د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

مستغني: مسقط غونډې د افغان سولې په اړه د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسقط په څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان لخوا د شویو ژمنو پر عملي کېدو او رښتنیو اقداماتو ټینګار وشو.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ناستې ګډون کوونکو هېوادونو ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې به عملي اقدامات کوي.

شکېب مستغني
شکېب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"د ناستې ګډون کوونکو هېوادونو د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ او دا وعده وشوه چې ژمنې به عملي کېږي او دا پرېکړه وشوه چې په هغه صورت کې به راتلونکې ناسته ترسره کېږي چې ګډون کوونکي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان خپل کورنی کار ترسره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د څلور اړخیزو ناستو شپږم پړاو پرون د عُمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوه.

د يو شمېر راپورونو له مخې د څلورو هېوادونو استازو د بندو دروازو تر شاه کتلي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې اصلي خبرې د افغانستان د سولې لپاره د هڅو د دوام لپاره د لارو پر موندلو متمرکزې وې.

د مسقط په غونډه کې د افغانستان د طالبانو د استازو د ګډون په اړه معلومات نه‎ دي خپاره شوي، خو وسله ‎والو طالبانو د غونډې تر پیل مخکې، د خپل استازو د ګډون امکان رد کړی و.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس، اکرم خپلواک او د پاکستان له لوري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رئیسې تهمینې جنجوعه ګډون درلود.

سرچینې: د مَسقط په ۴ اړخیزه غونډه کې د سولې لپاره د پاکستان پر ابتکار موافقه شوې

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي بیا وايي، ترهغې چې افغان حکومت د سولې په برخه کې يوه نوې تګلاره او میکانیزم جوړ نه کړي دا شان ناستې ګټه نه ورکوي.

له ډلې يې سید خالد سادات وايي:

"له بده مرغه چې افغان حکومت ونه توانېده چې داسې نوې ستراتيژي جوړه کړي چې د سولې په برخه کې د طالبان او پاکستان سره د سولې نوی میکانیزم رامنځته کړي چې دا يوه اصلي ستونزه ده چې له امله يې موږ او تاسو د عمان په ناسته کې د يوې ناکامې تجربې تکرار ګورو."

په کابل کې د سولې اړوند تېره څلور اړخیزه غونډه.
په کابل کې د سولې اړوند تېره څلور اړخیزه غونډه.

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې له اسلام‌اباده پیل کړه، خو له څرګندې پایلې پرته، دا لړۍ ختمه شوه.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG