د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د امریکا بې‌پيلوټه الوتکو په کورمه اېجنسۍ کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي


د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو په دې وروستیو کې د کرمې اېجنسۍ قبایلي سیمه هدف وګرځوله او څه باندې ۲۰ وسله‌وال‌یې ووژل.

د پاکستان په یوه قبایلي سیمه کې روانه اوونۍ د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو دوه وار جلا حملې وکړې.

په هغې حمله کې چې د سې شنبې په ورځ پر کرمې اېجنسۍ وشوه د پاکستاني چارواکو په خبره د څو مهمو قوماندانانو په شمول ۱۱ وسله‌وال اورپکي هم ووژل شول.

یوه ورځ مخکې تر دې هم ۲۰ تنه وسله‌وال هغه وخت ووژل شول چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې پر کرمې اېجنسۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې د حملې هدف وګرځېدل.

یاد وسله وال په کرمه اېجنسۍ کې په نښه شوي.
یاد وسله وال په کرمه اېجنسۍ کې په نښه شوي.

د کرمې اېجنسۍ یو سیمه‌ییز مقام بصیر وزیر روېټرز اژانس ته وویل چې د امریکا بې‌پيلوته الوتکو د وسله‌والو طالبانو مرکزونه ویشتي دي.

د طالبانو اړوند ځینو سرچینو روېټرز ته ویلي چې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکو په دوو وروستیو حملو کې د حقاني شبکې ۲۴ تنه غړي وژل شوي او په منځکې یې د دې شبکې څو مهم قوماندانان هم شامل دي.

خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ویلي چې د سې شنبې په ورځ په کرمې اېجنسۍ کې په حملې سره ۳۴ پاکستاني طالبان وژل شوي چې په‌کې د دې ډلې مهم قوماندان ابوبکر هم شامل دی او ۱۵ تنه نور یې ټپيان دي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي مجیب‌الرحمن څمکني هم اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې پر وسله‌والو طالبانو دوهمه حمله هغه وخت وشوه چې هغوی د تېرې ورځې د برید په نتیجه کې د مړو شویو طالبانو جسدونه ټولول.

د طالبانو ځینو سرچینو ویلي چې په دې حمله کې د حقاني شبکې۲۴غړي وژل شوي.
د طالبانو ځینو سرچینو ویلي چې په دې حمله کې د حقاني شبکې۲۴غړي وژل شوي.

استخباراتي سرچینو ویلي چې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکو په دې وروستیو کې د دې لپاره هوايي حملې وکړې چې د حقاني شبکې وسله‌وال او د پاکستاني طالبانو «تحریک طالبان پاکستان» مهم قوماندان ابوبکر په نښه کړي.

دوی په دې وروستیو کې له شمالي وزیرستانه کرمې اېجنسۍ ته کډه شوي دي.

قبایلي سیمې د ترهګرو عمده پټنځایونه بلل کېږي چې پر افغانستان باندې ډېرې حملې هم له دې ځایه پلانېږي.

خو د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د هوايي حریم سرغړونه نه‎ده شوې او نه‎یې هم پر خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي.

په کرمې ایجنسۍ کې داسې وخت زیات شمېر سخت دریځي وسله‌وال وژل کېږي چې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو په جلا حملو کې نږدې ۸۰ کسان ووژل شول.

ډېری دا حملې د پوځي اهدافو پر سر وشوې، خو له ګڼو ملکیانو یې هم قرباني واخیسته.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG