د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

د سولې عالي شورا په افغانستان کې د طالبانو وروستۍ حملې د پاکستان نوی چال بولي


د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت د سولې غږ ته، په جګړې د وسله‌والو طالبانو ځواب، د پاکستان نوی چال بولي.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، د عمان له څلور اړخیزې ناستې یوه ورځ وروسته د وسله‌والو طالبانو خونړۍ حملې دا ښيي چې پاکستان یو ځل بیا د نړۍ د غولولو هڅه کوي او غواړي دا دوکه ورکړي چې پر دغې ډلې بې‌واکه دی.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"پر پاکستان باندې ډېر فشار دی او اوس دوی داسې ښيي چې طالبان ډېر د دوی په لاس کې نه‌دي بلکې خپلواک دي او دا شان کارونه هم کولای شي."

ښاغلي دین محمد وویل تېرو تجربو ته په پام سره دا ځل هم د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان رښتینې همکارۍ ته هیله‌مند نه‌دی، خو په خبره‌يې اړتیا ده چې د سولې دروازې پرانیستې پرېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ عمان د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د څلور اړخیزې ناستې کوربه وو.

مستغني: مسقط غونډې د افغان سولې په اړه د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ

که څه هم افغان حکومت هیله څرګنده کړې وه چې پاکستان به دا ځل د سولې په خبرو کې رښتینې همکاري وکړي، خو له دې خبرو یوازې یوه ورځ وروسته، وسله‌والو طالبانو د افغانستان په پکتیا او غزني ولایتونو کې په خپلو خونړیو حملو سره د پکتیا د امنیه قوماندان په ګډون نږدې ۷۰ تنه چې ملکیان او امنیتي ځواکونه دواړه په‌کې شامل و، ووژل او سلګونه نور یې ټپيان کړل.

کورنیو چارو وزارت: د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ حمله کې ۴۱ تنه وژل شوي

پایتخت کابل هم په دغه ورځ ارامه نه‌و او د ورځې ناوخته د لاسي بمونو په یوه حمله کې یو ملکي کس ووژل شو او دوه تنه پولیس ټپیان شول.

امنیه قومانداني: کابل کې چاودنو یو ملکي وژلی او ۲ سرتېري ټپیان کړي

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا یادو پېښو ته په پام سره وايي، طالبانو په دې توګه وښوده چې باید د افغانستان د سولې په مسئله کې د قضیې د یو اړخ په سترګه ورته وکتل شي.

له دې ډلې بشیر هاتف ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې وسله‌والو طالبانو ته په دغې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې نو اوس هغوی غواړي چې خپل زور وښيي چې موږ هم د قضیې د یو اړخ په توګه مطرح یو او د نورو هېوادونو ناسته او خبرې نه‌شي کولای زموږ برخلیک بدل کړي."

د عمان په غونډه کې وسله‌والو طالبانو ته بلنه نه‌وه ورکړل شوې او وسله‌‎والو طالبانو هم د غونډې تر پیل دمخه، د خپلو استازو د ګډون امکان رد کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مسقط په څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان له‌خوا د شویو ژمنو پر عملي کېدو او رښتینو اقداماتو ټینګار شوی او ګډون کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به عملي اقدامات کوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG