د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مستغني: د ۴ اړخیزې غونډې تمرکز له ترورېزم سره د پاکستان پر رښتینې مبارزې دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې د بحثونو تمرکز د ترورېستي ډلو پر وړاندې د پاکستان په صادقانه او عملي مبارزه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کېدو څرنګوالی او د افغانستان او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د تګلارې پلې کېدل، په عمان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې مهمه اجنډا جوړوي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې تمه وښوده چې پاکستان تر دغې څلور اړخیزې ناستې وروسته، د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو ترڅنګ، په خپله خاوره کې د ترورېستانو د ځالو د لمنځه وړلو په برخه کې هم اقدام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني وویل:

"موږ تمه لرو چې په دغه څلور اړخیزه ناسته کې د ژمنو د عملي کېدو په اړه تر ډېره خبرې اترې وشي او د خبرو په نتیجه کې د ژمنو د عملي کېدو لپاره مشخص اهداف وټاکل شي او هم دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره لارې مشخصې شي. "

د سولې دا څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې نن دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړه شوه.

د سولې څلور اړخیزه ناسته دا ځل په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان ته د امریکا له‎خوا دمخه فشارونه متوجې دي او د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، دا غونډه کېدای شي متفاوته ثابته شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د طالبانو استازي هم په دغه ناسته کې ګډون کوي، خو افغان حکومت او طالبانو په دغه ناسته کې د طالب استازو حضور رد کړی دی.

په دغه یوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین له یوه پلاوي سره چې د سولې د عالي شورا استارزی هم په کې شامل دی، ګډون کړی دی.

د سولې دغه شپږمه څلور اړخیزه ناسته له نېږدې دوه کاله ځنډ وروسته بیا جوړه شوې ده.

له وسله ‎والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په باب د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین لومړۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، په عمان کې د سولې څلور اړخیزه ناسته په هغو هېوادونو د فشار یوه وسېله ده چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستان ته دا یو ښه فرصت دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې صادقانه مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

ښاغلی احمدزی وایي:

"د سولې دا غونډه د پاکستان لپاره یو طلایي چانس دی، تر څو ترې ښه ګټه پورته کړي او د سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي، موږ له دغې غونډې هرکلی کوو او په ځانګړي ډول دا غونډه چې زموږ ستراتیژیک ملګري پکي ګډون لري، نو زه دا غونډه په هغو هېوادونو د فشار یوه وسيله ګڼم چې مخالفین روزي او ترې ملاتړ کوي."

اخوا بیا د پګواش نړیواله مؤسسه چې ډېر کله د وسله‎ والو طالبانو تر منځ د غیر رسمي خبرو کوربه وه، وايي چې د سولې دا غونډه هغه مهال نتیجه ورکوي چې طالب استازي هم پکې ګډون ولري.

په کابل کې د دغې موسسې یوه غړي محمد یوسف افتخار ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید هڅه وکړي چې وسله وال طالبان هم دغه پروسه کې شامل کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG