د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

بایډن: امریکا به د ایران د اټومي پروګرام په اړوندو سیمو د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ایران د اټومي پروګرام په اړوندو سیمو به د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي.

جو بایډن یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې ایران شاوخوا ۱۸۰ توغندي د اسراییل په لور وویشتل.

ولسمشر بایډن مخکې دا برید بې اغېزې بللی و، خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ټینګار ویلي چې ایران به د دې حملې تاوان پرې کوي.

بایډن پرون مخکې تر دې چې د امریکا د جمهوري ریاست په الوتکه کې سکاټلنډ ته سفر وکړي او هلته د نړۍ د اوو سترو صنعي هېوادونو یا جي اووه په غونډه کې برخه واخلي د خبریالانو د دې سوالونو په ځواب کې چې که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیاستو برید وکړي، واشنګټن به یې ملاتړ وکړي؟ وویل: "ځواب یې نه دی. موږ به له اسراییلیانو سره په دې موضوع خبرې وکړو چې دوی به څه کوي. د جي اووه ټول غړي موافق دي چې اسراییل دا حق لري چې ځواب ورکړي، خو دوی باید متناسب ځواب ورکړي."

رویټرز اژانس د یو شمېر کتونکو په وینا څرګندوي چې د اسراییل ځواب به د اپرېل د میاشتې به تناسب چې هغه وخت هم ایران د اسراییل په لور توغندي ویشتلي وو، دا ځل سخت وي او دا امکان هم شته چې دا ځل د ایران اټومي تاسیسات یا د تېلو تصفیه خانې په نښه کړي.

د امریکا ولسمشر وایي، پر ایران به بندیزونه زیات کړي او ټاکل شوې چې د اسراییل له صدراعظم سره هم وګوري.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د بایډن په وینا، ایران له لارې وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کارت کمپبل وایي منځنی ختیځ د چاړې له څوکي سره مخ دی او د جګړې پراختیا به د اسراییل او متحد ایالتونو ګټې زیانمنې کړي.

کمپبل چې په واشنګتن کې د کارنیګي اینډونمنټ څېړنیز مرکز ته پرون انلاین خبرې کولې د امریکا دریځ یوځل بیا په ډاګه کړ او ویې ویل چې ایران یو ډېر غیرمسوولانه کار کړی چې یو ځواب باید ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا د اسراییل د ځینو اقداماتو د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ روښانه کړی او په لبنان کې یې د اسراییل د عملیاتو پراختیا ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسراییل پوځ په خپلو شمالي پولو کې د لبنان له حزب‌الله ډلې سره په جګړه دی.

د چهارشنبې په ورځ د دې جګړې په ترڅ کې اته اسراییلي عسکر ووژل شول چې دا په یو ځای د تېر یوه کال په ترڅ کې د حزب‌الله له وسله‌والې ډلې سره تر ټولو زیات تلفات ي چې اسراییلي پوځیانو ته اوړي.

ایران پرون وویل چې پر اسراییل یې د توغندیو ستر برید پای ته رسېدلی او غوښتل یې چې له دې لارې د نورو ځوښتونو او تحرکاتو مخه ونیول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG