د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

مټېس: افغانستان کې بې رحمه دښمن چې قدرت ته رسېدل غواړي نه پریږدو


د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس له افغان ولسمشر او د ناټو له عمومي منشي سره په ګډ خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر دې تاکید وکړ چې دوی به افغانستان بې رحمه دښمن ته چې قدرت ته د رسېدو لپاره وژنې ترسره کوي، پرېنږدي.

مټېس زیاته کړه:

"موږ نن دلته د دې لپاره یو چې د افغانستان ملاتړ وکړو، ځکه د جنوبي اسیا بې ثباتي هاغسې چې د ناټو عمومي منشي او افغان ولسمشر یې یادونه وکړه او ترهګري ټولو هېوادونو او هم د افغانستان وګړو ته خطرونه رامنځته کوي."

د امریکا دفاع وزیر چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په ترڅ کې دې هېواد ته د وسله والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د شااوخوا درې زره نورو امریکایي سرتېرو د استولو پرېکړه کړې، یوځل بیا وسله والو یاغیانو ته په ډاګه وویل چې د جګړې په ډګر کې بریا نشي ترلاسه کولای او ښه داده چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به د شراکت له لارې د القاعده، داعش، حقاني شبکې او طالبانو هغه هیلې چې د خلکو پر وژنو بریا ته ځان رسوي، له منځه یوسو، یوځل بیا طالبانو ته پردې خبرې تاکید کوم چې سولې او سیاسي مشروعیت ته د دوی درسېدو یوازنۍ لاره خبرې اترې او جوړجاړی دی، موږ هغو ته هرکلی وایو چې د یوه سوله ییز افغانستان راتلونکې ته ژمن دي، موږ د دغې جګړې د هواري لپاره د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې ملاتړ کوو او هرڅومره ژر چې طالبان دا ومني چې په بمونو بریا نشي ترلاسه کولای، هموغره ژر به وژنې پای ته ورسېږي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم له افغانستان سره د دې تړون د ملاتړ پر دوام تاکید وکړ او ویې ویل چې موږ په دې پوه یو چې په دې هېواد کې پاتې کېدل موږ ته په څه بیه تمامېږي خو وتل به یې ترهغو هم زیاته وي.

سټولټنبرګ هم د جګړې یوازینې حل لاره د سولې خبرې وبللې او زیاته یې کړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان باید پوه شي چې دوی د جګړې په ډګرکې بریانشي ترلاسه کولای، دوی د خبرو اترو د میز ترشاه ډېرڅه ترلاسه کولای شي، زه د افغانستان حکومت هڅوم چې د سولې او روغې جوړې لپاره زمینه برابره کړي."

افغان ولسمشر اشرف غني د سولې په برخه کې یو وار بیا خپله مخکنې خبره تکرار کړه او ویې ویل چې سوله دوه اړخونه لري یوه د دولتونو په کچه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ او بل هم د افغانانو ترمنځ سوله ده.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ غواړو چې په دوو محورونو کې د سولې مسئله مخ ته ونیسو، یوه سوله له پاکستان سره چې دولت له دولت سره د خبرو له لارې به لاس ته راشي، دوهم محوریې افغاني سوله، د افغانو ترمنځ سوله ده چې نن ورځ ټولو ته دا ثابته شوې چې هېڅوک نشي کولای چې د جګړې له لارې خپلې غوښتنې د افغانستان پرخلکو وتپي."

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه نا اعلان شوي سفر نن کابل ته ورسېدل.

متېس د ولسمشر ټرمپ د ادارې لوړپوړی چارواکی دی چې د هغه د ادارې له پیل او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته کابل ته ځي.

کابل ته د دواړو مشرانو له رسېدو څو ساعته وروسته د کورینو چارو وزارت د کابل هوايي ډګرته نېږدې د شپږ و راکټونو د لګېدو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغو راکټونو زیانونه نه دي اړولي.

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي داسې مهال افغانستان ته ځي چې پنتاګون افغانستان ته د شااوخوا درې زره نورو امریکایي سرتېرو استول پیل کړي او د ناټو نور غړي هم دې هېواد ته د نورو سرتېرو پر استولو غور کوي.

ناټو په وروستۍ غونډه کې چې د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې وکړه وویل چې د دې تړون نور غړي به تربلې غونډې چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې یې کوي افغانستان ته د استول کېدونکو سرتېرو شمېر مشخص نشي کړای.

XS
SM
MD
LG