ترسره شوه، د لوبې تر پایه برازیل درې او اکراین دوه ګولونه ووهل.

دوهمه نېمه پایلوبه به د پنجشنبې په ورځ د ارجنټاین او فرانسې هېوادونو ترمنځ ترسره شي.

ټاکل شوې چې د فوټسال نړیوال جام پایلوبه د اکټوبر په ۶مه نېټه ترسره شي.

د ویلو ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې هم په لومړي ځل په نړیوال جام کې ولوبېده او د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې یې ماتې وخوړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر نن سل کلن شو

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د سلمې کليزې د نمانځنې يو انځور
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د سلمې کليزې د نمانځنې يو انځور

د ښاغلي کارټر کورنۍ، ملګري او مینه‌وال د هغه په ټاټوبي جورجیا کې د دې ورځې د نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

جیمي کارټر د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې سل کلنۍ ته رسیږي.

هغه د ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ پورې د خپل هېواد د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

د خپلې دورې له پای ته رسېدو وروسته یې د کارټر مرکز مشري په غاړه واخیسته.

د دې مرکز یوه له مهمو پروژو څخه د ګلوبل ۲۰۰۰ نړیوال سازمان جوړول دي، چې دنده یې د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې د ناروغیو کنټرول او کرنیز تولید ته وده ورکول دي.

کارټر په ۲۰۰۲ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، هغه د امریکا درېیم ولسمشر دی چې دا معتبره جایزه ترلاسه کوي.

د فلسطين روغتيايي چارواکي: پر غزه د اسراييلو تازه بريدونو کې ۳۲ تنه وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريدونه
پر غزه د اسراييل بريدونه

د فلسطین روغتیايي چارواکو نن چهارشنبه د تلې په ۱۱مه نېټه وویل چې، د غزې پر جنوبي سیمو د اسرايیل په نویو بریدونو کې په یوه ورځ او شپه کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اسرايیلي ځواکونو پر خان یونس ښار خپل پراخ ځمکني بریدونه پیل کړل.

په خان یونس کې اروپايي روغتون خبر ورکړی، چې پر دغه ښار د اسرايیلو له هوايي او ځمکنیو بریدونو وروسته یې یوولس مړي موندلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په غزه کې د اسرايیلو او حماس تر منځ جګړه له یوه کال راهیسې روانه ده.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

پر غزې د اسرايیلو پراخ بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګیالیو د اسرايیلو پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د حماس تر ادارې لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴۵ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه شمېر تر اوسه خپلواکو سرچینو نه‌دي تایید کړي.

شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې د ټولو دولتي ادارو د تړل کېدو اعلان کړی

شمالي وزيرستان کې د خلکو اعتراضيه ناسته
شمالي وزيرستان کې د خلکو اعتراضيه ناسته

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې د اعتراض په توګه له نن څخه په سیمه کې د ټولو دولتي ادارو د بندېدو اعلان کړی.

دې جرګې له تېرې دوشنبې د سپټمبر له ۳۰مې راهیسې اعتراض پیل کړی او د بنو او غلام خان لویه لاره یې هم تړلی ده.

د جرګې ویاند مولانا بیت الله پرون خبریالانو ته وویل، حکومت له ژمنې سره سم د امنیت په ټینګولو کې پاتی راغلی دی، نو ځکه له چارواکو غواړي چې ټول دولتي دفترونه دې وتړي او کارکوونکي دې کار ته نه راځي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف د اتمانزیو د جرګې دا اقدام تروریستي عمل بللی او ټولو دفترونو ته په یوه مکتوب کې یې له پولیسو او امنیتي ادارو څخه د دولتي ادارو د امنیت د یقیني کولو غوښتنه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG