د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

غني: د سولې توپ د پاکستان په میدان کې دی چې څنګه ترې استفاده کوي


د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي سرمنشي کابل ته راځي.

دغه دواړو لوړ پوړو چارواکو له افغان ولسمشر سره په ګډه مطبوعاتي ناسته کې له افغان حکومته د ملاتړ ترڅنګ یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس په خبره امریکا او ناټو به افغانان بې رحمه دښمنانو ته پرینه‎ږدي خو وايي، د روانې کشالې حل یوازې له سیاسي لارې ممکن دی.

نوموړي همدا راز وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي د پاکستان لپاره هم ښه فرصت دی چې د ترهګرۍ ضد کمپاین سره یوځای شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس

دی وايي:

"د جنوبي اسیا لپاره دا نوې ستراتیژي او بیا ځلي تعهد د پاکستان لپاره یو ښه فرصت دی چې د ترهګرۍ ضد کمپاین سره یوځای شي، دغه ستراتیژي چاته نه‎ده ځانګړې شوې بلکې د ټولو هغه مسؤل دولته چې غواړي ترهګري له‎منځه یوسي او بې ګناه خلکو ساتنه وکړي ښکېل دي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ستراتیژۍ له اعلان وروسته ویلي، د نړۍ هېڅ یوه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان په څېر قرباني نه ده ورکړې کومه ادعا چې افغان حکومت په اړه شک لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې پروسه له دوو محورو تعیقبوي.

د ښاغلي غني په خبرو د بین الاافغاني سولې ترڅنګ دوی له پاکستان سره هم سوله غواړي خو اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی چې څنګه ترې استفاده کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ماحول تغیر کړی موږ د هر اړخېزو خبرو لپاره چمتو یو څو په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي، توپ د پاکستان په میدان کې دی څو له دې فرصته چې طلايي فرصت دی مثبته استفاد وکړي لومړنۍ پایلې بدې نه‎دي خو په دې برخه کې قضاوت به له وخته وړاندې وي."

ولسمشر غني همدا راز په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو په اړه وروستي راپورونه تشې اوازې وبللې.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ښاغلي غني سره د کتنې پر مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو غوښتنه مطرح کړې ده.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم طالبانو ته په پیغام کې کې وویل چې دوی به د جګړې له لارې بریالي نه‎شي.

نوموړي له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو د دوام ترڅنګ له سیمه‎ییزو هېوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان د ثبات لپاره همکاري وکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:

"طالبان باید په دې پوه شي چې په جګړه کې نه‎شي بریالي کیدای دوی باید د زیاتو لاسته راوړنو لپاره د سولې خبرو ته کیني زه افغان حکومت هڅوم چې د سولې او مذاکرې لپاره اماده وي."

طالبانو تر دې وړاندې د افغان حکومت او امریکا له لوري د سولې غږ ته مثبت نه‎دی ویلی خو د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي، د امریکا په سیاست کې نوی بدلون د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG