د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د جګړې د قربانیانو د وارثینو پر وضعیت د بشري حقونو د کمېسیون جدي اندېښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې هېواد کې د جګړې او ترورېزم د قربانیانو د وارثینو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د دې کمیسیون رئیسې سیما سمر د چهارشنبې په ورځ د یوې ځانګړې مرکې پر مهال ازادي راډيو ته وویل، هڅه کېږي چې د جګړې د قربانیانو د کورنیو او وارثینو څخه د ملاتړ یو ځانګړی مېکانیزم جوړ شي.

هغې وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې پر یوې ملي څېړنې او مستند سازۍ کار کوي.

سیما سمر
سیما سمر

نوموړې زیاته کړه:

"دا مسئله د کمېسیون یو له جدي اندېښنو څخه ده او په همدې خاطر موږ د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ په هدف یو ملي څېړنه پیل کړې ده، موږ هیله لرو څو وتوانېږو چې رښتیني مسایل مستند کړو، او دا د دې لامل شي چې د جګړې د قربانیانو قربانۍ تضمین شي، مثلاً د قربانیانو د کورنیو او وارثینو د ژوند د تضمین لپاره ملاتړې کړنلاره ولرو."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړو د قربانیانو د کورنیو څخه د ملاتړ په هدف دغه تحقیق د دې لپاره کوي چې قربانیانو ته د حکومت او نورو نړیوالو سازمانونو توجه جلب شي او د ملکي تلفاتو د کمښت یوه حل لاره پیدا شي.

د جګړې د قربانیانو د کورنیو د وضعیت په اړه دا اندېښنه په داسې حال کې شریکېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل یو راپور کې چې یوه اوونۍ وړاندې خپور شو ویلي چې په دې هېواد کې د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې له اته زره ډېر کسان وژل شوي چې نېږدې په سلو کې ۶۷يې ښځې او ماشومان دي.

دې ادارې له دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال د لومړیو شپږو میاشتو په خپور شوي راپور کې ویلي وو چې د مې د میاشتې د ۳۱مې نېټې د کابل د زنبق څلورلارې ټانګر بم چاودنه چې له سلو ډېر کسان په‌کې ووژل شول او له ۵۰۰ ډېر په‌کې ټپيان شول د ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا تر ټولو ستره خونړۍ حمله وه.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

خو ویل کېږي چې په تېرو کلونو کې د جګړې د قربانیانو له کورنیو او وارثینو سره د پام وړ مرستې نه‌دي شوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې له قربانیانو څخه د ملاتړ ټولنه د جګړې د قربانیانو د مستند سازۍ په برخه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون هلې ځلې ستايي او دا یو مثبت ګام ګڼي.

د دې ټولنې یوه غړي محمد اصف مالستاني ازادي راډيو ته وویل چې د دې مسئلې تحقیق تر ډېره په مالي او سیاسي ملاتړ پورې اړه لري.

دی زیاتوي:

"دا مسئله تر ډېره په کمېسیون پورې اړه لري چې تر کومه حده د ولسمشر، مرستیالانو، وکیلانو او وزیرانو سیاسي ملاتړ له ځانه سره لري، دا په دې پورې اړه لري چې څومره سیاسي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي او د دې عملي کول ډېر اسانه ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پکتیا او غزني کې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییزو انتحاري حملو کې د ملکیانو په ګډون ۸۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

د پکتیا د تېرې ورځې پېښې قربانیان.
د پکتیا د تېرې ورځې پېښې قربانیان.

د بشري حقونو د ملاتړ ټولنو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې او د جګړې د قربانیانو کورنیو ته‌يې د رسېدنې او ملکي وګړو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG