د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

پکتياوال: د استخباراتي او کشفي ارګانونو مشران دې ګوښه او محاکمه شي


د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو، سياسي کړيو او مدني فعالانو په يو ګډ خبري کنفرانس کې پر امنيتي کشفي او استخباراتي ارګانونو د ناغېړۍ تور ولګاوه او د پروني بريد په مخنيوي کې يې په بې‌غوري تورن کړل.

په دغې خبري ناسته کې د دې ولايت د ولايتي شورا منشي حفيظ‌الله مبارز وويل د کشفي او استخباراتي ارګانونو مشران دې له ولس څخه د بخښنې غوښتلو ترڅنګ دندې پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه:

"اول دې د امنيتي او کشفي او استخباراتي ارګانونو مشران له ولس څخه بخښنه وغواړي او بيا دې دوی په رسمي ډول څارنواليو او محاکمو ته معرفي شي او ولسونو ته ځواب ګو واوسي او په دومره ضعف کې دې استعفا وړاندې کړي."

ده دا هم وويل چې که چېرته د دغو ادارو ناغېړي نه‌وي ښايي داسې پېښې رامنځته نه‌شي.

د کنفرانس يو بل ګډونوال قومي مشر ښايسته جان احدي پر کشفي او استخباراتي کړيو د بې‌غورۍ د تور لګولو تر څنګ په اداره کې د پلټنو او مجازاتو او مکافاتو د سيستم نشتوالی د لويو پېښو باعث وګاڼه.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"موږ وايو چې جاني‌خېلو سقوط وکړ، چا پوښتنه ونه‌کړه. په امنيه قوماندانۍ په تېره روژه کې بريد وشو، چا پوښتنه ونه‌کړه. او همدغسې نور بريدونه وشول چا پوښتنه ونه‌کړه چې پوښتنه نه‌وي همداسې لويې پېښې، فاجعې او ناورينونه به رامنځته کېږي. په دې کې د امنيه قوماندانۍ ځيني مسؤلين لاس لري، هم‌يې قوي غفلت کړی دی. دوی دې څارنوالۍ ته معرفي شي، موږ د دوی اقدام ته په تمه يو، که دوی دا کار ونه‌کړي، موږ له مرکزي حکومت څخه راغلي نه قوماندان ته د قوماندانۍ اجازه ورکوو او نه نورو امنيتي ارګانونو ته، دوی نه ځان ساتلی شي او نه ولسونه."

د نوموړي په خبره مرکزي حکومت بايد د دې ولايت د نظامي پياوړتيا لپاره جدي اقدامات او هلې ځلې وکړي او که چېرته داسې ونه‌شي ولسونه به د دې حکومت له مرستې لاس په سر شي.

په دې غونډه کې سياسي او مدني فعالانو هم له مرکزي او ولايتي ادارې څخه غوښتنې لرلې.

د پکتيا د فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال‌الدين اصف‌خېل وويل:

"يوه لويه غوښتنه دا ده چې د پکتيا د کشفي او استخباراتي ادارو مشران ژر تر ژره له دندو ګوښه او محاکمه شي او که چېرته دوی ګوښه نه‌شول د پکتيا ولسونه به لاريونونه هم کوي او د خپل حق اخيستو لپاره به غږ پورته کوي او د تبديلۍ غوښتنه به کوي."

ده د چا نوم وانه‌خيست، خو د پکتيا ولايت له والي نيولې ان تر ښکته کشفي او استخباراتي ادارو مسؤلينو ته‌يې ګوته ونيوله او له مرکزي حکومت څخه‌يې په پکتيا کې د تغيیراتو غوښتنه وکړه.

دا خبري کنفرانس پر داسې مهال ورغوښتل کېږي چې تېره ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ څلور پرله‌پسې چاودنې وشوې او په دغو بريدونو کې ۱۱ تنو ځانمرګو بريدګرو څخه استفاده شوې وه چې نږدې ۲۴۰ تنو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله چې د چارواکو په خبره اکثريت‌يې ملکي وګړي وو.

د پکتیا د تېرې ورځې پېښې انځور.
د پکتیا د تېرې ورځې پېښې انځور.

د دې خبري ناستې په اړه تر دې مهاله د پکتيا امنيتي او کشفي ارګانونو کومه خبره نه‌ده کړې، خو په سوېل ختيځ زون کې د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد ازادي راډيو ته په خبرو کې ومنله چې د پېښې جدي پلټنې روانې دي او پنځه تنه هغه مشکوک عکسر يې هم نيولي دي چې په پېښه کې پرې د لاس لرلو شک کېږي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG