د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

امنیت شورا: افغانستان د مذاکراتو د میکانیزم په اړه د پاکستان وړاندیز منلی


افغان حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو تهمثبت ځواب ویلای چې په ترڅ کې یې د څلور اړخیزو مزاکراتو میکانیزم بیا پیلېږي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وايي، افغانستان په لوړه کچه په هغې غونډه کې ګډون کوي چې د دغه هېواد د سولې په تړاو په عمان کې جوړېږي.

د دغې شورا د دفتر ویاند قادر شاه د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حکومت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې هغه هېواد د څلور اړخیزو غونډو د بیا پیلېدو په اړه یې درلودل.

ښاغلی قادر شاه وايي، دا غونډه په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ جوړېږي چې چین او امریکا پکې د څار رول لري.

د امنیت شورا ویاند قادر شاه
د امنیت شورا ویاند قادر شاه

ښاغلي قادر شاه وویل:

"وروستیو تحولاتو ته په پام سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان هغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ویلای چې د هغې په ترڅ کې د څلور اړخیزو مذاکراتو میکانیزم بیا پیلېږي، دغهناسته به په نېږدې راتلونکي کې په عمان کې جوړه شي چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان لوري ګډون کوي او امریکا او چین پکې نظارتي رول ادا کوي."

نوموړی وايي چې په دې غونډه کې به اهداف تعینېږي، تعین شویو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې لټول کېږي او همدارنګه د همکاریو د ګډ میکانیزم په رامنځته کېدو هم خبرې کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دا غونډه د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶ مه نیټه د عمان په مرکز مسقط کې جوړېږي.

که څه هم د ملي امنیت د شورا دفتر دا غونډه د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ بیا پیل بولي، خو خواجه اصف ویلي چې په غونډه کې افغانستان، طالبان، پاکستان او امریکا ګډون کوي.

د افغانستان، پاکستان، متحده ایالتو او چین څلور اړخیزه همغږې ډلې له دې وړاندې د افغانستان د ستونزو د حل په خاطر، پنځه غونډې کړي، خو د دې غونډو لړۍ هغه وخت د افغان حکومت له خوا ودرول شوه چې پاکستان په عملي نه اقداماتو تورن شو.

شااوخوا یو کال وړاندې افغان حکومت وویل چې د دې غونډو دوام د وخت ضاېع کول دي او پاکستان ته ښيي چې په پخوانیو ژمنو وفا وکړي.

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر څېړونکي د دې هېواد دا هڅې او د اړیکو جوړولو ته لیوالتیا د پاکستان چل بولي او وايي چې په دې اړه تېرو تجربو ته په کتو باید نتیجو ته خوشبینه نه شو.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

له ډلې شهزاده مسعود ازادي راډيو ته وویل:

"تاسې وګورئ، کله هم چې په پاکستان باندې نړیوال فشار زیات شي، بیا ورسره تګ او راتګ هم زیاتېږي او ورسره د سولې خبرې هم پیلېږي، زه دومره ویلای شم چې دا خبرې یوازې د وخت ضاېع کول او له خپله ځانه د نړیوالو فکر بدلول دي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تل ویلي چې د افغانستان ثبات په دوه محورونو کې له پاکستان سره سوله او د افغانانو تر منځ په سوله کې لټوي.

ښاغلی مسعود وايي چې که څه هم افغانان د سولې هر غږ ته خوشحالېږي، خو افغان حکومت باید تېرو غونډو او تجربو ته په کتو ډېر هوښیارانه اقدامات وکړي او په دې برخه کې نور وخت ضاېع نه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG