د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت"MSF" ته ویلي چې خپل فعالیت بند کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې ته ویلي دي چې په قبایلي سیمو کې فعالیت بند کړي.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې "MSF" پرون وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې ټولنې د فعالیت د جواز له تمدید څخه ډډه وکړه او په دې توګه نور نو نشي کولای چې د باجوړ ایجسنۍ په قبایلي سیمه کې اړو خلکو ته صحي مرستې ورسوي.

ام اس اف په یوه بیان کې ویلي چې له دې سره په باجوړ ایجسني کې د دې ټولنې څلور کلن فعالیت هم پای ته ورسېد.

دا ټولنه په باجوړ کې چې د وګړو شمېر یې له اوه نیم لکو اوړي ۱۲۰ کارکوونکي لري چې ټول پاکستانیان دي.

په پاکستان کې د ام اس اف د ټولنې مشر ازاد الیساندرو الوکو Azaad Alessandro Alocco وايي، د باجوړ په سیمو کې روغتیايي خدمات ډېر محدود دي او د دوی ډېری ناروغان حتی د ابتدايي روغتيايي خدماتو لپاره هم پیسې نه لري.

ښاغلی الوکو وايي، د ام اس اف روغتون خلکو ته وړیا او په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کول او د دې ټولنې د فعالیت بندېدل به د باجوړ ایجنسۍ د خلکو پر روغتیايي وضعیت ناوړه او جدي اغېزې وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په دې اړه یې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارته د تبصرې غوښتنه وکړه خو دې وزارت له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

دوه میاشتې مخکې د پاکستان حکومت دې خیریه ټولني ته چې مرکز یې په ژنیو کې دی وویل چې د قبایلو په بله ایجنسۍ- کرمه کې هم خپل ۱۴ کلن فعالیت بند کړي.

په تېره یوه لسیزه کې په ډېری قبایلي سیمو کې افراطي وسله والو ډلو د پاکستان له پوځ سره درنې جګړې کړې دي.

دې جګړو پر روغتیايي خدماتو، تعلیم او نورو برخو خورا ناوړه اغېز کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG