د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ولسي جرګه: په پکتیا او غزني کې غفلت کوونکي مسؤلین دې له دندو ګوښه شي


په پکتیا، غزني، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو وروستیو حملو د ولسي جرګې د غړو تُند غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر وکیلانو د چهارشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د امنیتي مسؤلینو په غیر مسلکیتوب انتقاد وکړ او ویې‌ویل، هغوی چې د پکتیا او غزني د حملو په مخنیوي کې یې ناغېړي کړې، باید له دندو ګوښه شي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست

د ولسي جرګې دوو غړو نواب منګل او رمضان بشردوست په دې اړه وویل:

"زه پر حکومت غږ کوم! هغه مسؤلین چې په دې برخه کې یې غفلت کړی باید ژر تر ژره له دندو ګوښه شي."

"د کورنیو چارو وزیر مطلق بې‌سواده دی، انجنیری یې لوستې، ارشد معین د اردو په برخه کې درس ویلی، په امنیتي برخه کې مطلق بې‌سواده دی، قصاب نجارۍ ته استوو او خوشحاله هم یو."

ښاغلی بشردوست بې‌کفایته کسانو ته د اعتماد د رأیې په ورکولو کې د ولسي جرګې غړي هم ګرم بولي او ټینګار کوي چې مسلکي کسان باید په امنیتي بنسټونو کې وګمارل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د سې شنبې په ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د ډله‎ییز برید په نتیجه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت ارشد معین تېره ورځ ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل چې د پکتیا په حمله کې ۲۱ پولیس وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي مراد په خبره په دغې حمله کې ۲۰ ملکي وګړي هم وژل شوي او شااوخوا ۱۱۰ تنه ټپان شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې طالبانو تېره ورځ د غزني د اندړ ولسوالۍ پر ودانۍ په برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې د سې شنبې په ورځ په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم د چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وروستۍ حملې د اندېښنې وړ بولي او وايي، راتلونکې اوونۍ به امنیتي او دفاعي مسؤلین جرګې ته وروغواړي او د روان وضعیت په اړه به ترې وپوښتي.

د کورنیو چارو وزارت ارشد معین مراد علي مراد بیا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله‎وال مخالفین تر فشار لاندې دي او د پکتیا او غزني په حملو کې هېڅ ډول وظیفوي غفلت نه‎دی شوی.

د کورنیو چارو وزارت ارشد معین مراد علي مراد
د کورنیو چارو وزارت ارشد معین مراد علي مراد

نوموړی وايي:

"هغوی په تېرو ۶ میاشتو کې خپل ټول قوت او هغه ملاتړ چې له افغانستانه‌یې بهر درلود استعمال کړ، خو له ماتې سره مخ شول او د پکتیا او غزني د حملو د څېړلو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له قرارګاه او دفاع وزارت څخه مسلکي پلاوی ټاکل شوی او څېړنې روانې دي او کوم معلومات چې موږ یې لرو هېڅ ډول وظیفوي غفلت نه‎دی شوی."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، امنیتي او دفاعي بنسټونه یوه روښانه امنیتي ستراتېژي نه‌لري او د ترورېستانو د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره هم د تهاجمي عملیاتو د پیل اراده نه‌شته.

دوی وايي، که دا عملیات ترسره ‎شي او دغه‌شان یوه روښانه امنیتي ستراتېژي رامنځته شي، د وسله‎والو حملو د زیاتېدو ستونزه به هم هواره او په هېواد کې به امنیت ټینګ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG