د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

ملي ارمان: طالبانو د سولې خبرو ته په انتحاري حملو ځواب ووایه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په هېواد کې د وروستیو حملو په اړه تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼه کې لیکلي چې طالبانو د سولې خبرو ته په انتحاري حملو او څو ولایتونو کې په چاودنو ځواب ووایه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د وروستیو حملو مسؤلیت طالبانو منلی او افغان ځواکونو ته‌يې د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو د سولې خبرو ته په انتحاري حملو او څو ولایتونو کې په چاودنو ځواب ووایه.

​د ورځپاڼې په خبره دغه حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزه ناسته په عمان کې ترسره شوه او پاکستان په‌کې ډاډ ورکړ چې خپلې ژمنې به عملي کوي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د همدې موضوع په اړه مطلب خپور کړی او ویلي يې دي چې په پکتیا غزني او میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو په ډله‌ییزو حملو کې د پکتیا د امنیه قوماندان په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتنه.

په مطلب کې راغلي په دې پېښه کې ۱۱ انتحاري حمل کوونکو برخه اخیستې وه او د یوه سیمه‌ییز امنیتي چارواکي له قوله‌يې لیکلي چې حمله د دوه پوځي موټرو د چاودنې سره پیل شوه چې د پکتیا د امنیه قوماندانۍ تر څنګ‌يې ځانونه رسولي وو.

د لیکنې په دوام راغلي، د افغانستان جمهوري ریاست د دغې حملې د غندلو تر څنګ د برید پر وړاندې د افغان ځواکونو اقدامات ستایلي دي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې "د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي د ملکي تلفاتو مرګ ژوبله ډېره کړې" تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

​په مطلب کې د ولسي جرګې د غړو له قوله لیکل شوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته امنیتي وضعیت خراب او په یو شمېر سیمو کې د وسله‌والو طالبانو حاکمیت ډېر شوی دی.

په یو شمېر سیمو کې د وسله‌والو طالبانو حاکمیت ډېر شوی دی.
  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې هم د پکتیا د تېرې ورځې د حملې په اړه تبصره کړي او لیکلي دي چې په دې حملو کې د یاد ولایت د امنیه قوماندان په ګډون ۵۱ تنه ووژل شول.

ورځپاڼې د پکتیا پوهنتون د یو شمېر استادانو په حواله لیکلي چې په دې حملو کې د پوهنتون ۱۵ محصلینې هم ټپيانې شوې دي.

په دې حملو کې د پوهنتون ۱۵ محصلینې هم ټپيانې شوې دي.​
XS
SM
MD
LG