د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

سراج: د خیبرپښتونخوا نه د افغان کډوالو د ایستلو هڅه، د مرکزي حکومت پریکړه نه ده


د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت چارواکې وايي، د خیبر پښتونخوا له ایالته د افغان کډوالو د ایستلو هڅه، د پاکستان د مرکزي حکومت پریکړه نه ده.

دوې وايي، د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتو د سازمان د درې اړخیزې موافقې په اساس، افغان کډوال د دوه زره پنځه لسم میلادي کال تر پاېه پورې، په هغه هېواد کې د اوسیدو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د کرمې ایجنسی چارواکو افغان کډوالو ته ګواښ کړی چې په درې ورځو کې دې، هېواد ته ستانه شي.

په عین وخت کې د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه او تاکېد به پرې وکړي چې په دې کار بیړه ونه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا د پاکستان د مرکزي حکومت پریکړه نه ده، چې د پښتونخوا ایالت له کرمۍ ایجنسۍ څخه دې په درې ورځو کې افغان کډوال له سیمې ووځي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې په کرمه ایجنسۍ کې سیمه ییزو چارواکو افغان کډوالوته خبردارۍ ورکړی چې په درې ورځوکې دې سیمه پریږدي او خپل هېواد ته دې ستانه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د یکشنبې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، د خیبرپښتونخوا چارواکي باید د افغان کډوالو د ایستلو په هکله د کډوالۍ نړېوال اصول مراعات کړي:

″له دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا د ایالت له خوا ورته هڅه شوې وه، خو مرکزي حکومت دا تصمیم رد کړی دی او داسې تصمیم هم نه لري.″

راپورونه وايي، د پیښور په ښار کې د مخالفینو له خوا د قوس په پنځه ویشتمه، پریوه پوځي ښوونځي له حملې وروسته، په خیبر پښتونخوا کې د سیمه ییزو پولیسو له خوا پر افغان کډوالو فشار راوستل شو چې ژر تر ژره دې خپل هېواد ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو فشارونو، په پیښور ښار او کمپونو کې افغان کډوال له ډول ډول ستونزو سره مخ کړل.

په دې هکله افغان کډوالو ازادۍ رادیوته ویلي چې پولیسو هره ورځ په لسګونو افغان کډوال په حوزو کې بندیان کړي او له ګڼو څخه یې پیسې هم اخیستي دي.

دې ستونزې افغان چارواکي اړ کړل چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د ځینو افغان چارواکو او د ولسي جرګې د یو شمېرغړود معلوماتو له مخې چې په دې وروستیو کې یې پاکستان ته سفر کړی و، د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د هغه امنیتي سلاکار سرتاج ورته ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلوهڅه د پاکستان د مرکزي حکومت پریکړه نه ده.

په دې هکله د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت ویاند اسلام الدین جراءت ازادۍ رادیوته وویل، د کډوالو د چارو د وزیر له ټاکل کېدو سره سم به د روانې ستونزې اوارۍ ته اقدام وشي:

″موږ غوښتل چې په دې اړه درې اړخیزه ناسته ولرو، کله چې د کډوالو چارو نوی وزیر وټاکل شي، دا ناسته به جوړه شي، پخوا هم دا ډول ستونزې په ډیالوګونو اوارې شوي او هیله ده بیا هم اوارې شي.″

د دې وزارت د معلوماتوله مخې اوس مهال په ایران او پاکستان کې کابو پنځه میلیونه افغانان اوسیږي چې شاوخوا نیمایي په یادو هېوادونو کې د اوسیدو قانوني اسناد لري او نور يي د ایران او پاکستان په لېرې پرتو سیمو کې په ساختماني او داسې نورو کارونو بوخت دي.

راپورونه وايي، په دواړوهېوادونوکې اکثره افغانان د پولیسو له خوا ځورول کېږي.

بل خوا افغان حکومت وايي، دا توان نه لري چې له ګاونډیو هېوادونو څخه دې په میلیونونو راستنو شویو افغانانوته د کار زمینې برابرې کړي.

د همدې له امله افغان حکومت څوڅو ځلي له پاکستاني او ایراني چارواکو غوښتي چې د افغانستان ستونزې دې په پام کې ونیسي او له خپلو هېوادونو څخه دې د افغان کډوالو پرایستلو بیړه نه کوي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG