د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د زیاتو عمر لرونکو کسانو نړیواله ورځ؛ ځینې افغانان د ژوند له سختيو او بېلابېلو ناروغيو څخه شکايت کوي


ارشیف: په افغانستان کې د ښاروالۍ یو کارکوونکي د ژوند له کړاوونو او ستونزو شکایت کوي.
ارشیف: په افغانستان کې د ښاروالۍ یو کارکوونکي د ژوند له کړاوونو او ستونزو شکایت کوي.

٦٥ کلن کفايت‌الله بابر د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

هغه وايي، په افغانستان کې یې بېلابېل حکومتونه د سترګو په وړاندې پرځېدلي دي.

دی چې د ژوند په دې پړاو کې هم کار کوي، وايي چې د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ لپاره نفقه ګټي.

دی د اچین ولسوالۍ په یو روغتون کې دنده لري.

کفایت‌الله وايي، ټول عمر یې هڅه کړې چې کار وکړي او په خپلو اولادونو په ځانګړي ډول لوڼو زده‌کړې وکړي.

دی وايي، که څه هم ټولو اولادونو یې زده‌کړې کړي، خو اوسمهال بې‌کاره دي.

هغه زیاتوي: "کله چې له هجرت وروسته د مجاهدينو دوره کې بېرته کابل ته راغلم، ما په کلینيک کې وظيفه واخيسته او د ټولنې خدمات په‌کې ترسره کول، تراوسه هم دا دنده لرم، ټولو اولادونو باندې مې تعليم وکړ، لورګانې مې هم په زده‌کړو بسيا کړې، خو اوس ټول بى‌کاره دي."

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد یوه اوسېدونکې چې دا هم نږدې ۶۵ کاله عمر لري او د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي چې خاوند يې ګلااب‌الدين چې شاوخوا ۷۰ کلن دى، لاسي کراچۍ چلوي او خپله نفقه په ډېرې سختۍ ترلاسه کوي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې وايي: خاوند مې له ۷۰ اوښتى، کراچۍ چلوي، د سودا کراچۍ هم نه ده، د لاس کراچۍ ده، ښار ته لاړ شي، د خلکو مال له يوې سيمې ته وړي راوړي، کوم لس ګون لاس کې ورکړي.

هغه وايي: "د ۶۵ کلونو زه يم او خاوند مې له ۷۰ اوښتى، کراچۍ چلوي، د سودا کراچۍ هم نه ده، د لاس کراچۍ ده، ښار ته لاړ شي، د خلکو مال له يوې سيمې ته وړي راوړي، کوم لس ګون لاس کې ورکړي، له جايه هم نه‌شي جګېدى، خو بيا هم مجبوره دى کار کوي، دوه زامن مې دي چې ښه وو، واده يې وکړ، لاړل، همدغه سړي ته پاتې شو."

نوموړې د ژوند له سختيو او بېلابېلو ناروغيو څخه شکايت کوي او وايي چې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د زیات عمر لرونکي کسان چې د عمر زیاته برخه یې دولتي دنده کړې او اوس تقاعد شوي شکایت کوي چې د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدلو سره دوى تراوسه خپل د تقاعد حقوق نه دي تر لاسه کړي.

دوى چې ډېرى د خپلې کورنۍ سرپرستان دي، وايي چې د تقاعد له پيسو پرته نه‌شي کولى خپل ژوند پر مخ بوځي.

د کابل اوسېدونکى راز محمد چې د پوهنې وزارت يو له متقاعدينو څخه دى، وايي: "له بده مرغه په دې حکومت کې د تقاعد نشتون زمونږ پر ژوند ډېر بد اغېز کړى، په تېر حکومت کې مو کولى شو، که څه هم ناچیزه پيسې مو تر لاسه کولې، خو کولى مو شو لږ خپل ژوند مخ ته يوسو، د کور کرا د برښنا بل، خپل لګښتونو په ورکړه کې عاجزه پاتې يو."

يو بل متقاعد چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، له حکومته غواړي چې غمه يې وخوړل شي: "درې کاله کېږي چې خپل حقوق مې نه دي ترلاسه کړي، له ډېرو جدي اقتصادي ستونزو سره مخ يو، له يوې خوا ژمى راغلى هېڅ کار نه‌شته، حيران د خداى دربار ته پاتې يو. غوښتنه مو له حکومته دا ده که حقوق مو نه راکوي حد اقل يو کار خو دې راکړي، نور بیخي له ژوند نه په تنګ راغلي يو."

په دوى کې يوازې نارينه نه دي چې خپل د تقاعد له حقوق بى برخې دي، د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې چې ښځې کار زده‌کړو او نورو ټولنيزو فعاليتونو څخه بى برخي دي، دغه راز د خپل د تقاعد له حقوقو هم محرومه دي او خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

٦٥ کلنې راضيې د خپل د وضعیت په اړه ازادي راديو ته وويل: " ډېرې زياتې ستونزې لرو، ناروغه هم يم، زوى مې هم بى کاره دی، لور هم، مېړه مې هم متقاعد دى، ډاکتر راته وايي چې عصبى رشتې د فشار لاندې دي، بايد لاس عمليات شي، په کور کې هېڅ نه‌شته، مرستې هیڅوک نه‌لرم، ډېر مې وضعیت خراب دى."

دا په داسې حال کې ده چې د درېیو کلونوپه تېرېدو سره هم د طالبانو حکومت تراوسه د متقاعدینو د تقاعد حقوق نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تقاعد حقونو د تنظیم مقررې له مخې چې د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزارت له‌خوا د ۱۳۸۸ کال د اسد په ۲۶مه د رسمي جریدې په توګه خپره شوې، د ملکي خدمتونو هغه کارکوونکي چې په اداره کې یې د خدمت موده پای ته رسېدلې وي او د مقررې د احکامو سره سم د تقاعد مستحق شي، متقاعد ګڼل کېږي.

خو د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره چې د روان کال د اپرېل په لومړيو کې خپور شو، د طالبانو مالیې وزارت ته امر کړی و چې د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو دې د تقاعد لپاره پیسې نه کموي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

په فرمان کې راغلي وو، د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشونو د پیسو کمول به د ۱۴۰۳ کال د حمل له میاشتې څخه ودرول شي، دغه اعلان په افغانستان زرګونه د ډېر عمر لرونکي تقاعد شوي کسان لا پسې اندېښمن کړي دي.

دې پرېکړې د متقاعدينو پراخ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو حکومت د تقاعد د سيستم د لغوه کولو لامل روښانه نه کړ.

د افغانستان د متقاعدينو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د راپور پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې ۱۷۰ زره ملکي او نظامي متقاعدين موجود دي.

ملګري ملتونه وايي، د پاخه عمر کسان د پوهې او تجربې ارزښتناکه سرچینې دي، د سولې، زموږ د سیارۍ د دوامداره پرمختګ او ساتنه کې د مرستې لپاره ډېر څه لري.

خو په افغانستان کې د پاخه عمر لرونکي کسان له بې‌وزلۍ ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اکټوبر لومړۍ نېټه د زیاتو یا پخو عمر لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۱۹۹۰م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له‌خوا د ډیرعمرلرونکو وګړو د نړيوالې ورځې په توګه په رسميت وپېژندل شوه او له هغه وخت راهيسې هر کال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

که څه هم اوسمهال په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکو کسان شمېر نه دی مالوم، خو ملګرو ملتونو وړاندې ویلي وو چې په ۱۹۸۰م کال یې شمېر ۲۶۰ میلیونه اټکل شوی و.

له دې وروسته ملګري ملتونو په ۲۰۲۱م کال کې په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر شاوخوا ۷۶۱ میلیونه ښودلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG