د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي سبا دوشنبه عمان کې پر سوله غږېږي


د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي سبا دوشنبه د عُمان په پلازمېنه، مَسقط کې سره ګوري او د افغانستان پر سوله خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په لومړۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته ولاړ او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌یې وکتل.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د افغانستان په ګډون، د ټولې جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په وینا کې پر پاکستان تور پورې کړ چې ترورېستانو ته‌يې پناه ورکړې او پر اسلام‌اباد يې غږ وکړ چې ډېر ژر دې د افراطي ډلو او ترورېستانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې د امریکا نوې ستراتېژۍ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان دریځ لا پیاوړی کړی دی.

هغه د افغانستان د سولې لپاره په عُمان کې د څلور اړخیزې غونډې د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ باور لرو چې د هر بل وخت په پرتله، د دې ښه فرصت برابر شوی چې پاکستان د بېلابېلو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې او له خپلې خاورې د هغوی د ایستلو لپاره کلک ګام پورته کړي."

په مسقط کې په جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ګډون کوي.

د دې شورا د نړیوالو چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې عُمان په دې ارتباط اغېزمن رول لوبولای شي.

قاسمیار: عُمان د سولې په اړه اغېزمن رول لوبولای شي.
قاسمیار: عُمان د سولې په اړه اغېزمن رول لوبولای شي.

محمد اسماعیل قاسمیار زیاته کړه:

"عُمان له ایران او امریکا سره ښه روابط لري. موږ هیله لرو چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ته اغېزمنه زمینه برابره شي."

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې له اسلام‌اباده پیل کړه، خو له څرګندې پایلې پرته، دا لړۍ ختمه شوه.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا پر پاکستان تور پورې کوي چې له وعدې سره سم‌یې د وسله‌والو طالبانو استازي د سولې په مذاکرو کې د ګډون لپاره قانع نه‌کړل.

اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي او وايي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

خو د واشنګټن په وودرو وېلسون تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې څارونکی، مایکل کوګلمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې له هغو دوو عمده دلیلونو پرده پورته کړه چې د ښاغلي کوګلمن په باور په افغانستان کې د سولې د هڅو د کامیابۍ مخنیوی یې کړی دی.

د جنوبي اسیا د برخې څارونکی، مایکل کوګلمن
د جنوبي اسیا د برخې څارونکی، مایکل کوګلمن

نوموړی وايي:

"لومړی خنډ پاکستان دی. سره له دې چې هغه هېواد د سولې د بهیر د ملاتړ عمومي پیغامونه ورکوي، هېڅ داسې عملي نښه نه‌څرګندېږي چې پاکستان د سولې خبرو ته د وسله‌والو طالبانو د استازو د چمتو کولو لپاره له خپله نفوذه کار اخیستی وي. بله ستره ستونزه طالبان دي. زه په وضاحت او تأکید وایم، څو چې هغوی د جګړې په ډګر کې برلاسي وي، د افغانستان له حکومت سره سولې او د جګړې له ډګره وتلو ته هېڅ انګېزه نه‌لري."

خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وروستۍ وینا کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې وسله‌وال طالبان د جګړې په ډګر کې بری نه‌شي ګټلی او هغوی ته‌یې سلا ورکړه چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

XS
SM
MD
LG