د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

خیبر پښتونخوا کې د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ نښتې؛ ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي


په کرمه کې د روانو نښتو ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
په کرمه کې د روانو نښتو ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په کرمه کې د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې له سلو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خیبر پښتونخوا په کرمه سیمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په روانو نښتو کې پر کورونو او ودانیو د توغندو د لګېدو له کبله په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د کرمې پولیسو او روغتیايي چارواکو له سیمې د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، تر ننه پورې په دې نښته کې د ۳۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د سدې د روغتون مشر ډاکتر رحیم ګل مشال راډیو ته ویلي، د ټپیانو لپاره په دې روغتون کې کافي درمل او د درملنې نور وسایل نه لري.

د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ دا نښته د روانې میاشتې په شلمه په بوشهره کې پر لانجمنې ځمکې د مورچلو د جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمنځ راپورته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، دواړو خواوو د یوبل پر ضد درنې او سپکې وسلې کارولي چې خلکو ته يې د ځاني زیانونو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دغې نښتې له کبله په سیمه کې د تګ راتګ ټولې لارې، دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د خوارک، څښاک او نورو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په پاړه چنار کې د شیعه‌وو د انجمن حسینیه مشر جلال‌الدین بنګش مشال راډیو ته ویلي، نښته د ځمکې پر سر پیل شوې وه، خو وروسته يې فرقه‌يي بڼه خپله کړه.

د هغه په خبره، دا ډول نښتې په سیمه کې د بدبختیو لامل ګرځي.

د روان میلادي کال د جولای په ۲۵مه د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ د روغې جوړې د جرګې یو انځور
د روان میلادي کال د جولای په ۲۵مه د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ د روغې جوړې د جرګې یو انځور

د مشال راډیو د راپور پر بنسټ، له هنګو، اورکزیو او کوهاټ څخه د مشرانو یوه جرګه هڅه کوي چې په کرمه د ښکېلو خواوو ترمنځ اوربند وکړي.

که څه هم د کرمې حکومتي چارواکو تراوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي، خو د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپریدي وړمه ورځ ویلي وو چې چارواکي هڅه کوي چې نښته ژر تر ژر ودروي.

په کرمه کې شیعه‌ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي، خو وخت ناوخت يې د ځمکو، ځنګولو او نورو ملکیتونو پر سر وسله‌والې نښتې ترمنځ پېښېږې.

شیعه او سني مشرانو د روان کال په اګست کې هو کړه کړې وه چې د خوار کلي او بالش‌خېلو ترمنځ په سیمه کې به هیچا ته د نویو مورچلو د جوړولو اجازه نه ورکوي.

له دې وړاندې د دواړو ډلو ترمنځ په تېره جولای میاشت کې نښته شوې وه چې شپږ ورځ يې دوام وکړ او د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

له دې وړاندې په ۲۰۰۷م کال د کرمې په بوشهره کې د شيعه او سنیانو ترمنځ په نښته کې په لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

دغو دواړو خواوو په ۲۰۰۸م کال په مري کې یو توافق لاسلیک کړ چې په‌کې ویل شوي وو، په کرمه کې به د ځمکې هر لانجه د جرګو له لارې حل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG